کله چې مې له نن څخه تقريباْ ۲۴ کاله تر مخه د قاموسونه ټکی کام پروژې پېل وکړ، نو د پښتو ژبې د ډيجټلايزېشن د اړتيا په تړاو به ډېرو مشرانو زما خبرې جدي نه ګڼلې. ښايي يوه وجه يې زما کم عمر و. زما د دغې پروژې يوازينی او اصلي هدف دا و چې هر ډول پښتو مواد په ډيجيټل توګه د نړۍ له هر کونج څخه د انټرنټ په مرسته د لاسرسي وړ وګرځي. زما نظر دا و چې د پښتو د ډيجيټل کېدنې پېل بايد له دې وشي چې زاړه ټول قاموسونه او ټول مهم کتابونه ډيجيټل او متون يې د انټرنټ له لارې د لټون او د هر چا د لاسرسي وړ وګرځول شي.

ما کوښښ وکړ چې د مشهورو ليکوالانو سره اړيکه ونيسم، له بي بي سي څخه نيولې بيا تر نورو مهمو ژورنالستيکو ادارو تر همکارانو پورې ليکوالان او اديبان دې ته راوبولم چې په ګډه د نوو پښتو قاموسونو د ليکلو او متونو د ډيجيټل کولو لپاره آنلاين ډلې جوړې کړي. دا چې بعضې دغه مشران له کمپيوټر او انټرنټ سره زيات واقف نه ول او زه لا نوی زلمی وم نو زه اوس دا درک کولای شم چې د ګډ کار لپاره د ډلو جوړولو زما هلې ځلې زياتې بريالۍ نه وې او زما خبرې ټولو ته جدي نه ښکارېدلې.

کله چې پوه شوم چې زه د دې توان نه لرم چې نور کسان په خپله پروژه کې راسره ملګري کړم، نو ما په يوازې ځان يادو کارونو ته ملا وتړله. هغه وخت مې پر مخ د ورېښتو د راختلو پېل و. اوس مې ږيره کې سپين ورېښته پيدا شوي دي. خو الحمدلله زه تر نن پورې خپل د زلميتوب هوډ ته ژمن پاته شوی يم او و ياد هدف ته د رسېدو تنده او د زړه لمبه مې لا هغسې تازه او بله ده.

دا چې زه آلمان کې وم نو ماته معلومه وه چې د چاپ د حقونو موضوع جدي ده. له دې کبله مخکې له دې چې زه پښتو قاموسونه آنلاين کړم، نو ما وغوښتل چې د علومو د اکاډمۍ لخوا چاپ شوو قاموسونو د ډيجټل او آنلاين کولو رسمي اجازه ترلاسه کړم.

زما او د پروژې خوشقسمتي وه چې مخکې له دې چې زه لکه له نورو دروازو مايوسه شم او دغه پروژه په خپله نطفه کې او له غوړېدو مخکې لا مړه شي، زما تماس د محمد نبي تدبير صاحب په منځګړيتوب د قدرمن محترم فاضل او زما محسن استاد حبيب الله رفيع سره وشو. هغه د علومو په اکاډمۍ کې په اړونده څانګه کې کار پېل کړی و. دغه عظيم انسان او د پښتو ژبې محسن په مشرانو کې لومړی کس و چې زما په خبره يې اعتبار وکړ او لا مهم د پښتو د ډيجيټلايز کولو د اړتيا زما دلايل يې درک کړل.

فاضل استاد د کابل د درنې علومو اکاډمۍ او زما ناچيز تر منځ يو داسې قرارداد يا تړون راوکړ چې په پايله کې يې ماته اجازه راکړله شوه چې زه د دغې اکاډمۍ ټول پښتو قاموسونه ډيجيټل او آنلاين کړم. ما د دغه کار لپاره نه له چا د پيسو بسپنه، چنده يا پروژه يي تمويل غوښتی نه مې الحمدلله له چا ترلاسه کړی يا قبول کړی دی. هغه شرايط چې په ياد تړون کې پر ما ايښودل شوي ول، الحمدلله زه تر نن پورې ورته ژمن پاته شوی يم.

د پښتو ژبې د بې ساري خادم استاد رفيع عمر اتيا کالو ته ورسېد. دا چې هغه د پښتو ادب او متن پوهنې لپاره څومره لوی لوی خدمتونه کړي دي، په هغه خو به تاسو ټول خبر واست. دا چې هغه د پښتو د ډيجيټلايز کولو اهميت څومره وختي نه يوازې درک کړی و، بلکه په عمل کې يې ورسره دومره لويه مرسته کړې وه، په هغه هکله دا دی ما نن معلومات درسره شريک کړل.

الله دې استاد رفيع ته له خوښيو، روغتيا او لا نورو برياليتوبونو ډک ژوند ورکړي. الله دې ورته په دنيا او آخرت کې د پښتو ژبې سره کړې مينې، وفا او خدمت عوضونه ورکړي. آمين

فاضل استاده، ستا له احسان څخه او پر يو زلمي د دومره لوی اعتبار څخه ډېره ډېره زياته مننه.

احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر ۲۵مه نېټه