د کنفرانس محترمو غړو، ژبپوهانو، لیکوالانو او د دې بهیر درنو مسئولینو!
السلام علیکم!
یوه لنډه اصطلاحي یادونه: په دې پرانستي پيغام کې د ليک نظام (Writing System) او املا (Orthography) اصطلاحات په دوو بېلو معناوو کاروم. لیک نظام هغه بنسټیز سیستم دی چې د ژبې غږیز او نور ژبني معلومات د ګرافیمونو او لیکنیو نښو له لارې استازولي کوي؛ لکه دا چې کوم غږونه په لیک کې څرګندېږي او د ګرافیم او فونیم ترمنځ اړیکه څنګه ده. املا بیا د همدې لیک نظام دننه د سمې او منل شوې لیکنې اصول او قراردادونه دي. ځکه نو «لیکلارښود» په دې لیک کې هغه لارښود ته وایم چې دغه املايي اصول تنظیموي. دا مفاهیم په عام استعمال کې کله ناکله سره ګډېږي، خو د اوسني علمي بحث لپاره یې توپیر مهم دی.
د پښتو د املا د معیاري کولو لپاره روانه هڅه د قدر او هرکلي وړ ده. خو دا چې د معیاري کولو پرېکړې د یوې ژبې پر راتلونکو نسلونو اوږدمهاله اغېز لري، زما په اند دا موضوع باید یوازې د موجودو لهجوي وېشونو، سیمهییزو املايي دودونو او تاریخي املايي اصولو له زاویې ونه ارزول شي. په ځانګړي ډول باید دا هم روښانه شي چې اوسنی بهیر یوازې د موجود لیک نظام دننه املا معیاري کوي، که د لیک نظام ځینې جوړښتي ځانګړنې هم علمي ارزونې ته وړاندې کوي.
موږ په یوویشتمه پېړۍ، د ډیجیټل ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په عصر کې پښتو معیاري کوو. له همدې امله باید زموږ له اساسي پوښتنو څخه یوه دا وي:
موږ باید د معیاري کولو کومه لاره غوره کړو چې پښتو د لږو امکاناتو او سرچینو په وسیله په ډیجیټلي نړۍ، د طبیعي ژبې په پروسس (NLP) او مصنوعي ځیرکتیا (AI) کې په اسانه او اغېزمن ډول وکارول شي او په عین وخت کې یې لوستل، لیکل او زده کړه د ماشومانو، نویو لوستونکو او هغو کسانو لپاره اسانه شي چې پښتو یې مورنۍ ژبه نه ده؟
په يو اکاډميک چوکاټ کې زما يوه رسمي څېړنه د پښتو د لیک نظام پر یوې جوړښتي ځانګړنې متمرکزه وه: «د لنډو واولونو کمې استازولۍ او له دې څخه رامنځته کېدونکي املايي ابهام» دغه څېړنه ښيي چې د لنډو واولونو نه څرګندول یوازې د څو کلمو، املايي اختلافونو یا املايي تېروتنو مسئله نه ده، بلکې د لیک نظام یوه جوړښتي ځانګړنه ده. په دې نظام کې یوه لیکلې بڼه د څو غږیزو او معنایي تعبیرونو وړ کېدای شي. دغه جوړښتي حالت بیا په املايي ابهام کې څرګندېږي او د لوستلو، د معنا د تشخیص او کمپیوټري متنپروسس پر بهیر اغېز کوي.
په بل عبارت، دلته باید د علت او پایلې ترمنځ توپیر وشي: د لنډو واولونو کمه استازولي د لیک نظام په کچه یوه جوړښتي مسئله ده؛ خو له هغې څخه رامنځته کېدونکی ابهام په لیکلي متن او املا کې څرګندېږي. زما د څېړنې اساسي بحث تر ډېره په همدې لومړۍ، یعنې د لیک نظام په جوړښتي کچه، متمرکز دی.
زما د څېړنې تجربوي سروې، چې نږدې ۱۸۰۰ کسانو پکې ګډون کړی، هم په دې برخه کې مهمې پایلې لري. ګډونوالو ستونزې په بېلابېلو بڼو بیان کړې دي: ځینو د لنډو واولونو نه کارول، ځینو د غږونو لپاره د کافي لیکنۍ استازولۍ نشتوالی، ځینو املايي توپیرونه او ځینو ډیجیټلي کمزوري یاد کړي دي. د څېړنې په تحلیلي چوکاټ کې دا بېلابېلې نښې له یوې ژورې مسئلې سره تړاو پیدا کوي: لیک نظام تل ټول اړین غږیز معلومات په څرګند ډول نه استازوي. د دې اغېز یوازې تر کلمو محدود نه پاتې کېږي، بلکې پر لوستلو، زده کړې او ډیجیټلي استعمال هم اغېز کوي. په ځانګړي ډول هغه کسان چې پښتو یې مورنۍ ژبه نه ده، اړ کېږي چې ورک معلومات د سیاق (context)، خپلې ژبنۍ پوهې او تجربې له لارې پخپله ورزیات کړي، چې د ژبې د زده کړې بهیر ستونزمنولای شي.
دلته د انسان او کمپیوټر ترمنځ یو مهم توپیر هم شته. هغه ویونکی چې په پښتو کې کافي تجربه لري، کولای شي ډېر املايي ابهامونه د سیاق، حافظې، معنا او ژبنۍ تجربې په مرسته حل کړي. نو دا چې یو تجربه لرونکی پښتو ویونکی یوه مبهمه لیکلې بڼه په سمه توګه لولي، په دې معنا نه ده چې لیک نظام پخپله بشپړ او بېابهامه دی. کمپیوټري سیستمونه د انسان په شان پر ژبنۍ تجربه او ذهني بیاجوړونه تکیه نه شي کولای؛ له همدې امله هغه ابهام چې انسان یې ښايي د سیاق له لارې حل کړي، د کمپیوټري پروسس لپاره په مستقیم تخنیکي مشکل بدلېږي.
له همدې امله زما وړاندیز دا دی چې اوسنی بهیر باید یوازې دا پوښتنه ونه کړي چې:
«د موجود لیک نظام دننه کوم املايي اصول باید معیاري وبلل شي؟»
بلکې ورسره باید دا پوښتنه هم مطرح شي چې:
«ایا د پښتو د اوسني لیک نظام ځینې جوړښتي ځانګړنې د زده کړې او ډیجیټلي پروسس پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي که نه. که ستونزې رامنځته کوي، نو دا موضوع بايد د معیاري کولو په بهیر کې څنګه په علمي او تجربوي ډول وارزول شي؟»
په دې اړه لاندې وړاندیزونه د بحث لپاره وړاندې کوم:
۱. کمپیوټري ژبپوهان باید د معیاري کولو د بهیر رسمي او اساسي برخه وي.
د لهجهپوهانو، فونولوژستانو، ګرامرپوهانو، ادیبانو او لیکوالانو ترڅنګ باید د کمپیوټري ژبپوهنې، NLP، ژبنیو ډیټابېسونو او ډیجیټلي ژبنیو سرچینو متخصصان هم په پرېکړو کې مستقیم ګډون ولري. په یوویشتمه پېړۍ کې املايي معیار باید د هغه د کمپیوټري اغېزو له ارزونې پرته ونه ټاکل شي؛ او که بحث د لیک نظام جوړښتي ځانګړنو ته رسېږي، د کمپیوټري ژبپوهنې ګډون لا ډېر ضروري کېږي.
۲. مهمې املايي پرېکړې باید په ډیجیټلي چاپېریال کې هم وازمویل شي.
د معیاري کولو په معیارونو کې باید املايي ثبات، د متن نورمالایزېشن، اتومات تحلیل، لټون، د ژبنیو کارپسونو جوړول او پر NLP سیستمونو اغېزې هم شاملې وي. د پښتو په څېر د لږو ډیجیټلي سرچینو لرونکې ژبې لپاره دا مهمه ده چې داسې املايي معیار غوره شي چې د ژبني ابهام د حل لپاره تر ممکنه حده لږو اضافي معلوماتو، ډیټا او کمپیوټري سرچینو ته اړتیا ولري.
۳. د لوستلو او زده کړې اسانتیا باید د معیاري کولو له اساسي معیارونو څخه وي.
لیکلارښود یوازې د هغو کسانو لپاره نه دی چې له کلونو راهیسې پښتو لیکي. دا باید د ماشومانو، نویو لوستونکو، د پښتو زده کوونکو او هغو کسانو لپاره هم مناسب وي چې پښتو یې مورنۍ ژبه نه ده. زما د څېړنې موندنې ښيي چې د لیک نظام له خوا د ځینو غږیزو معلوماتو نه څرګندول او له هغه څخه پیدا کېدونکی املايي ابهام د لوستلو، زده کړې او ډیجیټلي استعمال تر کچې اغېز لري.
۴. د غږونو او ګرافیمونو د استازولۍ مسئله باید د لیک نظام د یوې جوړښتي مسئلې په توګه په علمي او تجربوي ډول وڅېړل شي.
د پښتو د لیک نظام مسئله یوازې د لنډو واولونو تر نه استازولۍ یا کمې استازولۍ پورې محدوده نه ده. په ځینو مواردو کې یو ګرافیم د څو فونیمونو د استازولۍ لپاره کارول کېږي او په ځینو نورو مواردو کې یو فونیم په څو ګرافیمونو استازول کېدای شي. په دې توګه د فونیم او ګرافیم ترمنځ اړیکه تل یو پر یو (one-to-one) او روښانه نه ده. دا ډول جوړښتي ناانډولي، د لنډو واولونو د کمې استازولۍ ترڅنګ، د لیکلې بڼې او غږیز نظام ترمنځ واټن زیاتوي او د لوستلو، زده کړې او کمپیوټري پروسس لپاره اضافي ابهام او پېچلتیا رامنځته کولای شي.
له همدې امله دلته یوازې دا پوښتنه مطرح نه ده چې د یوې کلمې «سمه املا» کومه ده؛ بلکې تر هغې مخکې باید وپوښتل شي چې د پښتو لیک نظام د ژبې فونیمونه په ګرافیمونو کې څومره روښانه، منظم او د وړاندوینې وړ استازوي؟ کوم فونیمونه په لیک کې نه څرګندېږي؟ چېرته یو ګرافیم له یوه څخه د زیاتو فونیمونو استازولي کوي؟ او چېرته د یوه فونیم لپاره له یوه څخه زیات ګرافیمونه کارول کېږي؟
زما موخه دا نه ده چې له مخکې یوه ځانګړې حللاره تحمیل شي، د ټولو واولونو د لیکلو پرېکړه وشي، یا د موجود لیک نظام د بدلون کومه ځانګړې طرحه ومنل شي. زما مخکې ذکر شوی تحقيق هم د بدیل لیک نظام یا نوې املا د وړاندې کولو دعوه نه کوي. هدف دا دی چې دا جوړښتي ځانګړنې باید اندازه، طبقهبندي او په تجربوي ډول وازمویل شي او ممکنې حللارې باید د لوستلو، زده کړې، املايي ابهام او کمپیوټري پروسس له پلوه وارزول شي، څو وروسته پرېکړه د دود یا اټکل پر ځای د شواهدو پر بنسټ وشي.
۵. د املا معیاري کول باید د افغانستان او پښتونخوا پښتانه یو بل ته نږدې کړي، نه دا چې نوې املايي او ډیجیټلي پولې رامنځته کړي.
د پښتو د املا د معیاري کولو تاریخ خپله د افغانستان او پښتونخوا د پوهانو او لیکوالانو د ګډو هڅو بېلګې لري، چې د باړهګلۍ هڅې یې یوه مهمه نمونه ده. که نن نوی املايي معیار جوړېږي، باید تر ممکنه حده د افغانستان او پښتونخوا ژبپوهان، پوهنتونونه، علمي مرکزونه او تخنیکي متخصصان په علمي بحث کې شریک شي. ګډ یا تر ډېره همغږی املايي معیار به د ګډو ډیجیټلي سرچینو، کارپسونو او NLP وسایلو د پراختیا لپاره هم مهم وي.
پښتو نه د یوې ادارې ملکیت دی او نه د یوې سیمې. ژبه د سیاسي پولې په رسېدو پای ته نه رسېږي. که موږ نن د پښتو لپاره داسې پرېکړې کوو چې راتلونکو نسلونو ته پاتې کېږي، نو یوازې دا پوښتنه باید ونه کړو چې:
«له تېرو املايي دودونو څخه کوم یو وساتو؟»
بلکې دا هم باید وپوښتو چې:
«راتلونکو نسلونو ته څه ډول املايي معیار او څه ډول ډیجیټلي راتلونکی پرېږدو؟»
ډیجیټلي نړۍ پښتو ته لوی فرصتونه برابروي، خو د لږو ډیجیټلي سرچینو لرونکې ژبې په توګه پښتو د NLP او مصنوعي ځیرکتیا په ډګر کې له جدي ننګونو سره هم مخ ده. له همدې امله نور دا مناسبه نه ده چې د املا معیاري کول او ډیجیټلي ژبپوهنه دوه له یو بل څخه جلا موضوعات وګڼل شي.
زما مشخص وړاندیز دا دی چې د اوسني بهیر ترڅنګ دې یوه کمپیوټري ژبپوهنیزه او تجربوي کاري ډله جوړه شي. دغه ډله دې وړاندیز شوي املايي اصول د واقعي ژبنیو معلوماتو او کارپسونو پر بنسټ وازمويي او که د لیک نظام په جوړښت کې د بدلون کوم وړاندیز مطرح کېږي، هغه دې هم د لوستلو، زده کړې، ابهام او کمپیوټري پروسس له پلوه په جلا او علمي ډول وارزوي. خپلې موندنې دې له وروستۍ پرېکړې مخکې کنفرانس او علمي ټولنې ته وړاندې کړي.
دا کار د اوسني کنفرانس او د استادانو د هڅو د ردولو معنا نه لري بلکې برعکس، دا به دغه هڅه د معاصرې ژبپوهنې، کمپیوټري ژبپوهنې او د راتلونکو نسلونو له اړتیاوو سره لا پیاوړې وتړي.
زموږ هدف باید یوازې د موجودې املا یو شان کول نه وي. زموږ هدف باید داسې پښتو وي چې ماشوم یې په اسانه زده کړي، نوی لوستونکی یې په اسانه ولولي، د پولې دواړو غاړو پښتانه یې په ګډه وکاروي او کمپیوټري سیستمونه، NLP او مصنوعي ځیرکتیا یې په لږو سرچینو په اغېزمن ډول پروسس کړای شي.
په درنښت او د یوه پرانیستي علمي بحث په هیله،
احمد ولي اڅکزی
د ۲۰۲۶ مېلادي کال د اګست ۲۴ مه (د ۱۴۰۵ د وږي دويمه )، جرمني