يادونه: د دغې ليکنې لوست تقريباْ ۱۵ دقيقې وخت غواړي. کوښښ شوی چې مطرح موضوعات داسې تشريح شي چې هغه کسان يې هم ولوستلای شي چې ژبپوهان يا له مربوطو مسلکي ساحو څخه نه دي. دغه مقاله په اصطلاح چټل نويسه ده، بيا کتنې ته اړتيا لري او په کومه جريده کې د خپرېدو لايقه يې نه بولم.
د دغې لنډې ليکنې په لومړۍ برخه کې به د ژبو په تړاو اعداد او شمېرې او په دويمه برخه کې به يې د ژبو د صحت د اندازه کولو د پيمانې په هکله معلومات او بيا به د پښتو د درجه بندي په هکله معلومات وړاندې شي. که ليکنه ستاسو لپاره اوږده وي، نو هغه عنوان ته په مستقيمه توګه مراجعه کولای شئ چې زيات ستاسو د دلچسپۍ وړ وي او تر نورو سرليکونو تېرېدلای شئ. که د بشپړې مقالې د لوست حوصله نه لرئ، نو د ليکنې آخرې کرښې خامخا ولولئ.
ژوندۍ ژبې او تر ګواښ لاندې ژبې
دمګړی د نړۍ په بيلو برخو کې په ۷۱۵۱ ژبو خبرې کيږي چې ورڅخه ۳۱۷۰ ژبې چې تقريباْ د ټولو ژونديو ژبو ۴۴ فيصده کيږي، د له منځه تلو د ګواښ سره مخامخ دي. تر خطر لاندې اکثريت داسې ژبې دي چې د ويونکو شمېر يې تر ۱۰۰۰ کم دی. له بل اړخه بيا د نړۍ تر ټولو زيات ويونکي لرونکې ۲۰ ژبې داسې دي چې ورباندې په ټوليزه توګه ۳۶۰۰ مليون انسانان خبرې کوي. په دغو تر ټولو لويو ژبو کې د افغانستان ګاونډۍ ژبې هندي (۶۸۱ مليون ويونکي) او اردو (۲۳۸ مليون ويونکي) هم شاملې دي. په دغو شميرو کې په اړونده ژبه د ليک لوست کوونکو شمېر نه دی مطرح بلکه صرف هغه کسان ياد شوي چې په دغو ژبو خبرې کوي.
د پښتو د ويونکو شمېر
دا چې پښتو ژبه په کوم شمېر ويونکي لري، په هکله يې دقيق اعمار نشته. هغه شمېرې چې د پښتو ويونکو په هکله په بيلو منابعو کې راغلې، پر اټکلونو ولاړې دي، نه پر دقيقو سرشمېرنو. د يونيسکو سازمان هم تائيدوي چې د پښتو ويونکو په تړاو دقيقې شمېرې نشته. دغه سازمان د پښتو ویونکو شمېر د ۴۵ او ۵۵ مليون تر منځ اټکل کوي چې ورڅخه د ۱۱ څخه تر ۱۵،۴ مليونو پورې په افغانستان او تقريباْ ۲۵ مليونه پښتو ويونکي په پاکستان کې اټکل کوي. خو د ۲۰۱۷ کال د پاکستان د رسمي سرشمېرنې له مخې د دغه هيواد ټول نفوس ۲۰۷،۶۸ مليون و چې ورڅخه ۳۷،۸۸ مليون يې پښتانه شمېرلي دي. که دغه تقريبا ۳۸ مليون د افغانستان د لږ تر لږه ۱۵ مليون پښتنو سره جمع کړل شي نو شمېر يې ۵۳ مليونو ته رسيږي.
يو شمېر پښتانهٔ د پښتنو شمېر تر يادو اټکلونو لا هم د پښتنو شمېر زيات يادوي او د هند تر څنګ د نړۍ په نورو بېلو برخو کې د پښتنو د موجوديت تر څنګ د دقيقو سرشمېرنو نشته والی د شته اټکلونو د ناسموالې د دلايلو په توګه يادوي. په دې ترڅ کې د ۶۰ مليونو او ۸۰ مليونو تر منځ اټکلونه کيږي. که د يونيسکو د ۵۵ مليونو پښتو ويونکو شمېر اساس ونيول شي، نو پښتو د نړۍ ۳۵مه تر ټولو لويه ژبه ده. په دې توګه پښتو دمګړی د ګواښ سره مخامخ ژبو په ليسټ کې نه ده شامله. خو د اوږدمهال لپاره به يې اټکل څه وي؟
د ژبې د صحت د څرنګوالې اندازه او درجه بندي
د ژبو د پرمختګ او د له منځه تلو حالت د اندازه کولو لپاره په ژبپوهنه کې يوه ځانګړې پيمانه يا کچه شته چې ورته د
"Expanded Graded Intergenerational Disruption Scale (EGIDS)"
خطاب کيږي. په پښتو دغه کچې ته «د نسلونو تر منځ د ژبې په لېږد کې د اختلال د درجه بندۍ پراخه پيمانه» ويلای شو. دغه کچه پر ۱۳ برخو يا کاټېګوريانو ويشل شوې ده او په مرسته يې هره ژبه درجه بندي کيږي. د EGIDS کچه دا هم څرګندوي چې یوه ژبه څومره رسمي ادارو او ټولنو کې کارول کیږي، ايا له دولتي ملاتړ څخه برخمنه ده که نه او څومره یې د له منځه تللو احتمال شته.
د (EGIDS) پيمانې ۱۳ درجې لري چې لاندې لنډې تعريف شوي دي. د درجې د عنوان سره په () قوسونو کې راغلې شمېره (د صفر او ۱۰ تر منځ) يوې ژبې ته د ورپېښ ګواښ اندازه څرګندوي. دغه شمېره چې هر څومره لويه وي، هغومره دغې ژبې ته د له منځه تلو زيات ګواښ مواجه وي.
۱ ـ نړیواله ژبه (0):
په ډیپلوماتیکو، تجارتي او نړیوالو اړیکو کې د هیوادونو ترمنځ کارول کیږي.
۲ ـ ملي ژبه (1):
د هيواد په کچه ملي حيثيت لري او په ياده کچه په زده‌کړو، رسنیو، دولتي او حکومتي ادارو کې کارول کیږي.
۳ ـ سیمه‌یزه ژبه (2):
په لویو سیمه‌یزو اداري برخو لکه د ولايت يا ايالت په کچه کارول کیږي.
۴ ـ د پراخو اړیکو ژبو (3):
په سیمه کې د خلکو ترمنځ د کاري او نورو اړیکو لپاره پرته له رسمي پیژندنې کارول کیږي.
۵ ـ تعلیمي ژبه (4):
د رسمي زده‌کړو له لارې د اړونده رسمي ادارو په ملاتړ د تدريس ژبه وي.
۶ ـ مخ پر ودې ژبه (5):
ژبه معیاري شوې ادبیات لري، خو په رسمي زده‌کړو کې ورڅخه ډیر کار نه اخیستل کیږي.
۷ ـ غښتلې ژبه (6a):
په ورځنيو مکالمو ا خبرو کې کارول کیږي او ماشومانو ته تو انتقاليږي.
۸ ـ ګواښ‌لاندې (6b):
لاهم کارول کیږي، خو لږ ماشومان یې زده کوي.
۹ ـ اوښتون کې (7):
بالغان خبرې په کولای شي خو ماشومانو ته نه لیږدول کیږي.
۱۰ ـ مرګ ته‌نږدې (8a):
یوازې د مشرانو خلکو لخوا ویل کیږي.
۱۱ ـ نږدې له منځه تللې (8b):
یوازې د لږو زړو خلکو لخوا ویل کیږي.
۱۲ ـ د زکندن سلګۍ وهونکې (9):
هیڅ فعال ویناوال نه لري، خو ژبه د خپل ولس د هويت یوه نښه پاتې ده.
۱۳ ـ مړه شوې (10):
هیڅ ویناوال نه لري او له ورسره د کوم ژوندي ولس هويت نور نه دی تړلی.
د ايتنولوګ سازمان لخوا بيا د ژبو د ژونديوالې د څرنګوالې معلومولو لپاره څلور کاټيګوريانې ټاکل شوي دي چې په اصل کې هغه هم پر (EGIDS) اتکا کوي. دغه څلور ګاټېګوريانې په دا ډول دي:
۱. اداري ژبه:
دا درجه هغې ژبې ته ورکول کيږي چې دومره پرمختللې وه چې د کور او ټولنې نه بهر هم د ادارو لخوا کارول کیږي او ساتل کیږي. د ايتنولوګ د درجه بندۍ د دغې پېمانې له مخې که کومه ژبه دغه درجه ولري نو تر ټولو ښه وضعيت او صحت کې قرار لري.
۲. ثابته ژبه:
د «ثابتوالې» درجه هغې ژبې ته ورکول کيږي چې رسمي ادارې يې نه کاروي، خو په کور او ټولنه کې یې زده کول او کارول لا هم دود وي او ټول ماشومان یې زده کوي.
۳. په خطر کې ژبه:
په دې ژبه د ماشومانو زده کړه او کارول نور د ټولنې عامه دود نه وي.
۴. له منځه تللې ژبه:
دا ژبه نوره نه کارول کیږي او هیڅوک د دې ژبې سره تړلی هويت نه لري.
د پښتو ژبې درجه بندي او ورسره تړلې زياتې پوښتنې
ايتنولوګ پښتو پر سويلي پښتو، شمالي پښتو، مرکزي پښتو او وڼېڅي باندي ويشي او لومړۍ دوو ډلو ته د اداري ژبې او پاتو دوو ته د ثابتو ژبو درجه ورکوي. لکه څنګه چې مو ولوستل د ثابته ژبې درجه په رسمي ادارو کې نه کارول کېدونکې خو په کور او ټولنه کې مستعمله او ماشومانو ته انتقال کېدونکې ژبې ته ورکول کېږي.
دا چې ايا د پښتو ياده درجه بندي په بشپړه درسته ده که نه، په هکله يې بعضې ملاحظات وړاندې کېدلای شي. يوه ملاحظه دا کېدلای شي چې د پخوانيو وختونو په پرتله اوس په يوه ژبه د خبرو کولو تر څنګ په دغه ژبه د لیک لوست کوونکو شمېر لا ډېر مهم شوی دی. دا يو منل شوی اصل دی چې هغه ژبې چې د ليک لوست نظام نه لري يا ورباندې ليک او لوست نه کيږي، هغوی تر نورو ژبو ژر د له منځه تلو د ګواښ سره مخامخ کېږي. دا هم څرګنده ده چې د نړۍ تقريباْ ۳۱۷۰ هغه ژبې چې دمګړی د له منځه تللو د ګواښ سره مخامخ دي، مطلق اکثريت يې د ليکلو نظامونه نه لري. نو که يوه ژبه لکه پښتو چې ده، د ليکلو نظام ولري خو په نسلونو نسلونو ماشومان يې د ليک لوست له زدکړې بې برخي پاته شي نو ايا دا پخپله يوه ژبه د هغې ژبې مقام ته نه نژدې کوي چې له سره د ليک او لوست نظام نه لري؟
په نژداي توګه د پښتنو تر ټولو زيات شمېر په هندوستان کې اټکل کيږي چې ويل کيږي تر ۳۳ مليونو زيات دی. خو د دغو پښتنو مطلق اکثريت برخې اول ليک لوست او بيا په وينا کې هم خپله ژبه له لاسه ورکړې ده. که د پښتون تعريف دا وي چې هغه په کور کې پښتو وايي، نو ايا دغو وګړو ته د پښتنو خطاب کېدلای شي؟
د پښتنو دويمه لويه ډله په پاکستان هيواد پورې مربوطو سيمو کې اوسيږي. له دغو پښتنو څخه په کوم شمېر په خپله مورنۍ ژبه ليک او لوست کولای شي؟ هغه پښتو چې په لويو ښارونو لکه کراچي، پېښور او کوټه کې د پښتنو مېندو او پلرونو له خوا خپلو ماشومانو ته انتقاليږي، څرنګوالی يې څنګه دی؟ ايا دغه ماشومان په پوره پښتو خبرې کولای شي که يې نيمه يا زياته برخه ژبه د نورو ژبو سره مخلوطه شوې او ونډه يې لا مخ په زياتېدونکې توګه په کمېدو ده؟
په افغانستان کې اوسېدونکو پښتنو وروسته د پښتنو څلورمه لويه ډله د نړۍ په بيلو هيوادونو کې خواره افغان مهاجر دي. دا هغه لوی شمېر انسانان دي چې د اوږدمهالو جګړو او ناامنيو تر څنګ په خپل هيواد کې د بې روزګارۍ له کبله هم له هيواد څخه مهاجر شوي دي. د دغې څلورمې ډلې ماشومان په کومه اندازه له خپل مور او پلار څخه خپله ژبه زده کوي؟ پکښې ليک او لوست يې کومه فيصدي کولای شي؟ تر څو نسلونو پورې به دغه مهاجر لا په بهر کې خپله ژبه وساتلای شي؟
د (EGIDS) په درجه بندي کې ممکنه نيمګړتيا
د (EGIDS) په درجه بندي کې تمرکز د نسلونو تر منځ د يوې ژبې د لېږد پر څرنګوالي دی. په دغه کې د ډيجيټلايزېشن فاکتور د درجه بندۍ فاکتور نه دی. حال دا چې زما په فکر په (EGIDS) کې بايد دا فاکتور هم ور اضافه کړل شي چې يوه ژبه په کومه اندازه ډيجيټلايزېشن ته داخله شوې ده. دا ځکه چې دغه موضوع په مستقيمه توګه پر دې اغېزه لري چې يوه ژبه څنګه له يو نسل څخه بل نسل ته انتقاليږي.
که څه چې پښتو ژبې د ډيجيټلايزېشن پر درشل پښه ايښې ده، خو وضعيت يې خوندي لا نشي بلل کېدلای. د ډيجيټلايزېشن په نړۍ کې صرف موجوديت کفايت نه کوي بلکه د موجوديت کېفيت او د نورو ژبو سره د هسکو مقامونو لپاره د سيالۍ توان او امکانات هم مهم دي. تر اوسه چې د پښتو د ډيجيټلايزېشن په برخه کې کومې هڅې شوي دي، لويه برخه ې د پښتون مېشتو سيمو او هيوادونو د حکومتونو او دولتونو لخوا نه دي. بلکه دغه هڅې د نړيوالو شرکتونو لخوا پر يو اړخ او د ګوتو په شمېر څو ايډياليسټ اشخاصو لخوا په بل اړخ تر سره شوي او ادامه لري. خو په کوم شمېر چې اوس د پښتو ويونکو شمېر دی، په ډيجيټلايزېشن کې يې پرمختګ په هغه تناسب نه دی او د ډيجيټلايزېشن اوسنی څرنګوالی يې د ډاډ او اطمنان وړ نه دی.
اشخاص او ټولنې بايد د حکومتونو خلا ډکه کړي
په علمي حلقو کې دا يو منل شوی اصل دی چې د ژبې له لاسه ورکول د یو ځانګړي فرهنګ او ورسره تړلی يو ځانګړی د نړۍ لید له لاسه ورکول دي. اکثريت پښتانهٔ هم په دې باور دي چې د خپلې ژبې له لاسه ورکول به د دوی لپاره د خپل د هویت او تاریخ د له لاسه ورکولو په معنی وي. د نړۍ په تاريخ کې جغرافيې تغيرې شوي او تبديلې شوي دي، هيوادونه جوړ شوي، ويشل شوي او له سره منحل شوي دي. خو داسې ولسونه هم شته او تېر شوي چې د هر شانته لويو تغيراتو او حالاتو باوجوده د ژبې په تړون سره تړلي پاته شوي دي. بعضو خو يې پر دغه اساس خپل ځان ته په نړۍ کې ښکاره مقام ترلاسه کړی، لکه سره پر بيلو سيمو او ډلو ويشل شوو د آلماني ژبه ويونکو وګړو چې په خپل اتحاد سره د متحد لوی آلمان بنياد ايښی و.
دا چې د پښتو ژبې ويونکي هم پر بيلو جغرافيايي، سياسي، قبيلوي او نورو ډلو سره ويشلي دي، خواخوږی دولت او حکومت نلري، نو د پښتو ژبې لپاره په ډېر مهم پېر ډيجيټلايزېشن کې د غيردولتي اشخاصو او ډلو کردار او عمل ډېر مهم دی. د ټولو جغرافيايي، سياسي، قبيلوي او لهجوي توپيرونو آخوا د پښتو ويونکو د يو منسجم علمي، اکاډميک او د پښتو ډيجيټلايزېش ته کار او پښتو ژبې ته لابي کوونکي تحريک جوړول پکار دي. کومه خلا چې د دولتونو او حکومتونو د ملاتړ له نشته والې څخه رامنځته شوی ده، هغه بايد اشخاص او تحريکونه ډکه کړي.
د پښتون ولس د ژوند لپاره د پښتو ژبې ژوندي پاته کېدل حتمي دي او په سرلوړۍ سره د پښتو ژبې د ژوندۍ پاته کېدو لپاره بيا په ډيجيټلايزېشن کې پر وخت او په کافي اندازه او سرعت و هلو ځلو ته اړتیا شته.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر ۹مه نېټه
ماخذونه:
1. “Source of image: Ethnologue.” X, 17 Feb. 2022, https://x.com/theEthno.../status/1498327328811802630/photo/1.
2. “Pashto.” UNESCO Silk Road, UNESCO, https://en.unesco.org/.../languages-and-endanger.../pashto.
3. Fishman, Joshua A. Reversing Language Shift: Theoretical and Empirical Foundations of Assistance to Threatened Languages. 1st ed., Multilingual Matters, 1991.
4. Lewis, M. Paul, Gary F. Simons, and Charles D. Fennig, editors. Ethnologue: Languages of the World. 19th ed., SIL International, 2016. https://www.ethnologue.com.
5. Simons, Gary F., and Charles D. Fennig. “Assessing Endangerment: Expanding Fishman’s GIDS.” SIL International, 2010, https://www.sil.org/resources/publications/entry/9139.
6. Spolsky, Bernard. Sustaining Language Use: Perspectives on Community-Based Language Development. 1st ed., Cambridge University Press, 2021.
7. Fishman, Joshua A., editor. Can Threatened Languages Be Saved? Reversing Language Shift Revisited: A 21st Century Perspective. Multilingual Matters: 116, Multilingual Matters, 2001.
8. Pakistan Bureau of Statistics. (2017). Population by mother tongue, sex, and rural/urban: Pakistan (Table 11). Pakistan Bureau of Statistics. https://www.pbs.gov.pk/.../2017/tables/pakistan/Table11n.pdf
See less