ځوانه وروره، د زړه خبره درته کوم.
ته ښايي اوس د تلویزیون، فیسبوک، ټک ټاک او انستاگرام په پردو کې د اروپا او په مجموع کې د لوېديځ یو داسي ژوند وينې لکه ښایسته ښاري منظرې، سپین پوسته خلک، ښکلې نجونې، رڼا لرونکي کوڅې، موټرونه، رستورانتونه او د خوښۍ انځورونه. ته فکر کوې چې که اروپا ته ورسېږې، دا ټول به ستا ژوند وي. خو دا رښتیا نه ده.
په رښتیا سره، هغه ژوند چې ته یې د تلويزيون يا انټرنټ په پردو وینې، د هغو خلکو لپاره دی چې د هغه ځای ځايي خلک دي، هلته زېږېدلي، تعلیم یې کړی، ژبه یې زده ده او سیسټم یې پېژني. دا ژوند په هيڅ صورت د کډوالو، په ځانګړي ډول د غیرقانوني مهاجرینو لپاره نه دی. نژدې نهه نوي اعشاريه نهه نوي سلنه کډوال هيڅکله هغو «له مزو ډکو خوندونو» ته نه رسيږي، لکه چې په هکله يې اټکل کړی وي.
دا ځوانان په ډېرو مواردو کې له خپلې کورنۍ او وطنه تښتي، د غرونو، دښتو او سمندرو له مرګونو لارو تېریږي. ځینې خپل ژوند له لاسه ورکوي، ځینې د قاچاقبرانو قرباني کېږي او هغه چې ژوندی ورسېږي، نو د بې سندۍ، بې‌کارۍ، بې‌ژبېتوب او بې‌کورۍ اوږده دوره یې مخ ته وي.
مطلق اکثريت دغه مهاجر چې اروپا ته راشي نو دلته له خپلو هېوادوالو يا نورو بې وزله او جګړه ځپلو هيوادونو د وګړو سره په تنګو خونو کې ژوند کوي، په داسې سیمو کې چې ډېر بېوزله خلک پکې اوسي. هغوی هره ورځ د نورو مهاجرو د ستونزو کیسې اوري او د ژوند خوند يې ورځ تر بلې له منځه ځي. په دا جنجالونو کې چې ځان سره ښوروي نو ورباندې کالونه وخت تېر شي.
که حتی څوک د وخت په تېرېدو قانوني شي، سندونه واخلي او کار ومومي، هم دا ژوند هغه نه وي چې په ذهن کې یې انځور کړی و. د غرب د ښایسته ژوند له پردې شاته د مهاجرو لباره له ستړیا، سړې ژبې، یوازیتوب او سختۍ برخليک پروت وي. د دې هېوادونو خلک خپل ژوند لري، خپلې کړۍ لري او مهاجر پکښې عموما تل یو بهرنی پاتې کېږي، که پکې پنځوس کاله هم تېر کړي.
دا په دې مانا نه ده چې اروپا بد ده، نه! اروپا بده نه ده. اروپا د قانون، نظم او د انساني حقونو ځای دی. خو دا هر څه یوازې هغه وخت ممکن دي چې بهرنيان په قانوني او مسلکي لارو ورته راشي. که ته زده کړه وکړې، یو مسلک زده کړې، ژبه زده کړې او په قانوني لاره راشې، نو کېدای شي یو څه عادي او باعزته ژوند ولرې. خو بيا هم وايم، که حتی مسلکي هم واوسې او قانوني راشې نو ستا هغه خیال چې ګواکې ته به د فلمونو په شان ژوند کوې، دا به ستا لپاره صرف يو خوب پاته وي او هيڅکله به رښتيا نشي. هيله ده چې په اشاره به پوه شوی يې.
مهربانه وروره، خپل ژوند په خطره کې مه اچوه.
نه دا غرونه، نه دا سمندرونه او نه دا اوږدې لارې په دې ارزي چې څوک يې د يو داسې خوب او ارمان د پوره کېدو په نيت پر ځان ومني چې هيڅکله پوره کېدونکی نه وي او له حقيقت څخه ليرې وي او نه د ماشومتوب، ځوانۍ او شباب کالونه او لسيزې د دې لپاره په ضايع کولو ارزي چې يو وخت د چا يو سند/اقامه په جېب کې وي، خو دومره معاش او تنخوا ولري چې پخپله يې وخوري او د مياشت په آخره کې بېرته نوې تنخوا ته په بې قرارۍ په انتظار وي. هغه کسان چې له کالونو او زياتو ستړياوو وروسته ياد عادي ژوند ته هم ورسيږي، هغوی بيا هم د ټولنې په حاشيه کې پاته وي.
ستا مور او پلار، ستا وطن، ستا عزت او ژوند ډېر ارزښت لري. د علم لاره او د کار لاره انتخاب کړه، نه د قاچاق او خطر لاره. ځکه اروپا ته د قاچاق له لارې راتګ د نجات نه، بلکې د یو نوي بندیز او اوږدمهال مجازي قيد او بند او رواني زجر و رنځ پیل دی.
د رحمان وينا به هله درپه ياد شي
چي دي يو ديوال ته مخ بل ته دي شا شي
وما علينا الا البلاغ المبين