اوس مهال د Common Voice په پروژه کې د پښتو ژبې شاوخوا ۲۱۷ ساعته غږونه ثبت شوي دي(د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۵مه نېټه). دا یو ښه پیل دی، خو که وغواړو چې کمپیوټر زموږ پښتو خبرې (له متن څخه د لوستلو پر وخت) په سمه توګه وپېژني، نو لا ډېرو موادو ته اړتیا لرو.
د غږ پېژندنې کیفیت د WER په نوم یوه اندازه ښيي. WER یعنې «د غلطو کلمو اندازه». که له لسو جملو دوه غلطې وي، دا مانا لري چې سیستم شاوخوا ۸۰ سلنه سم کار کړی دی. هر څومره چې د WER يعني د غلطيو دا شمېر ټیټ وي، هغومره د سیستم دقت او کېفيت لوړ وي.
د اوسني ۲۱۷ ساعتونو غږونو سره، کمپیوټر یوازې د لوستل شوو جملو یوه برخه سم درک کولای شي، خو کله چې خلک عادي خبرې کوي، تېروتنې ډېرې کېږي. که وغواړو چې د سیسټم دقت ښه شي، باید نوره مرسته وکړو:
که شاوخوا ۵۰۰ ساعته غږونه راټول شي، سیستم به شاوخوا شپېته تر اتیا سلنه سم وي.
که زر (۱۰۰۰) ساعته ثبت شي، د لوستل شوو جملو پېژندنه به د اټکل له مخې نږدې نِوي فیصده سم وي.
او که دوه زره (۲۰۰۰) ساعته راټول شي، نو سیستم به د خلکو عادي خبرې هم په ښه دقت سره درک کولای شي.
همدارنګه دا هم مهمه ده چې ډېر کسان پکښې برخه واخلي، يعني ښځې، سړي، زاړه، ځوانان او د بېلابېلو سیمو او لهجو خلک. ځکه که یوازې څو کسان غږونه ثبت کړي، سیستم به یوازې د هغوی غږونه وپېژني، نه د ټولو پښتنو.
نو که موږ ټول مرسته وکړو او خپل غږونه ثبت کړو، راتلونکی نسل به وکولای شي په پښتو ژبه له کمپیوټر، موبایل او نورو وسایلو سره خبرې وکړي.
راځئ چې د پښتو غږ راتلونکی یوځای جوړ کړو!
لارښود او ويډيوګانې
د غږ ثبت کولو لینک
د ثبت شویو غږونو اوریدل تایید او رد
دجملو د بیا کتنې لینک
د پښتو او نورو ژبو د وضعیت معلومولو او مقایسي لپاره دا لینک دی
ستاسو د خپل کار او نورو ملګرو د کار اندازې معلومولو لینک
د دغې پروژې په هکله لاندنۍ ويډيوګانې هم کتلای شئ:
او