«د فلانۍ ژبې اکاډمي» که «د فلانۍ ژبې د ادب يا شاعرۍ اکاډمي»؟!

و يوې ادارې ته د نوم ټاکلو پر وخت بايد مخکې له مخکې د دغې ادارې اهداف او کړنلاره معلومه او د فعاليتونو تمرکز يې بايد تعريف شوی وي. د دغې ادارې له نوم څخه بايد څرګنده او روښانه وي چې اهداف او وظايف يې څه دي.

د مثال په توګه که «فرانسوي اکاډمي» راواخلو نو د نوم له لومړۍ برخې «فرانسوي» څخه يې دا مقصد اخيستل کيږي چې د دغې ادارې د کار تمرکز پر فرانسوۍ ژبې دی. دا چې يوه ژبه بېل اړخونه لري نو پکښې ساينس، ادبيات بيا په ادبياتو کې نثر او نظم او نور اړونده اړخونه هم شامل وي.

د مثالي نوم «فرانسوي اکاډمي» له دويمې برخې «اکاډمي» څخه بيا دا مقصد اخيستل کيږي چې په دغه اداره کې کېدونکي فعاليتونه «اکاډميکه» بڼه لري. دا چې اکاډميک کارونه څه دي، هغه هم يو معلوم او روښان اصل دی.

خو له بده مرغه زيات وخت ليدل کيږي چې د ادارې مرام، اساسنامه او اهداف د ادارې د نوم سره او نوم يې د اصلي فعاليت او تعريف شوو اهدافو سره همږغی نه وي. نوم به يې «اکاډمي» وي خو فعاليت به يې اکاډميک نه وي. بل به يې د کار مطلق لويه يا حتی ټوله برخه صرف تر «ادب» يا صرف تر «شاعرۍ» پورې محدوده وي، خو نوم به يې داسې تاثر ورکوي لکه کار چې يې هراړخيز دی.

په زیاته هغه ژبې چې په کم منابع ژبو کې شمېرل کيږي، که يې کومې «اکاډمۍ» او ورته ادارې شته يا له دې وروسته جوړيږي، نو پکار ده چې اساسنامه، اهداف، نوم او فعاليتونه يې سره همږغي وي. د دې تر څنګ د دغو ادارو غړي او همکاران هم باید د ادارې د اهدافو سره په همږغۍ کې يو شاليد، فعاليت او معلوم وظايف او «هوم ورک يا کارخانګي» ولري.