پوهېږئ په دغه انځور کې مې ولې داسې طبعه برابره ده؟ دا ځکه چې زما فاضل استاد او لارښود پروفيسر ډاکټر جاويد اقبال خټک صاحب راباندې په پېښور کې د نه منلو وړ خوندوره ډوډۍ وخوړله.

د ډاکټر صاحب جاويډ اقبال، ډاکټر صاحب زر محمد سنګر او ډاکټر صاحب نصرالله خان مجنون عالمانه، خوندور او په بعضو برخو کې د خوشکلامۍ سره مل مجلس بيا تر هر شانته شاتو لا خوږ او خوندور و.

نه پوهېږم چې چا راته دعا کړې او قبوله شوې چې داسې شفيق، ښايسته او فاضل استادان مې په نصيب شوي. الله دي زما د دغو استادانو په شمول د نړۍ ټول استادان تل جوړ روغ، آباد، خوشال او بريالي لري. آمين

يوه نړۍ مننه ګرانو استادانو!


د خپلو خوږو، ښکلو، ځوانو او انتهايي مهربانو سکالر همصنفيانو/ټولګيوالو تر منځ ځان هم راته کله کله ښکلی او ځوان ښکاره شي. په سپينو ورېښتو د زدکړې پر چوکۍ ناسته بيا جلا خوند کوي... بل پېښور خو پېښور دی کنه!
البته امتحانونه بيا هم هغه د ماشومتوب په شانته خوبونه ضرور خرابوي.