د «ويت» لغت ما د کندهار/کوټې/اڅکزو له خلکو د «ويته خوله» په مرکب کې اورېدلی و. زه نه وم ډاډه چې ايا په نورو لهجو کې هم دغه لغت په دغه معنی شته او که نه. خو کله چې مې قاموسونه وکتل او د دوستانو نظرونه مې ولوستل نو پوه شوم چې په نورو لهجو کې هم دغه لغت او په زياته د «خولې/خُلې» سره مستعمل دی. البته په قاموسونو کې چې کومه معنی راغلې ده، هغه زما د احساس له مخې د هغې معنی سره چې ما له دغه لغت څخه اټکل کول لږ بېله وه. له «ويته خولې» څخه ما دا معنی اخيستله چې د زاره ترکۍ، غم، په هغه آخري سټېج کې د يو چا خوله ويته کيږي. ما په پښتو قاموسونو او ديوانونو کې لاندې مشاهدات وکړل:
په پخواني شعري ديوانونو کې مې دغه لغت پيدا نکړلای شوای. صرف د غني خان په يو شعر کې مې وموند چې وايي:
خوله کږه وږه، لويه، اوږده اؤ وازه ويته
زر دې زړگے خور شی دونکاچه کړې راپليته
نژدې ټولو پښتو قاموسونو کې د «ويت» لغت راغلی دی. لکه په درياب کې:
ويت
[ويت] · اسم صفت
پلن، ارت، پرانستی، واز، کړتو، قړتو، مؤنث ويته جمع مؤنث ويتې
چينګه
[چينګ - ګه] · اسمِ صفت - واحد - مؤنث
وازه، ويته، چې نه راټوليږي، خلاصه، نيمه وازه، ورانه
شيته
[شي-ته] · اسم-مؤنث
ديوې مؤنث، ويته خله، وازه خله
چينګه خوله
[چينګ - ګه - خوله] · اسمِ صفت - مرکب
وازه خوله، ويته خوله، خنداګلی، چينګې داړې، (٢)دَ بې وسي څرګندونه، شرمېدنه
په سانسکريت کې ما يو وخت دې ته ورته لغت موندلی و چې معنی يې هغه زما د احساس (د کندهارۍ لهجې د استعمال) ته ورته وه.
په سانسکرېت کې vyathA (व्यथा) د غم، درد او اضطراب معنا لري او له vyath ریښې څخه راځي چې اصل معنا یې “لړزېدل، ګډوډېدل او په بدن او ذهن کې ټکان خوړل” ده. په پښتو کې هم “ويت/ويته” په ډېرو قاموسونو کې د “واز، پرانیستی، پلن، خلاص” په معنا راغلی او کله چې له خولې سره راځي لکه “ويته خوله، چينګه خوله، شيته خوله”، نو یوازې فزیکي خلاصه خوله نه ښيي بلکې د انسان هغه حالت هم څرګندوي چې ډېر وارخطا، بې وسه، شرمېدلی یا له ټکان سره مخ وي او دا په څېره کې ښکاري. همدا وجه ده چې “ويت” دوهمه معنا هم اخلي لکه “بې حيا/بې شرمه/بې ادبه”، ځکه په ډېرو ژبو کې “خلاص/بې تړاوه” په استعاره کې “بې بندوباره” ته ځي. نو د سانسکرېت vyathA او د پښتو ويته خوله ترمنځ قوي معنايي تړاو شته، دواړه د داسې رواني فشار یا درد تصویر ورکوي چې اثر یې په بدن کې ښکاره شي، خو دا چې دا به خامخا مستقیمه تاریخي اړیکه وي، هغه لپاره لا نور غږیز او تاریخي شواهد پکار دي.