په وروستیو کلونو کې ډېر افغان کډوال آلمان ته راغلي دي چې پکښې ځوانان، کورنۍ او ماشومان شامل دي. کله چې دوی آلمان ته رسېږي، نو د دوی زيات خپلوان او کورنۍ په افغانستان کې له دوی څخه تمه لري چې ژر تر ژره پیسې ورواستوي. دا تمه ډېره عامه ده او د ډېرو کورنیو لپاره دا ډول فشار یو عادت ګرځېدلی دی.
خو د دې کډوالو ډېری نه کار لري، نه د کار کولو اجازه لري او نه يې آلماني ژبه زده وي. دوی یوازې لږ جېب خرڅ اخلي او د کډوالو په کمپونو کې ژوند کوي. د دې باوجوده، د کورنۍ د فشار له امله ډېر ځوانان اړ کېږي چې د ژبې د زدهکړې پر ځای، یا د مسلکي زدهکړې (Ausbildung) پر ځای، په بېکاره او کم معاش لرونکو کارونو بوخت شي او ډېری وخت دا کارونه غیرقانوني (په تور بازار کې) ترسره کېږي.
دوی کلونه په همدې حالت کې پاتې کېږي، له کمې ګټې کار کوي، پیسې افغانستان ته لېږي، خو نه ژبه زده کوي، نه مهارتونه او نه هم د آلمان په ټولنه او ژوند کې ادغام کيږي. پایله يې دا ده چې دوی د کار په بازار کې ښه دنده نه شي موندلی، نه پرمختګ کوي او نه له فقر څخه راوتلی شي. دا یوه شیطاني کړۍ ده چې نه ختمېږي.
بل اړخ ته، ډېری کورنۍ په افغانستان کې دا نه درک کوي چې دا پیسې په څومره سختۍ لاسته راځي. دوی دا پیسې ډېر وخت په غیرضروري شیانو مصرفوي لکه د غير ضروري واده مراسمو، لباس، موبایل، یا نورو بېګټې مصارفو لپاره. په دې توګه، دوی نه یوازې د دې پیسو اصلي ارزښت نه درک کوي، بلکې د دې پیسو په تمه پاتې کېږي او خپله هڅه نه کوي چې خپل ژوند پخپله ښه او بهتر کړي.
په پایله کې، دواړه خواوې زیان ویني، مهاجر خپل راتلونکی له لاسه ورکوي او کورنۍ په وطن کې د بې مسؤولیتۍ او اتکا ژوند سره عادت او معتاد کېږي. کورنيو ته چې هر څنګه دغه وضعيت تشريح شي، نو هغوی سر نه خلاصوي او نه دغه موضوع درک کولای شي. عامه خبره يې دا وي چې «که د کوکاکولا چښلو پر ځای پيسې موږ ته راولېږي، دلته زموږ ټول کور په چلېدلای شي.»
دا چې له دغه کار څخه پخپله د کوربه هيواد لپاره څومره زيانونه رامنځته کيږي، هغه بيا بله موضوع ده.
که لاسونه او پښې مو کار کوي او ناروغه نه ياست، نو لطفا پخپله خپل د ژوند او کار او روزګار لپاره هلې ځلې وکړئ او خپلو تازه بهر ته رسېدلو خپلوانو ته سپارښتنه وکړئ چې هغوی اول د کوربه هيواد ژبه زده کړي، کوم مسلک زده کړي او ښه کار ځان ته ولټوي، د ماشومانو د درس او تدريس په غم کې شي، نه دا چې د خپل او د خپل اولاد د نس پيسې تاسو ته ولېږي چې تاسو هلته خاني په وږغوئ.
البته زاړه مور او پلار يا مېرمنې او ماشومان چې شاته پاته وي، د هغوی موضوع بل شانته ده. خو په اوږدمهاله توګه د ژبې له زدکړې او مسلکي زدکړو او کار څخه ليرې پاته کېدل په دغه صورت کې هم د هيڅ چا په ګټه خبره نه ده.
که تازه راغلي مهاجر ياست نو خپلې ژبې، مسلکي زدکړو او باعزته کار موندلو ته توجه وکړئ، که په هيواد کې پاته خپلوان ياست، نو که بيخي له فقر څخه په عذاب نه ياست، پرېږدئ چې خپلوان مو اول خپل ځان ته په کوربه ټولنه کې ځای او کار پيدا کړي.