د آلمان د NRW ايالت د معارف وزيرې، دوروتيا فېلر د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۹مه نېټه له ټول ايالت څخه ۱۵۰ زده کوونکي پارلمان ته را دعوت کړي ول چې د ښوونځيو او نصاب په هکله ورته مشورې ورکړي. په دغو ماشومانو کې د شپږم ټولګي يو پښتون زده کوونکی ب. اڅکزی هم و. کله چې هغه خپله وينا پېل کړه نو په پارلمان کې چوپتيا رامنځته شوه. دا ځکه چې هغه خپله وينا د اورېدونکو لپاره په يوه نامانوسه ژبه پېل کړې وه. کله چې ټول د هغه وينا ته خاموشه او په حيرانتيا غوږ شول، نو دغه ماشوم په آلماني وويل:
په کومه ژبه چې ما تاسو ته سلام او ستړې مشې درکړه، دا پښتو او زما مورنۍ ژبه ده. ښايي ستاسو لپاره دا لومړی ځل وي چې دغه ژبه مو اورېدلې وي. زما ننۍ موضوع همدغه ده چې غواړم ستاسو سره يې شريکه کړم.
زه په کور کې په دغه ژبه خبرې کوم. په آلمان کې هر دريم د ښوونځي زده کوونکی زما په شان د کډوالۍ شاليد لري، يعني يا پخپله، يا يې مور او پلار او يا يې انا او نيکه له آلمان څخه دباندې زېږدلي او وروسته آلمان ته راغلي دي. دغه زده کوونکي زما په شان لږ تر لږه دوه ژبي دي، خو د هغوی مورنۍ ژبه په ښوونځي کې هيڅ اهميت نه لري.
حال دا چې مورنۍ ژبه ډېره مهمه ده. کله چې ماشومان په خپله مورنۍ ژبه ښه ليک او لوست کولای شي نو دوی نورې ژبې لکه آلماني هم ژر او ښه زده کولای شي. لومړۍ يعني مورنۍ ژبه په فکر کولو، په زدکړه کولو او په پوهېدلو او درک کولو کې مرسته کوي. دا په تحقيقونو کې ثابت شوي حقايق دي.
هغه ماشومان چې مورنۍ ژبه يې په ښوونځي کې مطرح او د نصاب برخه وي، هغوی ځانونه په خپل ځان باوري او قوي احساسوي.
هيڅ ماشوم بايد په ښوونځي کې داسې احساس ونکړي چې د هغه د شخصيت يوه برخه په ښوونځي کې ناپېژندل شوې او غيرمطرح ده.
هغه ماشومان چې په خپله مورنۍ ژبه او نورو ژبو خبرې کوي، د هغه هيواد لپاره هم ګټور تماميږي چيرې چې هغوی ژوند کوي. دا ډول څو ژبې ماشومان کولای شي په نړيوالو مسلکونو کې کارونه وکړي او د کلتورونو او هيوادونو تر منځ پلونه رامنځته کړي.
له دې کبله زه دا هيله او ارمان لرم چې په آلمان کې هر ماشوم ته امکان برابر شي چې هغه خپله مورنۍ ژبه په نصاب کې ولري. دا به هم د ماشومانو لپاره ښه وي او هم به د آلمان لپاره ښه وي.
ډېره زياته مننه چې زما وينا مو واورېدله.
مننه (په پښتو)
د آلمان په يو ايالتي پارلمان کې د پښتون ماشوم وينا
- Details
- Hits: 6