په نړۍ کې دمګړی تر ۷۰۰۰ څخه زياتې ژبې ژوندۍ دي چې ورڅخه د ګوتو په شمېر ژبې د اکثريت انسانو لخوا ويل کيږي. په ژوندیو ژبو کې داسې ژبې هم شته چې د اکثريت نورو ژبو په پرتله ډيرې سختې مغلقې او مشکلې دي. په دغو ژبو عموما ډېر کم او په ليرې پرتو سيمو يا ځنګلونو کې اوسېدونکي انسانان خبرې کوي. د موجوده څېړنو له مخې د نړۍ له ټولو ژبو څخه له غږيز اړخه تر ټولو مشکله ژبه د ǃXóõ ژبه ده چې ورته د Taa نوم هم کارول کيږي. په پښتو ورته چِکسوُ ويلای شو.
د چِکسوُ ژبه د سویلي افریقا د ځینو قبایلو ژبه ده چې د هغې د غږونو او فونيمونو تنوع، ټونل سیستم او کليکي غږونه یې د ځانګړي پیچلتیا لامل ګرځیدلي دي.
د فونيمونو ځانګړتیا او د غږونو توپیر
په هره ژبه کې د غږونو او فونيمونو سیستم ځانګړی اهمیت لري. خو د ǃXóõ ژبه هغه ژبه ده چې له ډیرو ژبو سره توپير لري. په عادي ډول، ډېری ژبې ۴۰ تر ۵۰ پورې فونيمونه/غږونه/ږغونه لري، خو په ǃXóõ ژبه کې دا شمېر ۱۶۴ ته رسیږي. د دې ډېرو فونيمونو موجوديت، زده کړه او د مختلفو غږونو ترمنځ توپير د ډېرو زده کوونکو لپاره د نه منلو وړ زيات ستونزمن کوي. د دې ژبې زده کوونکي باید هر يو غږ او د غږنو تر منځ توپير زده او تمرين کړي. دا کار حتی د تجربې لرونکو ژبپوهانو لپاره هم یوه زښته لويه ننګونه ده.
ټونل سیستم: د یو لغت ګڼې ماناوې
په ǃXóõ ژبه کې، ټونل سیستم هم کارول کیږي چې مانا د غږ او ټون له لارې بدلوي. دا سیستم د چينایي ژبې سره ورته دی، چې د "ما" کلمه په څلورو ټونونو سره ویل کیدای شي او هر ټون بېله مانا لري:
Mā (ما) - مور
Má (ما) - هوسا
Mǎ (ما) - اس
Mà (ما) - ملامت کول
په ورته توګه، په ǃXóõ ژبه کې هم ټونل سیستم شته او د دغې ځانګړتيا زده کول د یو بهرني زده کوونکي لپاره ډېره لويه پیچلتیا را منځته کوي.
کليکي غږونه: د ǃXóõ ژبې د ځانګړتیا لامل
د ǃXóõ ژبه د کلیکي غږونو په پراخه ډول کارولو سره مشهوره ده. کليکي غږونه په بېلابېلو ژبو کې شته، خو په ډېر لږ شمېر کې. خو په ǃXóõ ژبه کې له دې غږونو څخه په پراخه کچه ګټه اخيستل کیږي. کليکي غږونه هغه غږونه دي چې د ژبې او خولې د مختلفو برخو ترمنځ د هوا د خلاصولو له لارې رامنځته کیږي او مختلف ډولونه لري، لکه "ǃ" او "ǂ" غږونه. دا چې ايا په پښتو کې هم کليکونه شته که نه، زما په يوه زړه ليکنه کې يې (لومړۍ تبصره کې) لوستلای شئ. که په چِسکوُ ژبې خبرې اورېدل غواړئ، نو يې هم لينک په لومړۍ تبصره کې موندلای شئ.
نو که ستاسو زړه ته يو وخت درګرځېدلې وي چې ستاسو ژبه مشکله ده، د چِکسوُ ژبه درپياد کړئ. که چِسکوُ ته وګوري نو اکثريت انسانانو ته به خپلې ژبې نهايت آسانه معلومې شي.
انسانان ښکلي او ژبې يې ښکلي دي. زما په فکر اول خپله ژبه او تر څنګ يې د نورو ژبې زده کول او بيا ټولو خلکو او د هغوی ژبو او بېلابېلوالې ته احترام کول له تر ټولو غوره انساني خصوصياتو څخه يو دی.
احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۴ کال د نوامبر ۱۴مه نېټه
ماخذ:
Traill, Anthony. 1985. Phonetic and Phonological Studies of ǃXóõ Bushman. Hamburg: Helmut Buske Verlag
د نړۍ تر ټولو مشکله ژبه کومه يوه ده؟
- Details
- Hits: 4