قاموسونه ټکی کام https://Qamosona.com تر ۲۳ کالو زيات وخت کېږي چې د پښتو آنلاين قاموسونو خدمات وړاندې کوي. دا چې کوم لغتونه لټول کيږي او کوم لټون نتيجه ورکوي او کوم نه، د دې ريکارډ ساتل کيږي. يعني ثبتيږي چې کوم لغت کله لټول شوی دی. په دې توګه نو د په لسونو مليونونو لټونونو ريکارډ پاته دی. دا څو ورځې کيږي چې د دغه ريکارډ په تنظیم کولو بوخت وم. غوښتل مې د لغتونو داسې ليسټ ورڅخه جوړ کړم چې تر ټولو زيات لټول شوي لغتونه راته معلوم شي. له دغو څخه به ما ويل بيا هغه لغتونه چې زيات لټول شوي وي خو په قاموسونو کې لا نه وي موجود، په ژباړه کې به ورته لومړيتوب ورکړم او په يو نوي قاموس کې به يې اضافه کړم.
د لسونو مليونو لټونونو نچوړ او ranking يا فريکونسي مې راوايستله او د لټول شوو پښتو لغتونو ليسټ مې په داسې ډول ترتيب کړ چې تر ټولو زيات لټول شوی لغت اول، بيا دويم تر ټولو زيات لټول شوی لغت، بيا دريم تر ټولو زيات لټول شوی لغت... په دې توګه مې د تقريبا ۲۵۰ زرو پښتو لغتونو ليسټ جوړ کړ. کله چې مې وروستی پروګرام/ماکرو پر وچلولی او راته د تر ټولو زيات لټول شوو لغتونو څخه پرده پورته شوه... نو نه پوهېدلم چې ورته وخاندم که وژاړم. تر ټولو زيات لټول شوی لغت له بده مرغه دلته نشم ليکلای، چې د بدن د يو ځای نوم دی. البته تر ټولو زيات لټول شوی دويم لغت «کتاب» و. حيران او برېشان شوم چې دا څنګه امکان لري. خو دا بالکل حقيقت او رشتيا خبره وه. تر ټولو زيات لټول شوو پنځوسو لغتونو ليسټ په دا شکل دی:
1 ـــ ک**
2 ـــ کتاب
3 ـــ سلام
4 ـــ کور
5 ـــ ګواښ
6 ـــ غوره
7 ـــ اړوند
8 ـــ غبرګون
9 ـــ بڼه
10 ـــ کچه
11 ـــ بهیر
12 ـــ موخه
13 ـــ هوډ
14 ـــ اړه
15 ـــ ټاکل
16 ـــ بنسټ
17 ـــ مینه
18 ـــ لامل
19 ـــ مهال
20 ـــ ډاډ
21 ـــ غور
22 ـــ څرګند
23 ـــ ځواک
24 ـــ زړه
25 ـــ تړون
26 ـــ وړ
27 ـــ مبارزه
28 ـــ انځور
29 ـــ تور
30 ـــ دریځ
31 ـــ وړاندې
32 ـــ تړاو
33 ـــ بشپړ
34 ـــ بلل
35 ـــ ژمنه
36 ـــ کونه
37 ـــ مطرح
38 ـــ روان
39 ـــ اند
40 ـــ زه
41 ـــ ارزښت
42 ـــ هڅه
43 ـــ اټکل
44 ـــ جوګه
45 ـــ څارنوال
46 ـــ ځپل
47 ـــ نظر
48 ـــ شتون
49 ـــ تمه
50 ـــ غم