زما د فاضل استاد او دروند محسن پروفيسور ډاکټر نظر محمد سلطانزي ځدران په هکله د آلمان د نويمارکت په ورځپاڼه کې يو په زړه پورې مطلب چاپ شوی دی. ژباړه يې دلته درسره شريکوم:
يو اتيا کلن سړی د ډاکټر په چپنه کې
انځور: طبي فيزيک پوه ډاکټر نظر سلطانزی د نيومارکت ښار کلينيک د سرطاني ناروغيو د درملنې يو ماشين په څنګ کې ولاړ دی. هغه په خپل لاس کې د وړانګو د درملنې په هکله خپل ليکل شوی کتاب نيولی دی
ليکونکی: مکس زویلنر
ژباړه: احمدولي اڅکزی
*نویمارکت – ډاکټر نظر سلطانزي راته وويل "ما نن غرمه په بیړه یو څه لیکلي دي" او راته په لاس کې يې څلور سټپلر شوي پاڼې راکړې چې ورباندې د پاڼو شمېرې هم درج شوي وې.
دا یو مفصل، په لاس لیکل شوی ژوندلیک و چې پکښې لومړۍ جمله داسې ليکل شوې وه: "زه له ۱۹۶۲ کال راهیسې په آلمان کې یم او د اټومي فزیک وروسته مې تر فیزیكوم پورې طب لوستی دی". هغه وروسته دوکتورا واخيسته.
د سلطانزي د طب د تحصيل ۶۳ کاله پوره کيږي.هغه اوس ۸۱ کلن دی خو لا تر اوسه او لا هم د فرانک موکلباور د وړانګو د درملنې په کلینیک کې کار کوي.
ایا دا د دې معنی لري چې هغه د نویمارکت تر ټولو زيات عمر لرونکی فعال ډاکټر دی؟ د سلطانزي په وينا په دې هکله ډاډمن نه دی خو "ممکن همداسې وي". خو بيا په ډاډ سره وايي چې البته "بل هيڅ خارجی دومره زوړ نه دی".
سلطانزی په افغانستان کې زېږېدلی دی. د هغه نیکه د یوې قبیلې مشر و، پلار یې په ۱۹۳۸ کال کې په یوه پوځي اکاډمۍ کې درس ویلی او نظامي افسر شوی و. د طبي فزيک دغه متخصص وايي: "زه له یوې اکاډميکې کورنۍ څخه يم."
په وينا يې په دې کې تر اوسه بدلون نه دی راغلی او د ده په کورنۍ کې اته ډاکټران او ډاکټرانې شته چې ټول په آلمان کې کار کوي. کشر زوی يې په نویمارکت کې فیزیوتراپیسټ دی. سلطانزي په خپل ژوندليک کې ليکلي دي: "له دې امله موږ په آلمان کې په بشپړ ډول مدغم شوي یو."
انځور ناسم دی
هغه ته يو ټکی ډېر مهم دی. هغه دا چې د ده په وينا د يو ډېر کم شمېر «مجرمانو» له کبله په آلمان کې د افغانانو شهرت ته زيان اوښتی دی. هغه وايي: "خو د دې ترڅنګ زرګونه نور افغانان شته چې کار کوي، آلمانی تابعيت، دلته زېږېدلي او مالیه ورکوي."
د ده په وينا بعضې وخت ورڅخه د نورو د کړنو په هکله پوښتنه کيږي، چې "له کبله يې انسان ځان نارامه او خپه احساسوي."
هغه وايي چې يو وخت تر هغه څخه زيات وخت په افغانستان کې پاته کېدو ته مجبور شو، لکه چې زړه يې غوښت. په ۱۹۷۹ کال کې هغه خپل وطن ته د خپلې مور د ښخولو لپاره ستون شو چې د شوروي یرغل پر مهال وژل شوې وه. لکه د نورو ډېرو پوهانو په څېر، هغه ته هم اجازه نه وه چې هېواد پرېږدي.
هغه د کابل پوهنتون استاد او د افغانستان د اټومي ادارې مشر شو. وروسته په ۱۹۸۶ کال کې د چرنوبیل په اټومي بټۍ کې چاودنه وشوه. هغه وخت په افغانستان کې دی يوازينی تجربوي اټومي فزیکپوه و او ورته په ټول هېواد کې د هستوي وړانګو د اندازه کولو دنده وسپارل شوه.
کله چې پرېکړه وشوه چې د وړانګو د اندازه کېدنې پایلې بايد د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې سره په اتریش کې شريکې کړل شي، نو هغه ځان ته په دې کې يوه موقعه وليدله.
د هغه د خپل بیان له مخې هغه شوروي استخباراتو ته وړاندیز وکړ چې د جاسوس په توګه به ورسره کار کوي، که ورته اجازه ورکړي چې ویانا ته لاړ شي.
[د سلطانزي په وينا، هغه پخپله له شوروي چارواکو نه دي غوښتي چې دی به ورته کار کوي. بلکه هغوی ورباندې فشار اچوی چې ورسره کار وکړي، خو دی دغه کار ته نه حاضريدی. کله چې و ويانا ته د تګ موضوع رامنځته شوه، نو سلطانزي دا موقع وبلله چې د شورويانو له هغه غوښتنې څخه ځان خلاص کړې، چې د ده ورته جواب منفي و. يعني د ډاکټر صاحب د هجرت يو لوی لامل همدا و چې هغه نه غوښتل چې د شورويانو سره همکاري ولري. په زياته دا يې نه غوښتل چې د جاسوسۍ لپاره د هغوی لخوا وارد کېدونکي فشار له کبله ورته هو ووايي.]
اجازه ورکړل شوه، خو شوروي چارواکي ساده نه وو. کله چې ویانا ته ورسېد، سلطانزی اړ شو په روسي سفارت کې پاتې شي او د هغوی موټر وکاروي. خو هغه بیا هم وتوانېد چې وتښتي. سلطانزی وايي: "زه د غرمې پر مهال د دوو ویناو ترمنځ د کافي د وقفې پر مهال ژر ښکته شوم." هغه د ټکسي له لارې د پوليسو نږدې قومندانۍ ته ورغلی او هلته يې د پناه غوښتنه وکړه.
سلطانزي په ۲۰۰۱ کال کې د نویمارکت په روغتون کې د طبي فزیکپوه په توګه کار پیل کړ او د ډاکټر فرانک موکلباور سره يې پېژندګلوي وشوه. نوموړی لس کاله وروسته تقاعد شو. خو دا یوازې په دې معنی چې نور به په بشپړ وخت کار نه کوي.
سلطانزی وايي: "ما له فرانک سره وعده کړې وه چې هرکله د مرستې اړتیا وي، زه به بېرته راشم." هغه زياتوي: "موږ اوس نږدې ملګري یو."
هغه څه شی دی چې په فرانکفورت کې میشت سلطانزی اوس هم هڅوي چې په ۸۱ کلنۍ کې د طب سپینه جامه واغوندي، په داسې حال کې چې نور د ژوند د دغه پړاو (تقاعد) له شېبو خوند اخلي؟
د ده په وينا هغه څه چې دی بيا هم هڅوي چې کار وکړي، د کلینیک دوستانه همکاران، د مسلکي کموالي پر مهال د مسؤولیت ژور احساس، او د طبي فزیک سره مینه ده. د دې مینې نښه هغه څو مسلکي کتابونه دي چې سلطانزي په تېرو شلو کلونو کې په پښتو ژبه وړیا لیکلي دي. دا کتابونه د افغانستان د پوهنتونونو طبي محصلینو ته ورکړل شوي دي.
هغه وایي چې له دې لارې يې غوښتل د خپل پلرنۍ خاورې لپاره خدمت وکړي. د هغې خاورې لپاره چې ورته د بورس له لارې یې په آلمان کې د زده کړو زمینه برابره کړې وه.
*نويمارکت د آلمان يو ښار دی چې په بايرن ايالت کې واقع دی.
په قوسونو کې [] راغلي معلومات د ژباړونکي اضافې دي.
د استاد سلطانزي په تړاو د آلمان د يوې ورځپاڼې راپور
- Details
- Hits: 2