یوازې دا چې یو څوک په افغانستان کې سرتېری، پولیس، خبریال یا د پخواني حکومت کارکوونکی پاتې شوی، په دې معنا نه ده چې جرمني، امریکا یا کوم بل لوېدیځ هېواد به حتماً ورته ویزه ورکړي او له افغانستان څخه به یې انتقال کړي.
له بده مرغه، د ډېرو افغانانو ترمنځ په دې اړه یو ناسم تصور موجود دی. ځینې فکر کوي چې که یې په تېر حکومت کې دنده ترسره کړې وي، له نړیوالو مؤسسو سره یې کار کړی وي یا خبریال پاتې شوی وي، نو یوه ورځ به حتماً کوم لوېدیځ هېواد دوی ته د انتقال زمینه برابره کړي. خو حقیقت دومره ساده نه دی.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته، امریکا، جرمني او نورو لوېدیځو هېوادونو زرګونه افغانان وایستل. وروسته هم د ځینو ځانګړو او له خطر سره مخ کسانو لپاره د منلو پروګرامونه موجود وو. همدې بهیر په ډېرو خلکو کې دا تصور رامنځته کړ چې ګواکې د پخواني حکومت هر کارکوونکی اروپا یا امریکا ته د انتقال حق لري.
خو ایا جرمني، فرانسه، برېتانیا، کاناډا او امریکا کولای شي د افغانستان ټول پخواني سرتېري، پولیس، خبریالان، دولتي کارکوونکي او د هغوی کورنۍ خپلو هېوادونو ته انتقال کړي؟ ځواب روښانه دی: نه. هېڅ لوېدیځ هېواد د ټولو دغو کسانو د انتقال عمومي ژمنه نه ده کړې. له خطر سره مخ کېدل او د انتقال حق لرل دوه بېل شیان دي. کېدای شي یو پخوانی سرتېری، پولیس یا خبریال واقعاً د طالبانو له ګواښ سره مخ وي او نړیوال خوندیتوب ته اړتیا ولري. خو دا په دې معنا نه ده چې جرمني یا بل هېواد به حتماً ورته ویزه او د الوتکې ټکټ برابر کړي. د بشري منلو پروګرامونه ځانګړي شرایط او محدود امکانات لري. جرمني هم په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان لپاره خپل فدرالي منلو پروګرام بند کړ. البته، د هغو کسانو حقوقي وضعیت بېل دی چې مخکې ورته رسمي د منلو ژمنه ورکړل شوې وي.
په اروپا کې د پناه غوښتنه هم د منلو تضمین نه دی. ځینې افغانان فکر کوي چې که اروپا ته ورسېږي او هلته ووایي چې په افغانستان کې سرتېري، پولیس یا خبریالان وو، نو حتماً به یې د پناه غوښتنه ومنل شي. دا تصور هم سم نه دی. د پناه غوښتنې پر مهال د هر شخص وضعیت، د ګواښ او ځورونې خطر او د افغانستان شرایط ارزول کېږي. د پخوانیو امنیتي ځواکونو غړي، خبریالان او د بشري حقونو فعالان کېدای شي د نړیوال خوندیتوب مستحق وي، خو یوازې د یوې دندې لرل د پناه غوښتنې د منلو اتومات تضمین نه دی. همدارنګه، په عادي ډول له افغانستان څخه د جرمني سفارت ته د پناه غوښتنې په لېږلو سره څوک د انتقال حق نه ترلاسه کوي.
په اروپا او امریکا کې سیاسي وضعیت هم بدل شوی دی. په وروستیو کلونو کې په ډېرو اروپايي هېوادونو کې د کډوالۍ مخالف او ښي اړخي سیاسي جریانونه پیاوړي شوي دي. حکومتونه د کډوالۍ د محدودولو او د منلو د پروګرامونو د سختولو تر فشار لاندې دي. امریکا هم د افغانانو د داخلېدو او بیا مېشتېدنې پر ګڼو لارو سخت محدودیتونه لګولي دي. دا په دې معنا نه ده چې په اروپا کې د پناه غوښتنې حق ختم شوی، خو له افغانستان څخه د مستقیم بشري انتقال فرصتونه د ۲۰۲۱ کال په پرتله ډېر محدود شوي دي.
نو جرمني ته د تګ کومې قانوني لارې شته؟ هغه افغانان چې غواړي جرمني یا نورو اروپايي هېوادونو ته لاړ شي، باید یوازې د بشري انتقال په تمه پاتې نه شي، بلکې نورې قانوني لارې هم وپېژني.
۱. د کار ویزه: هغه کسان چې مناسب تحصیلات، مسلکي وړتیاوې او د کار وړاندیز لري، کولای شي د اړوندو شرایطو په پوره کولو سره د جرمني د کار ویزې غوښتنه وکړي.
۲. د زده کړو ویزه: د جرمني له پوهنتون څخه د قبولۍ ترلاسه کول او د ژوند د لګښتونو د تأمین ثبوت د تحصیلي ویزې له مهمو شرایطو څخه دي. بورسونه هم مرسته کولای شي.
۳. د فرصت کارت (Chancenkarte): د مسلکي وړتیا، اړینو ژبنیو مهارتونو او مالي شرایطو په لرلو سره ځینې کسان کولای شي د کار موندلو لپاره جرمني ته لاړ شي.
۴. مسلکي زده کړې (Ausbildung): هغه کسان چې اړین شرایط پوره کوي او د مسلکي روزنې مناسب ځای پیدا کړي، د اړوندې ویزې غوښتنه کولای شي.
۵. د کورنۍ یوځای کېدل: د ځینو نږدې کورنیو غړو لپاره، د قانوني شرایطو په پوره کولو سره، د کورنۍ د یوځای کېدو امکان هم شته.
البته، دا لارې هم اسانه نه دي. مالي امکانات، د ژبې زده کړه، د اسنادو برابرول او د ویزې پروسه د ډېرو افغانانو لپاره جدي خنډونه دي.
په افغانستان کې ډېر کسان له سختو شرایطو او واقعي ګواښونو سره مخ دي. د هغوی اندېښنې او د خوندیتوب اړتیاوې باید جدي ونیول شي. خو دا هم سمه نه ده چې خلکو ته داسې هیلې ورکړل شي چې قانوني او عملي بنسټ نه لري. که څوک له کلونو راهیسې یوازې دې ته په تمه وي چې یوه ورځ به جرمني، امریکا یا بل هېواد ورته زنګ ووهي او د انتقال ټکټ به ورکړي، ښه ده چې خپل وضعیت او نور شته فرصتونه هم په واقع‌بینانه ډول وارزوي. همدارنګه، باید له هغو کسانو او شبکو څخه ځان وساتل شي چې د پیسو په بدل کې د حتمي ویزې، د انتقال یا د بشري منلو په نوملړ کې د شاملولو ژمنې کوي. باوري معلومات باید له رسمي ادارو او مسلکي حقوقي مشاورینو څخه ترلاسه شي. هغه کسان چې مخکې یې رسمي د منلو ژمنه ترلاسه کړې، یا له جدي ګواښ سره مخ دي، باید خپل ځانګړی حقوقي وضعیت وڅېړي.
د دې خبرو موخه د خلکو ناهیلي کول نه دي، بلکې د ناسمو تصوراتو روښانه کول دي. په ځانګړي ډول ځوانانو ته پکار ده چې د امکان تر حده پر زده کړو، ژبو، مسلکي مهارتونو او قانوني فرصتونو تمرکز وکړي، نه دا چې د خپل ژوند کلونه یوازې د یوې نامعلومې ژمنې په انتظار تېر کړي. دا چې یو څوک په افغانستان کې سرتېری، پولیس، خبریال یا دولتي کارکوونکی پاتې شوی، کېدای شي د نړیوال خوندیتوب لپاره مهم دلیل وي؛ خو دا په خپله نه ویزه ده، نه د الوتکې ټکټ او نه هم اروپا ته د انتقال تضمین.
حقیقت کله ناکله تریخ وي، خو ناسمې هیلې تر هغه هم ډېر زیان رسولای شي.