په هغو ژبو کې چې يوه مشترکه لهجه نه لري، پکښې د ماشومانو لپاره د ویډیوګانو یا ږغيزو موادو تولیدول یوه لويه ننګونه وي. دا ځکه چې ماشومان ممکن یوازې د خپلې کورنۍ په لهجه پوه شي او د نورو لهجو سره يې تجربه يا خو ډېره کمه وي او يا له سره يې ورسره هيڅ تماس نه وي اوسېدلی. دا ستونزه په ځانګړې توګه د هغو ماشومانو لپاره جدي ده چې د بې ځایه کېدو له امله له خپلو اصلي ټولنو څخه ليري شوي دي. لکه په ملينونو هغه پښتانه ماشومان چې له پښتني چاپيريال څخه دباندې رالوييږي او په اکثرو مواردو کې يوازې د خپلې کورنۍ سره په پښتو ژبه خبرې کوي.
دا ستونزه ماته هغه وخت ښه روښانه شوه، کله چې ما له نن څخه لس کاله تر مخه د پښتو ژبو ماشومانو لپاره د نکلونو يوه وېبپاڼه «kochnai.com» چلول پېل کړل. په لومړي سر کې لا د دغې پوښتنې سره مخامخ شوم چې نکلونه په کومه املا آنلاين شي او په کومه لهجه ثبت شي؟ زه هغه وخت دې نتيجې ته ورسېدم چې د امکان تر حده هر نکل بايد په څو لهجو کې ثبت شي. بيا چې کله مور او پلار په خپلو اولادونو دغه نکلونه اوري، نو ورڅخه د خپل ماشوم لهجه انتخاب کړلای شي. خو د دغه کار لپاره زما سره اړين امکانات او مرسته کوونکي نه ول. نور څوک مې پيدا نه کړلای شوای چې په نورو لهجو راته نکلونه ثبت کړي. نو زه مجبور وم چې نکلونه په خپل ږغ کې ثبت کړم او معلومه خبره ده چې زما په لهجه به ټول ماشومان نه پوهېدل يا به نه په پوهيږي.
د کومې ستونزې او سوال سره چې زه مخامخ وم او يم، ښايي ټول هغه کسان چې په پښتو ژبه د ماشومانو لپاره ويډيويي يا ږغيز مواد ثبتوي، مخامخ وي. خو د دغې ستونزې حل به څه وي؟ ماشومانو ته په کومه لهجه ويډيويي او ږغيز مواد برابر کړو؟ هغه داسې چې زموږ ماشومان په نورو ژبو د ادبي تنده ماتولو پر ځای په خپله ژبه د خپلې ټولنې د ارزښتونو سره سمو موادو ته آسانه او وړيا لاسرسی ولري؟
زما په عاجز نظر د د ستونزې ممکنه حل لارې دا کېدلای شي:
د یوې عام فهمې لهجې ټاکنه:
که څه هم د یوې مشخصې عام فهمې لهجې غير موجوديت یوه ننګونه ده، خو که یوه عام فهمه بڼه یا د امکان تر حده ټولو نورو لهجو ته نژدې يوه لهجه وټاکله شي نو ښايي دا ګټور اقدام وي. ممکنه ګټه به يې دا وي چې ماشومان له بېلابېلو لهجوي شالیدونو وروسته له یوې مشخصې او عام فهمې لهجې سره عادت پيدا کړي او په پوهېدو يې پېل وکړي. دا کار کولی شي د ژبني یووالي او متقابل تفاهم فرصتونه هم زیات کړي. البته دا خبره تر تيورۍ پورې منطقي ښکاري، خو عملي کول يې ښايي د ناممکنيت پورې په پښتو کې ستونزمن کار ځکه وي، ولې چې تفاهم ته رسېدل په زياته د دغې ژبې د ويونکو له قوي نقاطو څخه نه شمېرل کيږي.
د اورېدو مهارت او د ماشومانو حوصله:
خو له بلې خوا باید دا هم په نظر کې ونیول شي چې ژبه تمرین ته اړتیا لري او که ماشومان د یوې لهجې سره نااشنا وي، نو هغوی ته به د «ټاکل شوې عام فهمې لهجې» اورېدل په زياته په آغاز کې ستونزمن وي. ډېری ماشومان دا حوصله نه لري چې داسې څه ته دوام ورکړي چې سمدلاسه یې نه شي درک کولی. نو که ویډیو یا آوډیو له پیل څخه ورته سخته ښکاره شي، امکان لري چې پام یې ورڅخه واوړي او پکښې لېوالتيا له لاسه ورکړي.
د بصري جذابیت رول:
په هر حال، باید یادونه وشي چې ماشومان ډېر کله د هغوی د مورنۍ ژبې برعکس، حتی په داسې ژبو کې هم کارتونونه او ویډیوګانې ګوري چې هغوی نه په پوهېږي. د بېلګې په توګه موږ تاسو وينو چې ډېری زموږ ماشومان د انګلیسي کارتونونه ګوري، سره له دې چې انګلیسي یې نه وي زده. دا ښکاره کوي چې د محتوا بصري جذابیت، د داستان بڼه او د کرکټرونو بڼه او حرکتونه کولای شي د ژبني خنډونو په کمزوره کولو کې مهم رول ولوبوي.
د مور او پلار ملاتړ:
که د ماشومانو لپاره متون وي او که بصري يا سمعي مواد وي، په پښتو کې يې تشه ډېره لويه ده. د دغې تشې ډکول ښايي د يو واحد شخص يا محدودې حلقې لپاره ممکن نه وي، په زياته پر هغه د توليد مخکې د لا ناحل شوو سوالونو د جوابولو بار هم واچول شي. دلته له شته موادو څخه بيا هم د پښتو ويونکو ماشومانو لپاره د حد اکثر ممکنه ګټه پورته کولو لپاره مور او پلار مهم رول لوبولای شي. هغه داسې چې د مثال په توګه د متن لوستلو پر وخت ورسره کومک وکړي او هغه لغتونه يا د تلفظ طرزونه چې ماشومان ورسره نابلده وي، په غوره توګه ورته تشريح کړي.
مينه په تګ راتګ سره زياتيږي:
د دې لپاره چې پښتو ژبې ماشومان د خپلې ژبې د نورو لهجو سره هم آشنا شي نو پکار ده چې کورنۍ يې صرف د خپل خيل او قبيلې پورې اړيکې محدودې نه کړي، بلکه د نورو سيمو، قبيلو او لهجو د خلکو سره کورنۍ تګ راتګ ولري. د دې تر څنګ په دغو ملاقاتونو کې پر ماشومانو ټينګار وکړي چې په پښتو ژبه يو د بل سره خبرې وکړي. دا هم د دې لامل کيږي چې ماشومان د خپلې کورنۍ څخه دباندې لهجې هم وپېژني او ورسره عادت شي.
لکه زما يو کونړي ملګري راته کيسه کوله: «زوی مې راته ويل چې څلور ژبې يې زده دي. ما ورڅخه پوښتنه وکړه چې کومې ژبې؟ هغه راته ويل چې آلماني، انګرېزي، پښتو او کندهاري.»
له غير سالم انتقاد څخه ډه ډه:
په پښتو ژبه کې د وخت او عصر د غوښتنو سره سم د ماشومانو د ادبي، ښوونيزو او روزنيزو موادو تشه دومره لويه ده، چې د ګوتو په شمېر څو کسان چې په دغه برخه کې کار کوي، د هغوی حوصله افزايي پکار ده. نه دا چې ورباندې په ټاپه وهلو يا غير سالم انتقادونو د هغوی زړه له کار څخه بد کړل شي. د اصلاح او سالم انتقاد لپاره د اصلاح غوښتونکي او انتقاد کوونکي ژمنتيا ډېره اړينه ده چې پخپله به پکښې عملي برخه اخلي. صرف په زباني جمع خرڅ د اصلاح راتلل مشکل وي.
د نورو ژبو تجربې:
په هغو ټولنو کې چې لهجوي تنوع لري بېلابېلې لارې کارول شوي دي:
د معیاري ژبې رامنځته کول:
ځینې ژبې هڅه کوي یوه معیاري بڼه رامنځته کړي چې د ټولو لهجو ترمنځ د تفاهم وسیله شي.کوم
لهجوي تنوع منل:
په ځینو ټولنو کې، لهجوي تنوع منل شوې او هڅه کېږي چې ماشومان له بېلابېلو لهجو سره اشنا شي ترڅو د تفاهم وړتیا یې لوړه شي.
د ژباړې او تطابق کارول
په ځینو مواردو کې مواد داسې ژباړل یا تطابق کېږي چې د بېلابېلو لهجو ویونکو ته مناسب شي.
په پای کې بايد ووايم چې دا ډېره مهمه ده چې د ماشومانو لپاره د ادبي توکو د توليد پر وخت ژبنۍ اړتیاوې په پام کې ونیول شي. بايد هڅه وشي چې هغوی ته داسې مواد وړاندې شي چې د هغوی د پوهېدو وړ وي او د هغوی په ژبنیز او کلتوري پرمختګ کې د هغوی ملاتړ وکړي.
احمد ولي اڅکزی، د کوچنې ټکی کام چلوونکی
د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۱۲مه نېټه
د ماشومانو لپاره اوډيويي او ويډيويي مواد بايد په کومه لهجه وي؟
- Details
- Hits: 4