نن (د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۰مه) مو د فاضل استاد محمد اکبر وردګ سره آخري مخه ښه وکړه او پاريس ته نژدې مو د هغه تر نوي کور پورې بدرګه کړ. الله دې يې غرق رحمت کړي. آمين
ډاکټر صاحب د اکتوبر په ۷مه نېټه وفات کړی و.
پر قبر يې د وړاندې شوي وينا متن دلته درسره شريکوم. (تقريبا 5 دقيقې لوست)
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
اِنَّا لِلّٰهِ وَ اِنَّا اِلَيْهِ رَاجِعُونَ
درنو دوستانو،
نن موږ د يو داسې انسان سره مخه ښه ته راغلي يو، چې د پښتو د آسمان يو ځلانده ستوری و. يو داسې ستوری چې روڼا يې نه يوازې زموږ پر ژبه، بلکې زموږ پر زړونو هم خپره وه.
پروفیسور ډاکټر محمد اکبر وردګ، دا نوم له علم، خدمت، تواضع او مهربانۍ سره تړلی نوم دی. زه له مهربان رب څخه شکر ادا کوم چې ماته يې له شلو کالو څخه زياته موده دا موقع راکړه چې د ډاکټر صاحب له مينې، له خندا، له نصيحت او له علمي روښانتيا څخه فيض واخلم. که څه چې موږ په مکاني توګه يو د بل سره د پنځه سوه کلومتره په فاصله و، خو د تليفون او انټرنټ او د ګډو پروژو په برکت تل په تماس کې و. دا چې د ډاکټر صاحب له شفيق او مهربان ږغ څخه نور محروم شوم، نو داسې احساس کوم لکه يوه علمي نړۍ چې چوپ شوې وي، لکه يو قاموس چې د کلمو پاڼې يې وتلې وي. له داسې يو چا محروم شوو چې په عملي او علمي کار يې د خپل لوېدلي ولس د راپورته کولو او سيال کولو لپاره په خاموشۍ او بېله لويو شعارونو او ادعاو خپله هستي وقف کړې وه.
ډاکټر صاحب د پښتو د معياري ليکسيکوګرافي بنسټيز محرک و. هغه پښتو ته داسې قاموسونه ورکړل چې د هر لغت شا ته يې علم، صداقت او مينه ايښې وه. د هغه «پښتو ـ فرانسوي» او «فرانسوي ـ پښتو» قاموسونه، د پښتو ژبې هغه بنسټيزه هنداره ده، چې هر څوک پکې د پښتو علمي ښکلا ليدلای شي. ده نه يوازې لغتونه ليکل، بلکې د يو ملت ميراث، شمتني، عزت او وقار يې خوندي کاوه.
هغه به ويل:
“کله چې د ژوند له واقعيتونو نه ستړی شم، د افغاني شعر او موسيقۍ لمن ته پناه وړم.”
هو، دا هماغه ډاکټر صاحب محمد اکبر ستايلی وردګ و، چې د علم او هنر تر منځ يې پُل جوړ کړی و. يوه خوا د جراحۍ نري وسايل، بله خوا د خوشحال خان خټک خيالونه. يوه خوا د طبي څېړنو سپين کاغذونه، بله خوا د پښتو د قافيو زرين نومونه.
زما لا تر اوسه هم هغه ورځ نه ده هېره چې زموږ د آخري ملاقات وروسته يې راته ليکلي ول:
“تر څو چې سترګې غړوم، تا يادومه.”
زه هم نن ستاسو ټولو مخې ته وايم چې «تر څو چې سترګې غړوم، دی به يادوم.»
د ده د ژوند کيسه له علم او زحمت ډکه وه. له هغه قرآن نه چې پکښې د ده والد صاحب د ده د زېږېدنې نېټه ليکلې وه، خو دغه قرآن پاک ورک شوی و، بيا تر هغو طبي مقالو پورې چې د فرانسې او امريکې په مجلو کې خپرې شوې. د افغانستان د وردګو د يو ماشوم اکبر نه، تر پاريس د پروفیسور ډاکټر محمد اکبر ستايلي وردګ پورې، دا يو اوږد، خو عزتمن سفر و.
هغه به نه يوازې د مريض د درد علاج کاوه، بلکې د بېوسه شاګرد روح ته به يې هم تسکين ورکاوه. خدای خبر چې په کوم شمېر انسانان به وی چې د ده له مهربانۍ، له زړه راوتې خندا، له يوې مشورې يا له مالي مرستې به يې ژوند بدل شوی وي؟
پر انټرنټ د ډاکټر صاحب په تړاو تر يوې ليکنې لاندې يو کس داسې تبصره ليکلې وه:
“هغه راته دوا راکړه، فیس يې وانخيست، خو يو شرط يې کېښود. ويل هره پنجشنبه به ماته حاضري راکوې.» دغه کس چې هغه وخت يو بې وزله محصل و، زياته کړې چې ډاکټر صاحب ورسره هره پنجشنبه مالي مرسته کوله.
دغه جمله د ده ټول ژوند انځوروي: يو طبيب، يو ښوونکی، يو مصلح او يو پلار.
ډاکټر صاحب د شهرت مينهوال نه و. ده به خدمت کاوه، خو اعلان يې نه کاوه. ده به د قاموس پاڼې ليکلې، خو د ځان نوم يې نه ورسره ليکی. له همدې کبله زه په ډاډ او بېله مبالغې وايم:
“دومره خاموش او بې ادعا خدمت لکه ډاکټر صاحب چې پښتو ته کړی، بل هيڅ چا نه دی کړی.”
هو، هغه خاموش اتل و. د قلم مجاهد، د ژبې ساتونکی او د علم صوفي.
زما د فاضل استاد ډاکټر صاحب محمد اکبر ستايلي وردګ يو ځانګړی خوی دا و چې کله به چا د ده ستاينه کوله، نو ده به موسکا کوله او ويل به يې: “زه خو لا زدهکوونکی يم.” دا هغه تواضع ده چې يوازې د عارفانو په برخه وي.
د ده مړينه د يو انسان مړينه نه ده، دا د يو فکر، يو باشعوره نسل او د يو مکتب مړينه ده. خو دا هم رښتيا ده، چې داسې انسانان نه مري. دوی په وفات سره خاورو ته نه ځي، بلکه دوی د خپل علم، خپل مروت، د خپلې مينې او د خپلو علمي آثارو په بڼه زموږ تر منځ ژوندي پاته کيږي.
درنو حاضرينو، موږ تاسو ټول خوشبخته يو چې په يو شکل د اشکالو مو د ډاکټر صاحب سره تعلق درلود او د دغه نسبت پر اساس نن دلته د هغه سره د خدای په امانۍ لپاره حاضر شوي يو. خوشبخته ځکه يو چې موږ زياتې هغه ښې او مثبتې خبرې چې موږ تاسو په کتابونو کې لوستي، د ډاکټر صاحب په عمل کې او د هغه په بڼه په مجسمه توګه ليدلي او له کبله مو پر دغو ښو خبرو باور او اعتقاد زيات شوی او لا قوي شوی دی.
موږ تاسو ټول له زرونو او لکونو نعمتونو څخه برخمن يو چې لامل يې زموږ ستاسو څخه مخکې د تيرو شوو انسانانو زحمتونه، هلې ځلې او د علم و پوهې د ترلاسه کولو او خپرولو لپاره د هغو خدمتونه دي.
ډاکټر صاحب له کم شمېر هغو انسانانو څخه و چې صرف يې د خپل ځان، خپل اولاد او خپلې کورنۍ لپاره خپله پوهه او علم په کار نه و اچولی بلکه ده ته رسېدلي علم ته يې د پور او قرض په توګه کتلي و او خپل ټول ژوند يې د علم د خپرولو او پراخولو لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړې.
موږ تاسو ټولو ته پکار ده چې په خپل ځان کې ياد مثبت اوصاف پيدا کړو او خپلو اولادونو ته د دا ډول اوصافو د خپلولو توصيه او روزنه وکړو.
زه په دې باور يم چې انشالله ډاکټر صاحب به په آخرت هم له برياليو کسانو څخه يو وي. ما پخپله د هغه په شخص کې بېله مثبتو اړخونو بل څه نه و ليدلي.
اې لويه خدایه!
د دې علمي ستوري پر قبر انوار واوروه، دا قبر ورته د جنت له باغچو څخه يوه باغچه وګرځوه. ده ته د خپل ديدار خوږ نعمت ورپه برخه کړه او موږ ته توفيق راکړه چې د ډاکټر صاحب له کار او کردار څخه زدکړه وکړو او په خپل ژوند کې يې عملي کړلای سو. په آخرت مو ورسره په جنت کې يوځای کړه چې پاته مجلسونه ورسره هلته بشپړه کړلای شو. تر هغو يې د جدايي د زغملو لپاره راته صبر جميل راکړه. تر آخرت پورې يې پر ټولو اولادونو د ټولو نعمتونو او برکتونو دروازې راخلاصې کړه.
آمين.
په آخره کې بايد يادونه وکړم چې آغلې وينس وردګ خپل د ژوند مطلق لويه برخه د ډاکټر صاحب تر څنګ د هغه د ژوند د ملګرې، مشاوري، مرستيالې، د هغه د اولادونو د روزونکي او د هغه د کارونو او افکارو د ملاتړې په توګه مصرف کړې ده. ډاکټر صاحب ورڅخه راضي و. الله دې ورڅخه څخه راضي شي. الله دې ورته د ډاکټر صاحب څخه د بېلتون زغملو صبر ورکړي او الله دې يې پر اولادونو برکتونه کړي. آمين