په داسې حال کې چې حکومتونه بدليږي رابدليږي، دولت او دولتي ادارې تل پر ځای پاته وي. مثلا وزير بدليږي، خو لوړ رتبه مامورين چې په اصل کې اړونده ټوله څانګه يا وزارت چلوي، هغوی پر ځای پاته وي. همداسې نورې دولتي ادارې پياوړو، لايقو او ازمويل شوو نخبه ګانو ته اړتيا لري چې ادارې د هيواد او ولس په ګټه په سمه او وړ توګه وچلوي.
هغه کسان چې په پاکستان کې پر لوړو دولتي وظايفو مؤظف دي يا مؤظف پاته شوي دي او زه يې پېژنم، بېله دې چې مبالغه وکړم، ويلای شم چې بېله استثنی دغه ټول کسان انتهايي ډېر لايق او غيرعادي زحمت کښه ول (هغه چې ما د دولتي وظايفو له پېل مخکې لا هم پېژندل).
ښايي له همدې کبله ويل کيږي چې په پاکستان کې د مهمو دولتي ادارو چلوونکي ډېر لايق او په خپله شعبه کې غوره کسان وي. دا ځکه چې د هغوی انتخاب د يو وزير، سياسي کس يا بل شخص يا ډلې لخوا نه کيږي، بلکه له هغوی څخه د نړۍ يو له تر ټولو سختو امتحانونو څخه يو امتحان اخيستل کيږي. د CSS امتحان پاس کوونکي د دغه هيواد ادارې چلوي. هغه د اسمعيل شاهد په خبره «هسې ګپ نه دی» بلکه تر شا يې يو فعال او پياوړی نظام ولاړ دی.
د CSS امتحان څه شی دی؟
په پاکستان کې د CSS ازموینه یوه مهمه او د لويي سيالۍ سره تړلې دولتي ازموینه ده چې د دغه هيواد د فېډرالي حکومت له خوا اخيستل کېږي. دا ازموینه د هغو ځوانانو او پيغلو لپاره ده چې غواړي په ملکي برخه کې د حکومت لوړ پوړي مامورین شي، لکه ډي سي، اېس پي (امنيه قومندان)، ډي ايس پي، سفیر، د مالیې افسر، او داسې نور. دا ازموینه هر کال د فېډرل پبلک سروس کميشن يا FPSC لخوا اخیستل کېږي.
په پاکستان کې هر کال تر ۲۰ زرو څخه زيات ځوانان او پېغلي دغه امتحان ورکوي خو ورڅخه صرف درې فيصده يې بريالي کيږي.
د CSS ازموینې رېښې د انګرېز د وخت د «انډین سول سروس» څخه راپاتې دي. کله چې پاکستان په ۱۹۴۷ کې جوړ شو، نو حکومت یو خپل اداري نظام جوړ کړ. د CSS ازموینه د ۱۹۵۰م کلونو شاوخوا کې پېل شوې وه چې تر نن پورې روانه ده.
د دغې ازموينې لپاره چمتو والی نيول خورا زيات ذهانت، حوصله او خواري غواړي. زه به د دغه پوست په تبصرو کې ستاسو سره د اړوند امتحان د شفاهي برخې يوه تمثيلي بېلګه شريکه کړم. لطفا خامخا يې وګورئ او بيا له ځان څخه پوښتنه وکړئ چې ايا د دغې نجلۍ سره د يو بل داسې هيواد کوم لوړپوړی چارواکی بحث يا سيالي کولای شي چې په واسطو تر چوکۍ رسېدلی وي؟
د CSS ازموینې لپاره شرطونه
۱. د پاکستان تابعیت درلودل ضروري دی
۲. عمر باید لږ تر لږه ۲۱ کاله او تر ډېره ۳۰ کاله وي (ځینې کسانو ته لکه د قبایلو غړو یا بلوڅانو ته څو کاله رعایت ورکول کېږي)
۳. لږ تر لږه د بېچلر يعني لیسانس سند باید ولري
۴. یواځې درې ځله دا ازموینه ورکولای شې
۵. روغ صحت او پاک کردار هم ضروري دي
د CSS ازموینې جوړښت
دا ازموینه څو پړاوونه لري:
۱. لیکلې ازموینه:
دا ۱۲۰۰ نمرې لري. له دغو څخه ۶۰۰ نمرې د اجباري مضمونونو دي، لکه انګلیسي، د پاکستان مطالعه، اسلامیات او عامه معلومات. بيا
ورڅخه ۶۰۰ نمرې د اختیاري مضمونونو دي چې محصل یې پخپله انتخابوي (لکه اقتصاد، تاریخ، ساینس، قانون، کومه ژبه او نور)
۲. رواني ازموینه:
دا ازموینه دا معلوموي چې محصل له رواني او ذهني لحاظه مناسب دی که نه
۳. مرکه یا انټرویو:
دغه برخه ۳۰۰ نمرې لري او پکې د شخصیت، پوهې، او اخلاقو ارزونه کېږي
کله چې څوک CSS امتحان کې بريالی شي نو کومو ادارو ته ورځي؟
بشپړ کامیابه کسان بیا د حکومت په بېلابېلو ادارو کې شاملېږي، لکه:
Pakistan Administrative Service (PAS):
دلته بريالي شوي د ضلعې افسر (ډي سي)، اسسټنټ کمېشنر یا نورو لوړ پوسټونو ته استول کيږي.
Police Service of Pakistan (PSP):
دلته بريالي کانديدان د پولیسو افسران شي، لکه DSP (ډي ايس پي)، SP (اېس پي)، او وروسته DIG، IG ته هم پورته کېږي.
Foreign Service of Pakistan (FSP):
دغه څانګه کې بیا فارغين سفیران کېږي او د نورو هیوادونو لپاره کار کوي.
Inland Revenue Service (IRS):
دلته بيا د مالیاتو راټولولو ادارو کې افسران شي.
Customs Service:
دغه برخه کې بيا د ګمرک (Custom) د ادارو افسران شي.
Audit and Accounts Service:
دغه څانګه کې بيا بريالي شوي د حکومت د پیسو او حسابونو د څارنې ادارو کې کار کوي.
د يادو ادارو تر څنګ بريالي شوي کسان نورو مهمو اداري پوستونو کې ګومارل کيږي. ټول دغه کسان نه صرف د پاکستان بلکه د ټولې نړۍ او هراړخيزو معلوماتو څښتنان او پراخه مطالعه لرونکي وي.
لکه څنګه چې وينو نو همدغه کسان په اصل کې د پاکستان ادارې چلوي. د کار کولو وړتيا او لياقت يې ازمويل شوی وي او ټاکنه يا غوراوی يې د معلوم پروسيجر او سيالۍ له لارې وي. ډېره مهمه دا چې پکښې واسطه نه چليږي. خو دا چې بيا وروسته په ادارو کې معلومې او پېژندل شوي ستونزې بيا هم پر ځای پاته کيږي يا رامنځته کيږي، هغه جلا خبره ده. مقصد لوړپوړي چارواکي يې بې واسطې او په خپل لياقت او خواري دغه چوکۍ ته رسېدلي وي.
ستاسو يا ستاسو د استوګنې په هيواد کې لوړپوړي اداري چارواکي څنګه ټاکل کېدل او څنګه ټاکل کیږي؟ په دې اړه به معلومات تاسو د تبصرو په برخه کې راسره شريک کړئ.
احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۵ کال د اګست ۳مه نېټه