الحمدلله چې په پاريس ښار کې مې له خپل استاد، تر ټولو خوږ ملګري او د پښتو ژبې د يو ستر خدمت‌ګار، پروفيسر ډاکټر محمد اکبر وردګ سره د ليدو وياړ بيا په برخه شو.

د «پښتو ټولنې» پخوانی افتخاري غړی، ډاکټر صاحب وردګ نه يوازې په فرانسه کې د طب د پوهنځي يو تکړه استاد پاته شوی دی بلکې د پښتو قاموس‌ ليکلو په برخه کې يې هغه کار کړی چې بې‌ ساری دی. نوموړي د نورو ادبي خدماتو تر څنګ د پښتو ـ فرانسوي او فرانسوي ـ پښتو معياري قاموسونه ليکلي چې د فرانسې له يوې معتبرې مطبعې Asiatheque لخوا چاپ شوي دي. دغه دواړه قاموسونه پر قاموسونه ټکی کام آنلاين هم شته.

مثلا د پښتو فرانسوي قاموس ځانګړتياوې يې دا دي:

ـ تر ۵۰ زرو پورې پاک، غير تکراري سرلغتونه (هېډ ورډس).
ـ د لغتونو دقيق ګرامري تفصيلات.
ـ تلفظ، لهجې، هم ‌معنا کلمې او د معناوو واضح او د قاموس ليکنې پر معيار برابر ترتيب.
ـ فعلونه او ريښې يې په روښانه ډول نښه شوي دي.

ډاکټر صاحب لومړی کس و چې ماته يې خپل قاموسونه په ډيجېټل بڼه ډالۍ کړل چې زه يې پر www.Qamosona.com آنلاين کړم. دا د قاموسونه ټکی کام د پروژې لومړي کالونه وو، شاوخوا شل کاله مخکې. د هغه د لارښوونو له برکته ما وکولی شول خپل لومړی پښتو ـ آلماني قاموس بشپړ کړم او تر ننه يې د شاګرد په توګه له علم او اخلاصه برخمن يم.

په صراحت سره وايم: دومره خاموش، بې‌ ادعا او معياري خدمت لکه ډاکټر صاحب چې پښتو او پښتنو ته کړی، په حيات کسانو کې بل څوک نه پېژنم. له بده‌ مرغه، د ده علمي او فرهنګي خدمتونه لا هم هغومره نه دي ستايل شوي، څومره چې يې حق دی.

راتلونکی ملاقات ته يې له اوسه بې‌ قراره يم. الله تعالی دې ورته اوږد، روغ، او بختور ژوند ور په برخه کړي.
آمين.