په مهمو هاليووډ فلمونو کې د کيسې د لا ريښتينوالي لپاره ځانګړې ژبې جوړېږي يا په اصطلاح اختراع کيږي. دا ژبې عادي طبيعي ژبې نه وي، بلکې ژبپوهان يې د فلم د نړۍ، کلتور او خلکو له تصور سره سم طرحه کوي. ځينې دا ژبې دومره بريالۍ شوې دي چې مينه وال يې زده کوي، پرې ليکنې کوي او آن خبرې پرې کوي. دلته به يې څو مثالونه درسره شريک کړم. په لاندو راغلو ټولو ژبو کې به درسره د پښتو «ژبه انسانان او نړۍ (نړيانې) سره نښلوي.»
کلينګون ژبه، فلم Star Trek
کلينګون ژبه د ژبپوه مارک اوکرېنډ له خوا جوړه شوې ده. دا ژبه قصداً سخته او نااشنا غږيز جوړښت لري، څو «بېګانه» احساس ورکړي. يوه وجه يې د زياتو ګلوټل غږونو (په حلق/ستونې کې تلفظ کېدونکي) موجوديت هم دی. کلينګون بشپړ ګرامر او قاموس لري. اصلي ويناوال نه لري، خو څو لسګونه کسان پرې روانې خبرې کولی شي او زرګونه يې بنسټيزه پوهه لري.
Hol qoQ ghotpuʼ, qoʼmey HopDaq.
هول قوق غوتپوع، قوعمې حوپډق
ناوي ژبه، فلم Avatar
ناوي ژبه پال فرومر د اېواتار فلم لپاره جوړه کړه. دا ژبه ځانګړي غږونه لري چې په ډېرو ځمکنيو ژبو کې نه شته. ناوي داسې طرحه شوې چې هم بېګانه ښکاره شي او هم د اداکارانو لپاره د زدهکړې وړ وي. دا ژبه اصلي ويناوال نه لري، خو د فلم د مينهوالو ترمنځ ډېر زدهکوونکي لري.
Tìpawm lu tsawkel, ayngaru mì ayrel si.
تيپاوم لُو څاوکېل، ايُوګارنوُ مي ايرېل سي.
دوتراکي ژبه، فلم Game of Thrones
دوتراکي ژبه ډېوېډ جې پېټرسان جوړه کړې ده. دا ژبه د جنګي کوچيانو د کلتور انځور وړاندې کوي او غږيزه بڼه يې سخت او تنده ده. دوتراکي په ناول کې يوازې څو کلمې لرلې، خو د تلويزيوني لړۍ لپاره بشپړه ژبه وګرځول شوه. اصلي ويناوال نه لري، خو مينه وال يې زده کوي.
Lavakh chek asshe yalli ven anni.
لاواخ چک اسهې يال لي فېن اني
هاي واليرين ژبه، فلم House of the Dragon
هاي واليرين هم د ډېوېډ جې پېټرسان له خوا جوړه شوې ده. دا ژبه پېچلی ګرامر لري، لکه د نومونو څو حالتونه او د شمېر بېلابېل ډولونه. په فلمي نړۍ کې دا د زدهکړې او اشرافو ژبه ګڼل کېږي. په واقعي نړۍ کې اصلي ويناوال نه لري، خو د ژبو د مينهوالو ترمنځ ډېره مشهوره ده.
Valyrio sȳz pōntā pōnta pryjataks.
والېريو سيوز پوُنتآ پونتآ پرياتاکس
هېپتاپود ژبه، فلم Arrival
په ارایول فلم کې د بهرني موجوداتو ژبه د ګردو نښو (لوګوګرامونو) په بڼه ده. دا ژبه تر ډېره ليکل شوې ده، نه ويل شوې. د دې ژبې ځانګړنه دا ده چې مانا په يو وخت کې بشپړه څرګندوي، نه په پرله پسې جملو کې. دا ژبه د خبرو لپاره نه کارېږي، خو د فکر او مانا په اړه نوې ژبنۍ پوښتنې راپورته کوي.
دا چې دغه ژبه په لوګوګرامو کې ليکل کيږي او ويل کېدلای نشي، نو ځکه يې دلته مثال نشم راوړلای. لوګوګرام معنا دا چې يو کوچنی رسم ته وروته لوګوګرام د بشپړ لغت معنی ورکوي، لکه «پاچا» يا «لمر« ...
پورته مثالونه ښيي چې خلکو له ځان څخه داسې نوې ژبې جوړې کړي دي چې خپل ځان ته نظام لري. خو له بل اړخه طبيعي ژبې لکه پښتو چې په لسونو مليونه ويونکي لري، تر اوسه د ليکلو يو واحد نظام او طرز نه لري. په انتظار به شو چې هاليووډ کې يو وخت د پښتو ژبې اړتيا پيدا شي او هغوی يې راته معيار وټاکي.
د فلمونو لپاره جوړې شوې مصنوعي ژبې
- Details
- Hits: 6