د عربي ژبې د ليکدود په هکله مې يوه څېړنيزه مقاله (ريسرچ آرټيکل) ولوست. دا چې زما په آند د دغه تحقيق پايلې د پښتو لپاره هم ارزښتناکې دي، نو غواړم په لنډه توګه يې ستاسو سره شريکې کړم. کوښښ به مې دا وي چې موضوع داسې وليکم چې د غيرژبپوهانو لپاره هم په آسانه د لوست وړ وي.

کله چې په دغه لنډه ليکنه کې د عربي ژبې خبره کيږي، نو مقصد هغه ليکلې عربي نه ده چې د هند و پاک يا کوچنۍ وچې د خلکو لپاره د قرآن پاک په نسخو کې کارول کيږي او ټول اعراب او حرکات ورسره مل وي. بلکه مقصد هغه عامه ليکل شوې عربي ده چې د پښتو په شان حرکات ورسره نه ليکل کيږي.

د دغه ريسرچ آرټيکل (په انګرېزي ژبه) د پي ډي اف لينک ستاسو سره په لومړۍ تبصره کې شريکوم.

عربي او پښتو دواړې داسې ژبې دي چې د ليکلو نظام يې ابجد دی. د ابجد ليکلو نظام دې ته وايي چې زيات وختونه واکونه/ووکالونه/حرکات (زور، زېر، پېښ)/خپلواک غږونه نه ليکل کيږي. د لوست پر وخت به لوستونکي مثلا په پښتو کې پخپله اټکل کوي چې ليکل شوی لغت «لور» اوس lwar, lor او که lur دی. يعني ليکدود تل بشپړ روښانه نه وي. په دواړو ژبو کې اکثره ووکالونه نه ليکل کېږي او ځينې توري يو شان غږ لري خو بېلابېل ليکدودونه لري. دا ځانګړنې د عادي خلکو لپاره هم کله ناکله د ليکلو ستونزې پيدا کوي. طبيعي خبره ده چې که يو څوک په همدغه برخه کې دماغي ناروغي هم ولري، نو دا ستونزې ورته لا زياتېږي. همدا دليل دی چې دا څېړنه که څه پر عربي ژبه شوې، خو زما په نظر د پښتو ژبې د ليکونکو لپاره هم مهمه ده.

څېړنه د يوې ۴۸ کلنې عربۍ ښځې پر کيسه ولاړه ده چې په دغه تحقيق کې ورته د CHS نوم کارول شوی دی. دغې مېرمنې ۱۷ کاله په عربي ژبه زدکړې
کړې وې او معلومه خبره ده ليک او لوست يې په بشپره توګه زده و. خو د دماغي سکتې وروسته د دغې مېرمنې د دماغ يوه برخه زيانمنه شوه. هغې د ليکلو توان له لاسه ورکړ، حال دا چې خبرې يې کولای شولې او په ليک کې يې کلمې/لغتونه هم پېژندل. خو د سکتې وروسته چې به کله هغې ته ويل کېدل چې کلمې وليکي، نو ډېری وخت به يې توري پرېښودل يا به يې کلمې په داسې ډول وليکلې چې املا به يې سمه نه وه. دا ستونزې په ځانګړي ډول هغه وخت ډېرې ښکارېدې چې کلمه به په عربي کې له ليکدودي پلوه مبهمه وه، يعنې څو ممکنه املاوې به يې لرلې يا به يې ووکالونه نه لرل.

څېړونکو د دې لپاره بېلابېل تمرينونه وکارول چې پوه شي چې ستونزه يوازې د حافظې ده که د ليکلو د ټول نظام. بالآخره د دغه تحقيق پايلو دا وښودل چې د انسان دماغ د ليکلو لپاره دوې لارې کاروي: يوه دا چې کلمه لکه څنګه چې زده شوې، له حافظې راوباسي او بله دا چې غږونه په تورو واړوي. د CHS په حالت کې دواړه لارې زيانمنې شوې وې، خو بيا هم دماغ هڅه کوله چې دواړې لارې يو ځای وکاروي. له همدې امله د هغې تېروتنې تصادفي نه وې، بلکې يو ډول منطق يې درلود، که څه هم پايله سمه نه وه.

دا موندنې موږ ته دا راښيي چې ليکدود يوازې د ښوونځي موضوع نه ده، بلکې د دماغ له کار سره ژور تړاو لري. د پښتو ژبې لپاره دا ځکه مهمه ده چې زموږ ليکدود هم ډېر ورته ځانګړنې او ورته ستونزې لري. که يو پښتو ويونکی د سکتې يا بلې دماغي ناروغۍ سره مخ شي، نو د ليکلو ستونزې به يې ښايي د همدې ليکدودي ابهام له امله لا پسې پېچلې شي. دا څېړنه موږ ته دا پيغام راکوي چې پښتو ژبه هم د ځانګړو طبي، ژبپوهنیزو او تعليمي څېړنو مستحقه ده، او دا چې د ژبې جوړښت بايد د درملنې او بيا زده‌کړې په بهير کې جدي ونيول شي.

د دې څېړنې له پايلو څخه دا استنباط کېدای شي چې د عربي ژبې اوسنی ليکدودي نظام او په ورته ډول د پښتو ليکدود، د واکونو د نيمګړي استازيتوب او ليکدودي ابهام له امله د ليکلو د زده‌کړې پر مهال د ذهني پېچلتياوو او ستونزو د زياتېدو احتمال لري.