زه د زيات وخت راهيسې د پښتو د ژبني موادو د ډيجيټل زېرمې يا کورپوس د جوړولو لپاره د بنياد جوړولو په هڅه کې يم. د بعضو تخنيکي ستونزو، د موضوع د مغلق تخصصي اړخ او بعضو تخنيکي حادثو دغه کار راځنډنی کړی دی. البته شکر په دغه وخت کې په دغه برخه کې بريالۍ هڅې شوي چې مثلا حنيف خان په دې برخه کې زيات کار کړی دی. کور يې ودان.
د يادې زېرمې د بنياد جوړولو په برخه کې زما يوه لويه ستونزه دا ده چې د پښتو د لهجو د ويش په هکله شته ډلبندۍ راته د قناعت وړ نه دي. په کتابونو او څېړنو کې د پښتو لهجو لپاره بېلابېلې وېشنې شته. ځینې یې په دوو لویو ډلو وېشي، ځینې په درې، څلور او یا تر دې هم زیاتو ډلو.
په تر سره شوي کار کې اصلي ستونزه یوازې د ډلو په شمېر کې نه ده، بلکې دا ده چې د وېش معیار تل یو شان نه دی. کله لهجه د سیمې په نوم یادوو: کندهارۍ، پېښورۍ، ننګرهارۍ... کله یې د قوم یا قبیلې په نوم یادوو لکه یوسفزۍ، وزیرۍ، خټکه... او کله یې بيا د تلفظ له مخې سره بېلوو، مثلاً پر دې چې «ښ» او «ږ» په کوم ډول تلفظ کېږي.
خو دلته خبره لږه نوره هم پسې پېچلې کېږي. هغه ځکه ولې چې قبيله، سیمه او تلفظ لازماً یو شی نه دي. یو کس د یوې قبیلې غړی کېدای شي، خو په بله سیمه کې لوی شوی وي او د هماغې سیمې په شان خبرې وکړي. حتی په یوه سیمه کې هم ټول خلک ضرور په یو ډول خبرې نه کوي. له بلې خوا، یوازې د یوه یا دوو تورو مختلف تلفظ هم شاید د یوې بشپړې لهجې د تعریف لپاره کافي نه وي. لهجه یوازې «ښ» او «ږ» نه دي. د کلمو تلفظ، لغاتونه، د جملو جوړښت او نورې ژبنۍ ځانګړتياوې هم شته.
ياده موضوع د پښتو د موادو سترې زېرمې يا کورپوس د جوړولو پر مهال لا مهمه کېږي. دا ځکه چې که زما په پروژه کې زه د ږغونو د ثبتولو پر وخت د لهجې مېټا ډېټا يعني اضافي معلومات وسره مل کوم، يا په نړيواله فونېټيکي الفبا يې ليکم، نو زه به ورسره د لهجو په تړاو څه ډول معلومات اضافه کوم؟ کومه نخښه يا نخښې به پر لګوم؟ «یوسفزۍ» ځکه چې ویونکی يې یوسفزی دی؟ «پېښورۍ» ځکه چې په پېښور کې لوی شوی؟ او که «شمال ختیځه» ځکه چې تلفظ یې د یوې ټاکلې صوتي ډلې ځانګړنې لري؟ که دا ټول معلومات جلا جلا وساتل شي؟ زما لپاره وروستۍ لاره تر ټولو منطقي ښکاري.
یعنې د دې پر ځای چې له پیله هر ویونکی په یوه ټاکلې «لهجه» کې واچوو، پر درې بېلو څيزونو بحث وکړو چې هغه له ژبنۍ ځانګړنې، جغرافیې، ټولنیز/قبيلوي تړاو څخه عبارت دي. په دې ډول «لهجه» د معلوماتو د راټولولو شرط نه وي، بلکې وروسته د معلوماتو د تحلیل نتیجه کېدای شي. دا د کمپیوټري ژبپوهنې او اېن ال پي (د طبيعي ژبې د پروسس ماډلونو) لپاره هم مهم فرق دی. که کورپوس له پیله پر یوې ناسمې یا ډېرې ساده لهجوي وېشنې جوړ شي، کمپیوټر به هم هماغه وېش زده کړي.
له دې کبله زه په عاجزانه توګه په دې نظر يم چې شاید د پښتو د لهجو اصلي پوښتنه دا نه وي چې «پښتو څو لهجې لري؟» بلکې لومړی باید وپوښتو چې «کومې ژبنۍ ځانګړنې چېرته، د چا په وينا کې او په کومو بڼو راڅرګندېږي؟ له دغو معلوماتو څخه وروسته مخې ته ولاړ شو چې د پښتو لهجوي نقشه په حقیقت کې څنګه ښکاري.
زما په عاجزانه نظر پر دغه موضوع کار او څېړنې د وخت اړتيا ده. که زه ناچيز او که نور بهرني يا کورني کسان شته چې غواړي د پښتو د ډيجيټلايزېشن په برخه کې عملي کار وکړي، نو په ډېرو ساحو کې د خپلو شخصي نيمګړتياوو لکه نه تخصصي کس اوسېدلو تر څنګ په ډيرو بنيادي برخو کې لا ډېرې غوټې په اکاډميک او تحقيقي برخه کې نه دې خلاصې کړل شوي. پر ځای يې د فلاني شاعر په شاعرۍ کې فلانی اړخ باندې تحقيقونه کيږي او علمي رتبې اخيستلې کيږي. فلانی شاعر به نو داسې کس وي چې له سره به يې د شاعرۍ خاص خوند هم نه وي او نه به يې شعر د دراني صاحب په وينا پښې کړې وي او نه به د خلکو کورونو او زړونو ته ورغلی وي.
په دې برخه کې لوی تغير ته اړتيا شته او عاجل تغير ته اړتيا شته، ځکه چې ډجيټلايزېشن په انتهايي چټک سرعت پرمخ روان دی او موږ ته تمېږي نه.
احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر ۲۷مه
د پښتو لهجې څنګه سره ووېشو؟
- Details
- Hits: 10