يو عجم عرب ته وويل: تاسو ولې د ص او س لپاره جلا توري (ګرافيمونه) لرئ، حال دا چې يو شانته غږونه دي.
عرب ورته وويل: نه داسې نه ده. موږ د ص او س تر منځ په تلفظ کې فرق کوو. ته غوږ ورته ونسيه چې زه يې درته تلفظ کړم.... ص .... س
عجم ورته وويل: خو زه همدغه وايم، هيڅ فرق يې نشته.
عرب ورته وويل: دا چې ته يې فرق نشې اورېدلای، نو د دې وجه دا ده چې ستا غوږونه ورسره اموخته نه دي او ستا په غوږ درته يوشانته درځي. که ته لږ د اورېدو او لږ د تلفظ کولو تمرين وکړې، نو به يې په فرق پوه شې.
د پښتو د «ښ​ʂ» او «ږʐ» موضوع همدې ته ورته ده. د سويلي پښتونخوا په اکثريت لهجو، د افغانستان په سويلي ولايتونو او همدا شان د شمالي پښتونخوا په بعضو لهجو کې «ښ​ʂ» او «ږʐ» په توګه تلفظ کيږي. د دې لپاره په نړيواله فونېټيکي الفبا IPA کې ځانګړي توري هم شته. تاسو دغه دواړه ږغونه لاندې اورېدلای شئ:
ښ​ʂ په کندهارۍ لهجه کې:
ږʐ په کندهارۍ لهجه کې:
که تاسو د کندهار، کوټې يا اړونده لهجې ويونکي نه ياست، نو عجبه به نه وی چې تاسو پورته اوډيوګانو کې صرف د «ش» او «ژ» غږونه واورئ. خو د ريټروفليکس غږونو په توګه د ټولو اورېدونکو لخوا د دوی نه اورېدل کېدل د دې ثبوت نه دی چې دغه غږونه (فونېمونه) نشته.
د يو لوی افغان ژبپوه څخه نيولې بيا د پښتونخوا د بعضو ژبپوهانو په کتابونو، ليکونو او استدلال کې ما لوستي او اورېدلي دي چې هغوی دعوه کوي چې «ښ​ʂ» او «ږʐ» نشته، بلکه صرف «شʃ» «ژʒ» شته. خو دغه ادعا يې ناسمه ده. تاسو پورته دوه ږغونه او لاندې دوه ږغونه واورئ او سره پرتله يې کړئ. ايا تاسو يې فرق اورئ؟
د ش ʃ غږ لاندې اورېدلای شئ:
د ژ ʒ غږ لاندې اورېدلای شئ:
زيات وختونه داسې غوښتنه اورېدل او لوستل کيږي چې وايي د «ښ» او «ږ» توري دي له پښتو څخه حذف کړل شي، «ځکه چې ورته د ش او ژ توري شته». نو که صرف دغه استدلال وي، نو دا استدلال ناکافي او غلط دی.
په تحقيقي مقالو کې ما لوستي چې د ژبپوهانو د يادې ناسمې ادعا اقتباس نورو ژبپوهانو کړی وي، بېله دې چې پخپله په موضوع ځان پوه کړي. په پټو سترګو د يو بل چا د دعوې يا تحقيق تائيد هم د دې لامل کيږي چې ناسم او غلط قضاوتونه پر ځای پاته شي.