یؤ سړی کۀ پوره اکاډمۍ!
د څو کلونو راهیسې یې پر فېسبوک څارم، بیا بیا ؤرته حیرانېږم، چې دا دومره ډېر علمي کارونه پۀ یؤازې ځان څوک څنګه کؤلای شي!!!؟
کۀ هره ؤرځ یې ګورم د پښتو ژبې د یؤې نؤې ستونزې د حل فکر ؤرسره ؤي، نۀ د ځینو خلکو پۀ شان پۀ ؤړو ؤړو کارونو کې نښتی اؤ نۀ یې پۀ علمي لحاظ ؤاړۀ کارونه کړي دي؛ زۀ یې شخصیت اؤ نورو علمي کارونو پۀ تړاؤ نۀ غږېږم، یؤازې د پښتو قاموسونو پۀ برخه کې د نومؤړي د کارونو لنډه یادؤنه کؤم؛ دومره ستر خدمت چې د پښتو ژبې د لُغؤي زېرمې د ثبت، غني کؤلو، علمي کؤلو، عصري ټکنالوژۍ ته د ننؤیستلو اؤ انلاین کؤلو پۀ برخه ښاغلي احمد ؤلي اڅکزي کړی دی، پۀ صراحت سره ؤایم، ډېر خلک یې نۀ شي کؤلای، لکه ژبنۍ اکاډمۍ، کله – کله ترې ځینې اکاډمۍ هم عاجزې ؤي.
ښاغلي احمد ؤلي اڅکزي د پښتو ژبې د پرمختګ لۀ پاره د قاموسونه ډاټ کام (https://qamosona.com/) پۀ نوم یؤه برښناپاڼه جوړه کړې، چې هره ؤرځ ؤرڅخه سلګونه اؤ زرګونه زده کؤونکي، ښوؤنکي، محصلین، استادان اؤ څېړونکي د پښتو لُغتونو (ؤیونو) د بېلابېلو معناؤو د پلټنې لۀ پاره ګټه اخلي اؤ پۀ یؤ ؤخت کې د یؤ لُغت بېلابېلې معناؤې په لس – پینځهلس پښتو یؤ ژبیز، دؤه ژبیز اؤ څو ژبیزو قاموسونو کې د سرچینې پۀ ښودلو در پۀ ګؤته کؤي، چې دا کار یؤ څېړونکي سره د څېړنې پر مهال ډېره مرسته کؤي، د ښاغلي اڅکزي په مرسته چې کوم کار پۀ څو ثانیو کې کؤلای شو، زۀ پۀ دې یقین یم، چې هغه پۀ څو څو ؤرځو کې هم نۀ شو کؤلای.
زۀ د پښتو ژبې د یؤ ابتدایي څېړونکي پۀ توګه د ښاغلي احمد ؤلي اڅکزي د پښتو ژبې د انلاین کؤلو اؤ ډیجیټلسازۍ پۀ برخه کې کارونه ډېر ډېر ستایم، خدای دې اوږد عمر اؤ خوشحاله ژؤند ؤرکړي، خدای دې ښاغلي اڅکزي ته د دې خؤارې پښتو پۀ برخه کې د لا نورو ډېرو کارونو د کؤلو ؤس اؤ تؤان ؤرکړي.
ضياءالحق سیند
د ضياالحق سيند ليکنه: يو سړی که پوره اکاډمي
- Details
- Hits: 2