ياداښت: زه ادعا نه لرم چې دغه معلومات د وکيل د مشورې ځای نيولای شي، يا دا چې بشپړ او بې غلطۍ به وي.
احمد ولي اڅکزی، په آلمان کې د افغانانو د اسنادو رسمي جواز لرونکی ژباړونکی
د ډبلین مقررات څه دي؟
ډبلین مقررات یا "د ډبلین پروسه" هغه قانوني سیستم دی چې د اروپایي اتحادیې هېوادونو تر منځ جوړ شوی. مقصد يې دا دی چې معلومه کړي چې کله چې یو پناه غوښتونکی اروپا ته راشي، نو کوم هېواد مسؤل دی چې د هغه د پناه غوښتنې ارزونه وکړي.
د ډبلين د پروسې مقصد د دې مخه نيول دي چې يو پناه غوښتونکی تر يو څخه په زياتو اروپايي هيوادونو کې د پناه غوښتنه ونکړي. له دې کبله کله چې پناه غوښتونکي کوم اروپايي هيواد ته داخل شي او هلته يې چارواکي ونيسي، نو ورڅخه د ګوتو نښانونه اخلي. دغه د ګوتو نښانونه مرکزي ډېټا زېرمه (Eurodac) کې خوندي کيږي او د اروپايي اتحاديې هر هيواد کولای شي پکښې ځان ته معلوم کړي چې يو پناه غوښتونکی چې دوی ته ورغلی، ايا مخکې يې په بل کوم اروپايي هيواد کې هم ګذر شوی که نه.
د کوم هېواد مسؤلیت وي؟
په ډیرو مواردو کې، دا هغه هېواد وي چې پناه غوښتونکی ورته اول ځل داخل شوی وي، مثلاً که څوک د یونان له لارې اروپا ته راشي، نو د ډبلین مقررات وايي چې یونان باید د هغه د پناه غوښتنه پروسس کړي.
خو نور عوامل هم شته چې دا مسؤلیت بدلولی شي، لکه:
ـ که پناه غوښتونکی په بل هېواد کې کورنۍ (خاوند، ښځه، اولاد، مور/پلار، ورور/خور) ولري، نو ممکن هماغه هېواد مسؤل وګڼل شي. البته دا !!ممکن!! دي خو حتمي او د پناه غوښتونکي لازمي حق نه دی.
ـ که پناه غوښتونکی کوچنی وي (له اتلسو کالو څخه کم عمر ولري) او بې سرپرسته وي (يعني د کورنۍ بل مشر ورسره ملګری نه وي)، نو هغه هېواد چې ماشوم پکښې دی، هم هغه هيواد يې باید مسؤلیت واخلي.
څه کيږي، کله چې د پناه غوښتونکي د ګوتو نخښې بل هيواد کې راوخيژي؟
که يو پناه غوښتونکی د اروپايي اتحاديې يو هيواد ته داخل شوی وي، مثلا بلغاريا ته او هلته ورڅخه د ګوتو نښانونه او کوايف (نوم، د زېږېدنې نېټه وغيره) اخيستل شوي وي، او دغه کس وروسته آلمان/جرمني ته ولاړ شي او هلته د پناه غوښتنه وکړي، نو څه کيږي؟ په آلمان کې د پناه غوښتنې د پروسې په پېل کې لا د دغه کس د ګوتو نخښې اخيستل کيږي او د اروپايي اتحاديې په اړونده ډېټا زېرمه کې پسې لټون کيږي. که دغه لټون وښيي چې مثلا دغه کس مخکې بلغاريا کې و، نو د آلمان ادارې په دغه موضوع د خبرېدو څخه وروسته ۳ مياشتې وخت لري چې له هغه هيواد څخه غوښتنه وکړي چې دغه مهاجر بېرته واخلي، چيري چې د مهاجر ګوتې موندل شوي وي. که مثلا آلمان په ۳ مياشتو کې دغه غوښتنه ونکړي، نو مجبور دی چې د دغه مهاجر پناه غوښتنه پخپله پروسه کړي.
عموما لومړی د اروپايي اتحاديې هغه هيواد چيرې چې اول له مهاجر څخه د ګوتو نښانونه اخيستل شوي ول، په دې مکلف دی چې دغه مهاجر بېرته واخلي، کله چې دويم هيواد ورڅخه غوښتنه وکړي. که زموږ د مثال مطابق مثلا بلغاريا آلماني چارواکو ته ووايي چې سمه ده، موږ مهاجر بېرته اخلو، نو آلمان ۶ مياشتې وخت لري چې و بلغاريا ته د دغه پناه غوښتونکي لېږد تنظيم کړي. که د ۶ مياشتو دننه دغه کار عملي نکړلای شي، نو بيا آلمان مجبوره دی چې د دغه پناه غوښتونکي پناه پخپله وارزوي او نور نشي کولای بلغاريې ته يې واستوي.
که پناه غوښتونکی ځان پټ کړي، بيا څه کيږي؟
که يو پناه غوښتونکی و لومړي هيواد ته د لېږدول کېدنې او په دې توګه د ډبلين مقرراتو د پلي کېدنې مخه نيول غواړي او ځان پټ کړي يا په نورو غير قانوني لارو کوښښ وکړي چې بېرته لېږد يې ممکن نه شي، نو د ۶ مياشتو موده په اوتوماتيکه توګه ۱۸ مياشتو ته اوږديږي. يعني بيا آلمان ۶ نه بلکه ۱۸ مياشتې وخت لري چې دغه کس مثلا بلغاريا ته بېرته ولېږي.
د ۶ مياشتو موده کله ۱۸ مياشتو ته غځيږي؟
کله چې چارواکي دې نتيجې ته ورسيږي چې پناه غوښتونکی د ډبلين پروسې له پلې کېدو څخه په تېښته کې دی، نو د ۶ مياشتو موده ۱۸ مياشتو ته زیاتيږي. له اتلسو مياشتو وروسته بيا موده نوره نه غځيږي. يعني اتلس مياشتې يې دمګړی لا هغه حد اکثر دی. بيا به نو هغه هيواد پناه غوښتنه ارزوي، چې پناه غوښتونکی پکښې موجود وي. دا چې ايا اړونده پناه غوښتونکو په تېښته کې دی که نه پر لاندنيو مواردو کې صدق کوي:
ـ که پناه غوښتونکو بېله دې چې چارواکي خبر کړي، خپل د اوسېدو ځای بدل کړي
ـ په هغه ځای کې نور ژوند نه کوي، چې ورته ټاکل شوی و چې دی باي پکښې واوسېږي
ـ که ورته د چارواکو لخوا د ليدنې (ترمين) لپاره بلنه ورکول شوې وي، خو دغه کس حاضر نشي او ورسره تمام ممکنه نه وي
که چارواکو ته شک پيدا شي چې يو کس چې بايد ډبلين شي غواړي ځان پټ کړي، نو ښايي په توقيف (بنديخانې ته ورته ځای) کې يې واچوي، تر څو چې يې هغه اروپايي هیواد ته استوي.
که يو پناه غوښتونکی په غير قانوني لاره د ځان د ډبلين کېدو مخه ونيسي، نو که حتی په دويم هيواد کې پاته هم شي، ښايي د پناه غوښتنې پر پروسه او اعتبار يې دغه موضوع منفي اغېز ولري. له دې کبله بهتره ده چې په خپل سر د اقدام کولو مخکې څوک د پناه غوښتونکو د شورا يا د پناه غوښتونکو لپاره له نورو مرستندويه سازمانونو څخه مشوره واخلي.
ایا د ډبلين مقررات همیشه عملي کېږي؟
نه، که څه هم دا قانوني چوکاټ دی، خو همیشه نه عملي کېږي. ځینې وختونه هېوادونه تصمیم نیسي چې:
ـ د بشري دلایلو له مخې پناه غوښتنه پخپله وڅېړي، حتی که قانوناً بل هېواد مسؤل وي.
ـ دا اختیار د "حاکمیت اصل" له مخې ورکول شوی، چې معنی یې دا ده چې هر هېواد کولی شي پخپله دا پریکړه وکړي چې پناه غوښتنه ومني.
په کومو حالاتو کې یو پناه غوښتونکی نه استول کېږي بېرته هغه هېواد ته چې اول ورته تللی وي؟
دلته څو عام مثالونه:
ـ د روغتیايي ستونزو له امله، که پناه غوښتونکی جدي ناروغي ولري چې سفر ورته خطرناک وي.
ـ د انساني حقونو د نقض احتمال،که ثابته شي چې هغه هېواد (مثلاً یونان یا کروشیا) د پناه غوښتونکو سره انساني چلند نه کوي یا شرایط خراب دي.
ـ که پناه غوښتونکی هلته شکنجه، بد چلند یا غیرانساني شرایط تجربه کړي وي.
ـ که د کورنۍ غړي بل هېواد کې وي او قانون دا اجازه ورکړي چې د کورنۍ یووالي لپاره پناه غوښتونکی هلته پاتې شي.