د پښتو ابجد يعني د ليکلو د تورو نظام يې له فارسي ـ عربي سکرپټ (الف و بې) څخه منبع اخلي. د عربي او فارسي تورو يا ګرافېمونو په ليسټ کې د تعديل شوو تورو په اضافه کولو سره د پښتو ليکل ممکن شوي دي. د مثال په توګه د څ توری د عربي له ج،ح او خ تورو څخه اخيستل شوی او پکښې د تغير په مرسته يو نوی پښتو توری رامنځته کړل شوی چې د پښتو د اړونده ږغ استازيتوب کوي.
د تاريخ په اوږدو کې د پښتو د ليکلو لپاره په تورو/ګرافېمونو کې زياتونې، تعديلات او اضافې شوي دي چې پکښې پنځه ياګانې يې يوه بېلګه يادولای شو. دغو اصلاحاتو د پښتو په ليک او لوست کې زياتې آسانتياوې رامنځته کړي دي او ورسره پښتانه عادت شوي دي.
د کمپيوټر، ديجيټلايزېشن او مصنوعي ځيرکتيا په پېر کې د پښتو اوسنی د ليکلو نظام خپلو حدودو ته رسېدلی او د نوي پېر د نوو ننګونو سره مخامخ شوی دی. دا چې پښتو او پښتانه د بيلو دلايلو پر اساس د ډيجيټلايزېشن په پروسه کې د سيالو ژبو سره د سيالۍ په ډګر کې کافي امکانات، وسايل، مواد او وخت نه لري، نو دغه حالت د دې تقاضا کوي چې د پښتو د ليکلو په اوسني نظام کې داسې اصلاحات راوستل شي چې په لږو ډيجيتل شوو منابعو بيا هم پښتو وکولای شي چې په اړين سرعت او کېفيت سره نوې ټيکنالوژۍ ته داخله شي.
په کمپيوټري پروګرامونو NLP يا د نېچرل لېنګويج پروسسينګ په ماډلونو کې يوه لويه ستونزه د پښتو د ډيجيټل منابعو کمښت او بل د پښتو د ليکلو په نظام کې د لنډو وکالونو او دوو کانسونانټونو w او j لپاره د ځانګړو ګرافيمونو نشتوالی دی. بل مثال يې د «و» دی چې د درو بيلو ږغونو ښودلو لپاره کارول کيږي. په دغه لنډه مقاله کې د اړونده فونوليژيکو او ګرافيميکو موضوعاتو تفصيلي بيانول مقصد نه دی.
د دې لپاره چې پښتو د ژباړې، ږغ څخه متن، متن څخه ږغ، انځور څخه متن او نورو د نېچرل لېنګوينج پروسسينګ په ماډلونو کې په چټکۍ او ښه کېفيت پرمختګ وکړي، نو پښتنو ته دوه انتخابه پاته دي:
لومړی انتخاب: پښتو به په لاطيني حروفو ليکل پېلوي
دويم انتخاب: د پښتو ليکلو په شته نظام کې به اصلاحات او زياتونې کوي چې په مرسته يې د پښتو د ليکلو نظام له ابجد څخه الفبا ته واوړي.
دا چې پښتانه د اسلام د دين، د خپل تاريخ، کلتور او زوړ ادب سره د خپل عقيدت، تړاو او مينې له کبله په لوی احتمال په راتلونکو لسيزو کې ښايي و لاطيني حروفو ته د خپلې ژبې د نظام اړولو ته زړه ښه نکړي، نو ورته په اوسني نظام کې د اصلاحاتو او زياتونو لاره هغه يوازنی انتخاب پاته دی.
يو ساده کمپيوټري پروګرام د پښتو متن څنګه لولي؟
لومړۍ بڼه
د پښتو جمله په اوسنۍ الفبا:
د بزګر لور په دلاورۍ يوازې د ختيځ پر لور ولاړه.
کمپیوټر پورتنۍ جمله داسې لولي:
کمپيوټر نه پوهېږي چې چېرې زور، چيرې زېر، چيرې پېښ، چيرې د کوم واو مقصد کوم ږغ دی، چيري ي د کوم ږغ وړاندي کوونکې ده.
پايله: d bzgr l?r ph dla?rǝy i?āze d xtidz pr l?r ?lāṛh
دويمه بڼه
که همدغه جمله په عربي حرکاتو وليکل شي:
دَ بَزګَر لُر پَ دِلاوَرۍ يَوازې دَ خَتِـــــــځ پَر لور ؤلاړَ.
کمپیوټر پورتنۍ جمله داسې لولي:
کمپيوټر نه پوهيږي چې د «و» څخه کوم ږغ مُراد دی. او بل نه پوهيږي چې ي د i په معنی ده که د j.
پايله: da bazgar lur pa dilāwarǝy ??āze da xatid͡z par l?r ?lāṛa.
دريمه بڼه
که په پښتو الفبا کې د لنډو وکالونو (زور، زېر، پېښ) لپاره او په همدې راز د j او w ږغونو لپاره نوي توري اضافه شي:
دٮٔ بٮٔزګٮٔر لڡر پٮٔ دٮٕلاوٮٔرۍ ؠــــــــــٔـــۏازې دٮٔ خٮٔتٮٕــځ پٮٔر لور ۏلاړٮٔ.
a زور= ٮٔ
i زير= ٮٕ
u پېښ= ڡ
w = ۏ
j = ؠ
دلته له j څخه د انګرېزي ژبې توری مقصد نه دی چې ج ته ورته ږغ لري، بلکه د آی پي اې د j توری مقصد دی چې د «يه» په شان غږ لپاره کارول کيږي.
کمپیوټر پورتنۍ جمله داسې لولي:
کمپيوټر په بشپړه توګه پښتو متن درست لوستلای شي، بالکل هغسې لکه په لاطيني حروفو چې ليکلی وي.
پايله: da bazgar lur pa dilāwarǝy jawāze da xatid͡z par lor wlāṛa.
دلته مقصد دا نه دی چې حتما دې ياد توري د يادو ږغونو لپاره غوره کړل شي، بلکه مقصد پر دې اړتيا ټينګار کول دی چې تعديل او زياتونو ته اشده اړتيا شته. دا چې د کومو ږغونو لپاره کوم ګرافيمونو د کومو دلايلو پر اساس غوره دي، دا څو بعدونه لرونکی، جلا او مسلکي بحث دی.
د پورتنۍ جملې نورې بېلګې داسې کېدلای شي:
۱ ـ د بزګر لور په دلاورۍ يوازې د ختيځ پر لور ولاړه.
۲ ـ
da bazgar lur pa dilāwarǝy jawāze da xatid͡z par lor wlāṛa.
۳ ـ دَ بَزگَر لُر پَ دِلاؤَرۍ ؠَؤازې دَ خَتِځ پَر لور ؤلاړَ.
۴ ـ دٮٔ بٮٔزگٮٔر لڡر پٮٔ ديلاۏٮٔرۍ ؠٮٔۏازې دٮٔ خٮٔتيځ پٮٔر لور ۏلاړٮٔ.
۵ ـ دٮَ بٮَزگٮَر لٮُر پٮَ دٮِلاۏٮَرۍ ؠٮَۏازې دٮَ خٮَتٮِځ پٮَر لور ۏلاړٮَ.
۶ ـ دݖ بݖزگݖر لڡر پݖ دݕلاؤݖرۍ ؠݖؤازې دݖ خݖتݕځ پݖر لور ؤلاړݖ.
۷ ـ دٺ بٺزگٺر لڡر پٺ دٻلاؤٺرۍ ؠٺؤازے دٺ خٺتٻځ پٺر لور ؤلاړٺ.
یا بل مثال:
هٮٔر زٮٕندٮٔ چې دٮٔ مڡردٮٔ پٮٔ قٮٔبٮٔر وٮٔرشٮٕ
بٮٔس دی دڡمرٮٔ نٮٔصٮٕحٮٔت پٮٔ دا دڡنــؠـــــا
رٮٔحمان بابا
هر زنده چې د مرده په قبر ورشي
بس دی دومره نصيحت په دا دنيا
رحمان بابا
har zida če da murda pa qabar warši
bas day domra nasiḥat pa dā dunja
rahmān bābā
هَر زِندَ چې دَ مُردَ پَ قَبَر ؤَرشِ
بَس دی دُمرَ نَصِحَت پَ دا دُنؠا
هٮَر زٮِندٮَ چې دٮَ مٮُردٮَ پٮَ قٮَبٮَر ۏٮَرشٮِ
بٮَس دی دُمرٮَ نٮَصٮِحٮَت پٮَ دا دٮُنؠا
هٮٔر زٮٕندٮٔ چې دٮٔ مۇردٮٔ پٮٔ قٮٔبٮٔر ۏٮٔرشٮٕ
بٮٔس دی دۇمرٮٔ نٮٔصٮٕحٮٔت پٮٔ دا دۇنؠا
که غواړو چې پښتو د نوې ټيکنالوژۍ په انقلاب کې پر وخت او په ښه کېفيت خپل مقام ترلاسه کړي، نو د پښتو لیکلو د شته نظام تعديل او د اورتوګرافۍ اتحاد او معيار ټاکنه حتمي ګامونه دي. هر څومره چې وختي دا دوه ګامونه په اړين پراخ تفاهم، علمي او مسلکي بنياد اخيستل کيږي، هغومره به يې ګټه زياته وي.
معلومه خبره ده چې د زوړ نسل لپاره به د نوي سيسټم سره د ځان عيارول مشکل وي. خو د ماشومانو او بهرنيو نوو زده کوونکو لپاره به د نوي سيسټم په برکت د پښتو ليک او لوست ډېر آسانه او چټک وي. د پښتو ډيجيتل کېدل به هم آسانه شي. زوړ نسل به د راتلونکو نسلونو د هوسايي لپاره پر ځان د نوي نظام رامنځته کولو، پخپله زده کولو، که د دغه نوې نظام متن هرڅومره ورته نااشنا، عجب او نابلد هم معلوميږي بيا هم ورسره د ځان اشنا کولو قرباني ورکوي.
په نوي پېر کې پښتنو او د هغوی ژبې ته د سرلوړۍ د مقام د رسېدو په هيله.
احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر ۲۴مه نېټه