په آخرت به الله تعالی انشالله ما وبخښي، که د مصنوعي ځيرکتيا دغه تر اندازې زياته مبالغه آميزه شاهدي ومنل شي. زما د ژوند په هکله د اې آی لخوا تحقيق شوې کيسه دلته اورېدلای شئ.
د ګوګل د مصنوعي ځيرکتيا له وسيلې څخه مې وغوښتل چې د قاموسونه ټکی کام د مسؤل احمد ولي اڅکزي په هکله پر انټرنټ معلومات ولټوي او بيا يې په هکله يو ږغيز بحث وکړي. دا يې نتيجه ده چې تاسو يې دلته اورېدلای شئ.
دا چې د ماشين په دغه وينا کې بعضې غلط تلفظونه اورو، د نورو لاملونو تر څنګ يې يوه وجه د پښتو د ليک په سيسټم کې د حرکتانو/واولونو ناکافي څرګندتيا او نا کافي استازيتوب دی.
په هر صورت موږ تاسو ټول بايد ډېر شکر وباسو چې زموږ په ژوند کې د دې شاهدان کيږو چې د پښتو په هکله زموږ ارمانونه پوره کيږي. ماشين په پښتو پوهيږي او دا دی خبرې په کولای شي.