لاندنۍ کيسه تاريخي او رشتيا ده:
یو وخت د انګلستان د پاچا هنري اتم په ماڼۍ کې یو ډېر مهم درباري و چې نوم يې «سر وېليام کامپټن» و. دا سړی په ښکاره یو خان او ملک و چې زياته شمتني او القاب يې لرل، لکه د شاهي کلا ساتونکی، د ایرلنډ چانسلر، د پاچا نږدې ملګری... خو ايا پوهېږئ د هغه تر ټولو ځانګړې دنده څه وه؟
هغه د «ګرووم اف ستول» و، یعنې د پاچا د تشناب خادم او ملګری! ښاغلي کامپټن د پاچا د ماشومتوب ملګری و او دومره ورته نږدې شو چې د پاچا پټ رازونه، جامې، جواهرات او حتی هغه «طلايي چوکۍ» چې پاچا پر کښېناستی، هغه به يې هم ساتله. خو دا چوکۍ د تخت په شان نه وه، بلکې هغه کوچنۍ څوکۍ وه چې د پاچا د تشناب/لېټرين/کناراب د ضرورت لپاره جوړه شوې وه.
نو کله چې به پاچا ځان تش کړ، دا سيف الملوک ښاغلی سر وېليام چې د وسلې، د سرو زرو او د القابو څښتن و، باید د پاچا شا پاکه کړې وای. دا د پاچا لخوا پر يو کس دومره لوی "اعتماد" ګڼل کېدی چې خلکو به د «ګرووم اف ستول» دندې ته په حسد سره کتل او دا به يې ارمان و چې کاشکي ما د پاچا شا پاکولای او دا افتخار زما په برخه وای. ځینې وخت به پاچا د ښاغلي وېليام له کور څخه د خپلو نامشروع مینو سره د پټو لیدنو لپاره هم ګټه اخیسته. په لنډه، دا چې دا سړی پاچا ته ډېر نږدې و، خو دا ځکه چې د بد بوی په ځای يې اصلي دنده وه.
سر وېليام د خپل ياد افتخار په برکت ورو ورو ډېرې شتمنۍ او ځمکې ترلاسه کړې. خو د هغه په تړاو د خلکو تر منځ يو ضرب المتل خورا زیات استعمال درلود:
«خان خو دی، ليکن د پاچا د شا صفا کولو له برکته.»
وروسته چې کله په نظام کې نوي اصلاحات راغلل، سر وېليام د خپلې «طلایي چوکۍ» له دندې څخه ليرې کړل شو. د هغه راتلونکو نسلونو ته د «طلايي چوکۍ» په برکت مځکې، جايدادونه او القاب ورپاته دي. البته «د طلايي چوکۍ» بوی ورسره مل دی.
له دغې حقيقي کيسې څخه زموږ زدکړه بايد څه وي؟
دا مهمه نه ده چې څوک څومره القاب، پیسې او د «دربار» نږدې والی لري، که يې اصلي دنده «د شا صفا کول وي»، نو د افتخار خبره نه ده. د «شا پاکوونکي» مريدي يا «شا صفا کول» بيا تر هغه لا هم د بد بوی سره تړلی کار دی.
القاب او شتمني د انسان کرامت نه جوړوي، بلکې د هغه خپلواکي او آزادي يې جوړوي.