طنز، صرف د بالغانو لپاره...
د درو کسانو مجلس و. يو کس لګيا و په افغانستان کې يې د اوسني واکمنانو لپاره او دويم کس لګیا و د مخکني جمهوريت د سياستوالو لپاره يې په خرپ سره پرتوګونه ګنډل. د دريم بېطرفه کس ورته زړه تنګ شو او ورڅخه د ولاړېدو پر وخت يې وويل: «ښه وخت سره ولرئ.» هغو نورو ورباندې مخونه راواړول او پوښتنه يې وکړه: څه مطلب؟
دريم کس ورته وويل:
په غرب کې د دوو نارينه‌ همجنسبازانو واده و او کله چې د دغې خوښۍ په محفل کې د تحفو وړاندې کولو وخت راغلی، نو د زومانو څخه د يو زوم انا/انيا رامخته شوه. د هغې د ځوانۍ په وخت کې داسې څه ممکن او حتی د تصور وړ نه ول. خو د لمسي سره د مينې په خاطر يې ورته راوړې تحفه وړاندې کړه او ورته ويې ويل: «يو د بل سره ښه وخت ولرئ...» د دغې خبرې سره لږ شانته وارخطا شوه او لږ شانته وشرمېدله، لکه په ذهن کې چې يې د دوی د مصروفياتو په هکله پوښتنه راغلې وي او يا يې جواب سترګو ته د انځور په شکل درېدلی وي. بيا يې په وارخطايي وویل: «يو د بل سره ښه وخت ولرئ،...(لږ وقفه، وارخطايي او بيا)... اوف خدایه ... په هر هغه څه کې چې سره کوئ يې.»
نو زه هم ميدان در پرېږدم او تاسو ته په هر هغه څه کې ښه وخت غواړم چې سره واياست او سره کوئ يې.