دا پخپله زما سره پېښ شوي دي... خو زما د مقاومت کيسه هم لاندې ولولئ.
بر سر لوح او نبشته به زر
جور استاد به ز مهر پدر
«تقريبي معنی
د تختې پر سر يې په سرو زرو وليکل
چې د استاد تشدد د پلار تر مينې بهتر دی»
کله چې په لومړي ټولګي کې د تفريح (آدهی چهٹۍ) پر وخت د پنځم ټولګي استاد هزاره لالي ماشټر د تيز ځغلستلو په جرم په باڼس تر هغه وخته پر لاسونو ووهلم چې ماشوم واړه لاسونه مې نور د پړسوب له وجې نه بندېدل. نو مې کور کې پلار ته په پنډو پنډو اوښکو شکايت وکړ. زما پلار راته په جواب کې د سعدي پورته شعر ووايه او بيا يې معنی هم راته وويله.
کله چې لږ لوی شوم نو د کور ماشومان مو کوم د مفت جنت شوقي د ښوونځي وروسته د زېرخانې په مدرسه کې اچولي ول. يوه ورځ د ماشومانو راوستلو ته ورغلم او د مدرسې له دروازې چې پر سړک وه او لاندې مدرسې ته چې صرف يوه لويه کوټه وه زينې/سېړۍ تللې وي، په انتظار شوم او مشاهده مې يې شروع کړه. که ګورم نو ملا صاحب د داسو ناستو ماشومانو د دوو قطارونو په منځ کې تيريږي چې پکښې يو هم تر ۶ کالو زيات نه و. هغه ربړي چلاخه په لاس کې وه او چپه او راسته يې ړانده وارونه کول. د کوم ماشوم به پر سر، د کوم ماشوم به پر سترګه او د کوم ماشوم به پر بل ځای ولګېده او د هر وار سره به د سبق ويلو زوږ نور هم جګ شو.
ملا صاحب به راغلی بېرته به پر ځای کښېناست او څو وخت وروسته به بيا ور پورته شو او د نورو دوو قطارونو په منځ کې به يې عمليات شروع کړل.
کله چې به ملا صاحب وارونه کول، نو زما به د شيخ سعدي شعر په ذهن کې تکرارېدلی او د مشرانو نړۍ ته به هک حيران پاتې شوم. خو د ځان سره مې پلان جوړ کړ چې بيا هيڅکله نه زه او نه د کورنۍ بل ماشوم، مدرسه خو پرېږده پر دغه سړک د راتلو اجازه ولري.
کله چې مې د کور ماشومان له مدرسې څخه راواخيستل، نو مې ورته وويل چې څپلۍ مپلۍ سمې په پښو کړي او ځغاستې ته ځان چمتو کړي. هغوی مې سړک ته وباسل او ما ويل په ځغاسته ځان تر کوره ورسوئ.
زه مدرسې ته صرف دوې زينې ورکښته شوم او د ماشومانو په پرتو څپليو کې مې لوی بوټونه پيدا کړل او پر ملا صاحب مې د زينو له سر څخه وار وکړ چې ورباندې ونه لګېد، خو د هغه توجه مې ځان ته ضرور راجلب کړه. ما چې دويم وار ته ځان تياراوه نو د ملا صاحب هم سر خلاص شو چې څه خبره ده. ما دويم بوټ بېرته پر مځکه واچاوه، ځکه چې هغه راپسې راوړلاړ شو. ما هم د خولې د شفاهي پيغامونو تر څنګ په لاسونو، څنګلو او پښو ورته په لږ وخت کې ډېر زيات پيغامونه ولېږل او بيا مې په ځغاسته د کور مسير ونيوی.
ما پر ځان منلې وه چې د دغې پيښې وروسته به په کور کې سخت مجازات شم، خو زه ورته تيار وم او په داسې حال کې چې د ځغاستې له کبله مې زړه تر ستونې دربېدلی، په خوله مې مسکا او په ذهن کې مې د شيخ سعدي شعر تللی راتللی.
احمد ولي اڅکزی