په لومړي سر کې د کوټې د درنې پښتو اکاډمي نوې درنې کابينې ته د ټاکل کېدنې مبارکي وايم. په دويم قدم کې غواړم چې د پښتو ژبې د يو مينهوال او شاګرد په توګه د کوټې درنې پښتو اکاډمي ته په دغه پرانستي ليک کې يو څو عاجزانه وړانديزونه وکړم.
۱. انټرنټي حضور پراخول
د کوټې درنه پښتو اکاډمي باید خپله وېبپاڼه په غوره توګه فعاله کړي او د دې لپاره فعاله تبلیغات وکړي چې خلک د دغې پاڼې له موجوديت څخه خبر شي. هغه جریده چې اکاډمي يې چاپوي، په ډیجیټل بڼه کې بايد د اکاډمي پر پاڼه هم موجوده وي. يوه لاره يې دا ده چې له دغې مجلې څخه مقالې وخت په وخته پر دغه پاڼه خپرې کړل شي او بيا يې لينکونه په فيسبوکپاڼه کې شريک کړل شي. د دې تر څنګ دې ټول هغه کتابونه چې اکاډمي چاپ کړي(يا خطي نسخې چې ورسره دي)، په PDF بڼه واړول شي او د اکاډمي پر انټرنټپاڼه دې د آنلاين لوست او د ډاونلوډ لپاره وړاندې کړل شي.
پر انټرنټ د خپل حضور پراخولو کې بايد پر ټولنيزو رسنيو د خپل فعاليت زياتول شامل وي. د پښتو اکاډمي فیسبوک پاڼه باید په منظمه توګه فعاله او په اړوندو موادو سره تازه وساتل شي. وېبپاڼه او فیسبوک پاڼه باید یو له بل سره ونښلول شي چې مواد يې په اسانۍ سره شریک او اعلان شي. باید په فیسبوک او نورو پلټفارمونو (ايکس، انسټاګرام...، يوټيوب) کې ځانګړي تبلیغاتي هڅې وشي، چې د وېبپاڼې مواد، لکه مقالې او غونډې... مشهورې شي. له يادو ټولنيزو رسنيو څخه هر يو خپل ځان ته بنيادي اصول او خپل هدفي کاروونکي (ټارګټ ګروپونه) لري چې د دغو هدفي ډلو د عمر، ذوق او سويې سره برابر ورته په غوره توګه پښتو ادبي مواد خپاره کړل شي.
۲. د ډیجیټل کولو يا ډيجيټلايزېشن په اړه د معلوماتي غونډو او ورکشاپونو تنظیم
د کوټې پښتو اکاډمي باید په منظم ډول د ډیجیټل کولو په اړه معلوماتي غونډې او ورکشاپونه تنظیم کړي، خپل غړي له نوښتونو څخه خبر او په ډيجيټل موضوعاتو کې وروزي. دا کار د آنلاين غونډو له لارې هم ممکن دی. هدف به يې په اول قطار کې د اکاډمي غړي، ليکوالان، خبريالان او نور علاقمند خلک وي. کله چې پخپله په اکاډمي کې دننه په غړو کې د ډيجيټلايزېشن په هکله درک او پوهاوی زيات شي، نو بيا اکاډمي په دغه برخه کې خپل لومړيتوبونه تعريف کولای او تعقيب کولای شي.
۳. د ماشومانو لپاره د ادبیاتو پراختیا او ملاتړ
د يوې ژبې مړينه هغه وخت پېليږي، کله چې يې ماشومان نور د زدکړې امکانات ونلري او تعلق يې په ورو ورو ورسره پرې شي. د پښتو ژبې سره د ماشومانو د تعلق لا کمېدلو د مخنيوي لپاره بايد چې د ماشومانو د اړتياوو او ذوق او د اوسني عصر له شرايطو سره برابر ورته مواد برابر کړل شي. په اکاډمي کې باید په منظم ډول د ماشومانو د ادبیاتو په اړه غونډې وشي چې په کې د نورو ژبو او کلتورونو بېلګې وړاندې او د ماشومانو لپاره ځانګړې غونډې او پروګرامونه جوړ شي. اکاډمي باید په پښتو ژبه کې د ماشومانو د موجوده ادبیاتو یوه ارزونه وکړي او د دې کیفیت او کمښتونه وڅېړي. يو مقصد به يې دا وي چې د اکاډمي غړي وهڅول شي چې په پښتو ژبه کې د ماشومانو لپاره ادبیات ولیکي او په دې برخه کې نوښتګرې پروژې پیل کړي. د ماشومانو لپاره د ادبياتو په تړاو د ادبي ظرفيتونو لوړول هم بايد يو هدف وي. د ماشومانو لپاره محتوا هم په وېبپاڼه او فیسبوک پاڼه کې خپره شي چې ځوان نسل ته ورسیږي.
۴. اوږدمهاله هدفونه: ملي او نړیواله همکاري
پښتو اکاډمي کولای شي له نورو سازمانونو، موسسو او اکاډميو سره په ډیجیټل پروژو کې ګډون وکړي، لکه د ژبې پروسس، ای-لرنینګ، یا ډیجیټل او اوپن سورس ارشیف جوړول... په دې برخه کې د پاکستان يا له پاکستان څخه بهر د نورو ورته ادارو د کارونو په تړاو معلومات کول بايد له لومړنيو ګامونو څخه وي. د هغه وروسته بیا د کوټې پښتو اکاډمي پرېکړه کولای شي چې په دې برخه کې په کومه اندازه کار کولای شي يا تر کومې اندازې ورته سهولتکاره جوړېدلای شي.
۵ ـ د ادبي سياليو انعقاد
د پښتو اکاډمي کولای شي چې هر کال په بيلو ادبي برخو کې په زياته د ځوانانو او پیغلو تر منځ سيالۍ جوړي کړي او انعامونه او تعريفي سرټفيکېټونه وويشي. د دې ګټه به دا وي چې ځوانان او پيغلې به د پښتو ليک لوست او د پښتو ادب سره تعلق جوړولو او ساتلو او په همدې راز پاللو ته وهڅول شي. په دې تړاو مقدماتي او تعقيبي غونډې هم آنلاين منعقد کېدلای شي.
۶ ـ غړيتوب د عملي کار سره مشروط او مربوط کول
د کوټې درنې پښتو اکاډمي ته به زما يو بل عاجزانه وړانديز دا وي چې خپل ټول غړي په کال کې په تعريف شوو او معلومو کارونو، وظايفو(دندو) يا د انګرېزي په اصطلاح آوټ پُټ مکلف کړي. دا به ښايي هم د ظرفيتونو د لوړېدو لامل شي او هم به د اکاډمي پر اکاډمیک او ادبي «آوټ پُټ» مثبتې اغېزې ولري. په دې لړ کې د مثال په توګه د هر غړي لپاره يو شانته کاري حساب/اکاونټ/فولډر/فايل جوړېدلای شي چې د اکاډمي لپاره د هغه د عملي کارونو ريکارډ ساتي. دا به د غړو تر منځ هم د مثبتې کاري سيالۍ سبب شي او هم به د دې مخه نيسي چې صرف پر څو اوږدو د کار بار پروت وي.
۷ ـ د ښځينه غړو راجلبول
د پښتو اکاډمي له مهمو اهدافو څخه يو بايد دا واوسي چې نه يوازې په خپل جوړښت کې زياتې مېرمنې راجذب او جلب کړي بلکه په مجموع کې د پښتو او ادبي ډګر هغه موضوعاتو ته زيات انعکاس ورکړي چې د مېرمنو سره ربط لري.
زما د وړانديزونو له لوستلو څخه يوه نړۍ مننه.
احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۴ کال د دسامبر لومړۍ نېټه
د کوټې پښتو اکاډمي ته پرانستی ليک
- Details
- Hits: 4