د ژوند د ثبات او عايد/ګټې/منافع لپاره واقعي لارې زده کړئ، نه دا چې يوازې پر انټرنټ په زياته په پښتو پوسټونو خپرولو د ګټې هيلې ولرئ.
پر انټرنټ يوازې د پښتو ژبې مواد خپرول، د ډېرو خلکو لپاره د دايمي او کافي عايد سرچينه نشي کېدای. په زياته دقيق، دروند، څېړل شوی او د حقايقو پر بنسټ ولاړ پښتو کانټنټ لکه ويډيوګانې، ږغيز مواد او ليکنې تر اوسه محدود بازار لري او يوازې يو کوچنی شمېر خلک يې تعقيبوي.
د همدې لپاره، غوره داده چې د خپل ژوند لپاره يو واقعي او پايدار پلان جوړ کړئ. د پوسټونو، ويډيوګانو، يا کانټنټ خپرولو پر ځای هڅه وکړئ چې يو مثبت کسب، مسلک يا تجارت زده او پيل کړئ. وروسته، کله چې مو يو مهارت يا تجربه ترلاسه کړه، بيا انټرنټ او ټولنيزې رسنۍ د پراختيا، مشهوره کولو، بازار موندنې او ودې لپاره وکاروئ.
زه بايد رښتيا ووايم چې ما خپله د يوټيوب، فيسبوک يا نورو خواله رسنيو له لارې د کانټنټ خپرولو او پيسو ګټلو تجربه نه ده لرلې، خو له ملګرو او څېړنو مې دا درک کړې چې اکثره هغه مواد چې تر ډېره مشهورېږي، يا يو څه عايد راوړي، سپک، درواغجن، عوام فريبه او جعلي وي. دا ډول کار نه دوام لري، نه عزت لري، او نه واقعي ارزښت.
که څوک جدي، مسلکي، او تخصصي مواد په پښتو خپروي، نو بايد ډېرې مالي هيلې ورسره ونه لري. البته، که څوک دا کار يوازې د شوق، مينې او ټولنيزې ګټې لپاره کوي، نو دا جلا موضوع ده.
تر اوسه د نړۍ تر ټولو مؤثره او پايداره د پيسو ګټلو لاره دا ده:
«ارزان توکي رانيسئ، په خپل زحمت يا نوښت سره يې ارزښت زيات کړئ، او بيا يې په لوړ قيمت وپلورئ.»
دا اصل د کوڅې له پخلي نه تر لويو فابريکو پورې تطبيقېږي. که سرمايه مو لس افغانۍ/روپۍ وي يا لس مليونه ډالره، همدغه قانون دی.
بله پاکه، درنه او حلاله لاره دا ده چې يو هنر، کسب يا مسلک زده کړئ او د خپلو خدماتو له لارې عايد پيدا کړئ.
يا دا چې د دواړو يادو لارو يو مناسب امتزاج وکړئ.
که دا ټولې لارې بندې وي، بيا هم غاړه خلاصه ده چې د بل مزدور شئ. که هغه ورځنۍ خواري وي، يا هم د يوې دولتي ادارې رسمي وظيفه. خو معاش چې هر څومره لوړ وي، زما په فکر تر خپل تجارت او تشبث بهتر نشي کېدلای.
هغه تر ټولو ستړی کوونکی او ناهيله کوونکی کار چې څوک يې کولای شي، هغه به دا وي چې څوک د بل چا په تمه کښېني چې ورسره مرسته به وکړي، قرضه به ورکړي، سرمايه به ورکړي، کار به يې ورجوړ کړي، لاره ليکه به وروښيي، ستونزې به يې ورهوارې کړي يا به يې بل شانته له بد حالت څخه راوباسي. کله چې څوک دا درک کړي، نو داسې ده لکه لږ تر لږه نيمې ستونزې چې يې حل شوي وي.