هارډ ډسکونه مې خراب او د کلونو خوارۍ مې ضايع شوې
زه يو زوړ نوټبوک لرم چې هر چېرې به مې د ځان سره وړی، ولې چې نژدې د ژوند ټوله خزانه مې پکښې ساتلې وه. د خپلې ډېټا د بل ځای خوندي کولو لپاره مې دوه نور باندني هارډ ډسکونه هم ساتلي ول او تل به مې هلته هم يوه کاپي خوندي کوله.
خو دا تېر څو کلونه داسې په پروژو او کورنيو موضوعاتو کې مصروف وم، چې ما به کله ويل سبا او کله به مې ويل بل سبا به د خپلې ډېټا کاپي باندنيو هارډ ډسکونو ته انتقالوم. خو له بده مرغه په دې حالت کې راباندې کالونه تېر شول. يو هارډ ډسک په مسافرۍ کې د کډې پر وخت ولوېد او خراب شو او يوه برخه مواد يې صرف راسره په نوټبوک کې پاته ول.
د ژوند ستړياوو او مسؤليتونو راته د وخت په تېرېدو سره تل لږ وخت راکاوه چې پر خپلو پروژو کار وکړم. کله چې به لږ وخت په لاس راغلی، نو د دې پر ځای چې زه هغه د شته ډېټا د لا بهتر خوندي کولو لپاره مصرف کړم، ما به حرص کاوه چې د پروژې په يوه برخه کې لږ نور کار وکړم چې هغه پر مخ ولاړه شي. ډېټا مې هم دومره زياته وه چې تنظيم او خوندي کولو يې څو ورځې رخصتۍ ته اړتيا لرله. حال دا چې ما به انشالله په دا تيرو دېرشو کالونو کې د ګوتو په شمېر رخصتۍ لرلې وي.
اوس مې دا دی د نوټبوک يو ټېرابايټ لرونکی اس اس ډي هارډ ډسک هم خراب شو او هر څه مې پکښې ضايع شول.
د پښتو اشعارو، قاموسونو، ږغونو او متونو د يو مخلوط انلاين سيسټم لپاره مې په زرونو پاڼې نوټونه، کوډونه وغيره ليکلي او راغونډ کړي ول. د اړونده موضوعاتو سره تړلي پر څو کتابونو مې کار کړی و. پر يو وخت به مې پر څو قاموسونو کار کاوه او کله به يو ته وجوړېدم او کله به مې پر بل کار کاوه. کله چې به په اختر کې لا د کورنۍ د نورو غړو يا ملګرو کور ته ورتلم نو به مې د ځان سره نوټبوک اخيستی و چې ګواندې هلته په يو کونج کې راته د کار لږ وخت راپيدا شي.
له بده مرغه د پښتو قاموسونو سره تړلو په ټولو خپلو پروژو او کارونو کې زه تقريبا تل يوازې وم او صرف به الله راسره مل و. په دا تيرو ۲۵ کالونو کې زه په دې نه وتوانېدم چې دويم کس پيدا کړلای شم چې زما اوږه په اوږدمهاله او حقيقي توګه په سپکه شي. که کوم دويم کس يا کاري ډله راسره وای، نو به مې دغه څيزونه د نورو سره هم شريکولای او يو شانته به خوندي وای يا به مې لږ وخت موندلی وای چې پر بهتر تنظيم او خوندي کولو يې عملي کار وکړم.
په هر صورت، د خوښۍ خبره دا ده چې زه شکر په خپل ژوند کې لا پښتو په هغه مقام وينم چې ما يې تصور هم نشوای کولای. پښتو شکر تر زياتې اندازې د نوې ټيکنالوژۍ برخه ګرځېدلې ده او هيله شته چې ونډه به يې لا زياته شي. دا هغه څه دي چې ما ورته خپله ځواني او ژوند وقف کړی و او الله زما په ژوند لا د پښتو داسې پرمختګ راباندې وليد. له مهربان رب څخه له دې وجې ډېر مشکور يم. يو احسان دې لا رب راسره دا وکړي چې زما په ژوند لا د لر او بر د يووالې، آبادۍ او بشپړې خپلواکۍ ورځ راباندې وويني. آمين
ستاسو ټولو څخه بخښنه غواړم چې راسره داسې حادثه وشوه، ځکه چې دا هر څه زما شخصي نه ول بلکه ستاسو او ټول ولس مال و. هيله ده چې ماته بخښه وکړئ او راته دعا وکړئ چې زه يې په پاته ژوند کې جبران کړلای شم.