په ۱۹۲۸م کال کې د افغانستان پاچا غازي امانالله خان د خپل اوږده اروپايي سفر په ترڅ کې آلمان ته هم ولاړ. د دغه سفر موخه له اروپايي هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پراخول او د عصري صنعت، ټرانسپورټ او ټکنالوژۍ له پرمختګونو سره نږدې اشنا کېدل وو.
امانالله خان په آلمان کې د «یونکرس» د الوتکو له فابریکې څخه هم لیدنه وکړه. دغه فابریکه د آلمان په دېساو ښار کې موقعیت درلود او د هغه وخت له مهمو الوتکه جوړونکو شرکتونو څخه وه.
پاچا غوښتل چې په افغانستان کې عصري هوايي ټرانسپورټ رامنځته کړي. له همدې امله یې د Junkers F 13 ډوله دوې مسافر وړونکې الوتکې واخیستې. د آلمان د موزیم د اسنادو له مخې، دغو الوتکو «Wachtelkönig» او «Nymphensittich» نومونه درلودل او د ۱۹۲۸م کال د اپرېل په دویمه افغانستان ته ولېږدول شوې. ټاکل شوې وه چې د یونکرس شرکت آلماني انجنیران او پیلوټان هم د افغانستان د هوايي ټرانسپورټ په جوړولو کې مرسته وکړي.
Junkers F 13 د نړۍ له لومړنیو بشپړو فلزي مسافر وړونکو الوتکو څخه وه. د دې دوو الوتکو پېرود ښيي چې امانالله خان غوښتل افغانستان له نوې ټکنالوژۍ سره بلد او د عصري ترانسپورټ له نړیوال نظام سره ونښلوي.
خو د امانالله خان د حکومت تر نسکورېدو وروسته دغه پروژه په بشپړه توګه عملي نه شوه. یوه الوتکه کلونه وروسته په کابل کې وموندل شوه او بیا آلمان ته ولېږدول شوه. نن ورځ دا الوتکه په مونشن کې د آلمان په موزیم کې د افغانستان او آلمان د تاریخي اړیکو د یوه مهم یادګار په توګه ساتل کېږي.
څو لسیزې وروسته، د افغانستان اوسنی وضعیت د هر چا مخې ته څرګند دی. هغه هېواد چې غازي امان الله خان یې د عصري کېدو او د نړۍ له پرمختللو ملتونو سره د سیالۍ هیله لرله، نن له بېلابېلو ننګونو سره مخ دی. تاریخ داسې وګرځېد چې هغه فکري او سیاسي جریانونه، چې د امانالله خان د اصلاحاتو مخالف وو او د هغه د واکمنۍ په پای ته رسېدو کې یې رول درلود، بیا پر افغانستان واکمن دي.
هغه افغانستان چې نږدې سل کاله وړاندې د نړۍ له هغو محدودو هېوادونو څخه و چې د Junkers F 13 په څېر عصري الوتکې یې لرلې او مشرتابه یې اراده درلوده چې هېواد په هوايي چلند او نورو برخو کې د نړۍ له پرمختللو ملتونو سره سیال کړي، نن په داسې حال کې دی چې کله ناکله د کاغذي الوتکو او ساده لاسي اختراعاتو نندارې د خلکو د ویاړ او ستاینې موضوع ګرځي. دا توپیر یوازې د ټکنالوژۍ نه، بلکې د یوه ملت د تاریخي فرصتونو، لوړو هیلو او هغو بدلونونو کیسه هم کوي چې افغانستان یې په تېره یوه پېړۍ کې تجربه کړي دي.
احمد ولي اڅکزي، د ۲۰۲۶ کال د جولای ۱۳مه نېټه
نوټ: د مطلب سره لګول شوی انځور په اې آی جوړ شوی دی