زما ګران کشر ملګري دي يې لطفا د زړه په سترګو ولولي!
تعلیم (زدکړه، ښوونځي، مدرسه، پوهنتون...) اکثراً د حکمت (د پوهې، درک، عجز او شعور امتزاج) لور ته د تګ یوه لاره بلل کېږي. خو دا په دې پورې تړلې ده چې د تعليم حصول يا لاسته راوړل په کوم نيت سره کيږي. ايا يوه اکاډميکه رتبه لرونکی کس په اوتوماتيکه توګه پوه او باشعوره دی؟
که یو څوک تعلیم یوازې د دې لپاره حاصلوي چې خپل ځان نورو خلکو ته يا تر نورو بهتر وښيي، یا د نورو د غلط يا ناپوه يا ناکافي بلد ښودلو لپاره يې وکاروي، نو دا د حکمت او ګټې لاره نه ده. دا ډول زده کړه، د معلوماتو او تجربې ترلاسه کول نه یوازې چې د شخص خپل ژوند ته ګټه نه رسوي، بلکې نورو ته يې معلومات، تجربه، اکاډميکه رتبه بې فايدې ده. برعکس، دا د غرور، ځان ښودنې او تکبر سبب ګرځي، نه د پوهاوي. نو دا ممکنه ده چې يو کس د زيات تعليم، معلوماتو او تجربې باوجوده جاهل پاته وي.
په هغو ټولنو کې چې هلته ستونزې، بې اعتمادي، بې عدالتۍ او نابرابرۍ زياتې وي، زیات وخت وینو چې خلک يې علم د تفاخر یا سیالۍ لپاره کاروي، نه د اصلاح لپاره. په دې ډول ماحولونو کې علمي یا ادبي بحثونه، یا حتا مذهبي مناظري اکثره د موضوع پر ځای د شخصیت، حیثیت یا ځان لوړ ښودلو پر محور راڅرخي.
تاسو به خامخا داسې بحثونه لیدلي وي چې ظاهراً د علمي یا فکري موضوعاتو په اړه وي، خو که ژور ورته وګورو، نو دا بحثونه اکثراً د انا، ځان ستایلو یا د مقابل لوري کم، ناپوه ښودلو يا حتی سپکاوي کولو لپاره وي. ډېر ځله دا بحثونه شخصي بڼه خپلوي او پر ځای د منطقي دلایلو، نیوکې او قضاوتونه وړاندې کېږي او لکه چې وينو ټاپې وهل کيږي. ښايي تاسو هم بعضي وختونه تجربه کړي وي چې که د يو مسلک په اصطلاح کارپوه تر ځان بل بهتر کارپوه وويني، نو تخريب پسې کوي يا يې حد اقل ورباندې نيت بد وي. حال دا چې بايد د خپلې ټولنې، خپل مسلک او پوهې د څانګې لپاره بايد خوشاله شي چې تر ده بهتر عالمان پکښې موجود دي او دا چې دی ورڅخه زدکړه کولای شي.
که پر ځای د دې چې علم ترلاسه کوونکی خپل ځان د مخکنيو او اوسنيو انسانانو قرضداره وبولي او د دغه قرض د ادا کولو لارې چارې ولټوي، که هغه ځان په دې ډګر کې بډای او تر نورو بهتر او هسک احساس کړي، نو دا يو غير سالم او تاواني وضعيت دی.
د تعلیم اصلي مقصد او هدف باید دا وي چې د پخپله د زده کوونکي او ورسره د ټولنې ستونزې حل کړي. دا موخه یوازې هغه وخت ترلاسه کېدای شي کله چې تعلیم، معلومات او تجربه د ځان ښودلو لپاره نه، بلکې د نورو سره د شریکولو او مثبت اغېز د زیاتولو لپاره وکارول شي. څومره چې یو څوک علم ته ژور لاړ شي، هغومره باید دا درک کړي چې لا ډېر څه شته چې نه په پوهېږي او دا درک باید د دغه کس په رویه او چلن کې، په خبرو او په بحثونو کې د عاجزۍ په بڼه څرګند شي.
همدا عاجزي ده چې تعلیم د حکمت سره وصلوي او د عالم او جاهل فرق روښانه کوي.
احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۵ کال د اپريل ۱۴مه نېټه