هر څوک چې کامن وايس کې ونډه اخلي، لاندني معلومات بايد حتما ولولي!
يادونه: که نه پوهېږئ کامن وايس څخه شی دی او څنګه پکښې ونډه اخيستلای شئ، نو په دريمه تبصره کې راغلي لينکونه وګورئ.
ليکنه: کامن وايس؛ لهجه که معيار؟
پښتو ژبه د نړۍ له هغو ژبو څخه يوه ده چې د لهجو او تلفظ پراخه تنوع يعني بېلابېلوالی لري. دا تنوع د سيمې، قوم، عمر، جنس، او ټولنيز حالت له مخې بدلېږي.
د موڅيلا کامن وايس پروژه غواړي چې د پښتو ټولې!! غږيزې بڼې راټولې کړي. دا د دې لپاره چې د مصنوعي ځيرکتيا (AI) غږ پېژندونکي سيستمونه وکولای شي د هر پښتون او پښتنې غږ درک کړي نه يوازې د يوې لهجې.
خو دا موخه او مقصد يوازې هغه وخت ترلاسه کېدلای شي چې موږ تنوع ومنو، وساتو او د يو بل درناوی وکړو.
۱. د لهجو او ليکدود تنوع
پښتو د سيمې له مخې څو بڼې لري، د مثال په توګه:
غږ، ږغ
ځمکه، مځکه
راغلي وو، راغلي وه، راغلي ول
تاسو راغلي يې، تاسو راغلي ياست
راغلي وې، راغلي واست
او داسې نور...
دا توپيرونه د سيمه ‌ييزو لهجو طبيعي ځانګړتيا ده. هر ډول بڼه درسته ده، ځکه دا د ژبې ژوندۍ تنوع ښيي. ژبه هغسې ښيي لکه څنګه چې په حقيقت کې موجوده او ژوندۍ ده او په دا ډول فرقونو سره ويله او تلفظ کيږي.
۲. د کامن وايس هدف
د کامن وايس پروژه د يوې «معياري پښتو» جوړولو هڅه نه کوي.
بلکه مقصد او موخه يې دا ده چې د پښتو د ټولو لهجو طبيعي غږونه راټول کړي چې AI ماډلونه وکولای شي د ټولو سيمو خلک وپېژني او درک کړي، په خبرو يې پوه شي او ورته اړين جواب ورکولای شي.
۳. که د جملې ليکدود له ستا د لهجې سره توپير ولري
مثلا که ته د کندهار لهجه وايې او جمله داسې وي:
«غږ ډېر خوږ دی.»
خو ته عادت يې چې «ږغ» وايې، نو دا پوښتنه پيدا کېږي: ايا زه بايد «غږ» تلفظ کړم، که «ږغ»؟
ځواب: د ثبت پر وخت جملې بايد تل د خپل طبيعي لهجوي تلفظ سره يې ووايې. د کامن وايس مقصد د «واقعي» خبرو ثبتول دي، نه د کتابي تلفظ. که ته دا «ږغ ډېر خوږ دی» وايې، دا سم دی، ځکه دا ستا د طبيعي خبرې استازيتوب کوي. کوم وخت چې بيا ته د مصنوعي ځيرکتيا سره خبرې کوې، نو هغه هم بايد په «ږغ» او هم په «غږ» پوه شي. دا ځکه چې ټول پښتانه يو واحد تلفظ نشي زده کولای، ځکه چې دا يو ناممکن او غيرطبيعي کار دی. په زياته مېرمنې او زاړه خلک يا کليوال خلک چې تعليمونه يې نه وی کړي، هغوی صرف هغه لهجه خبرې کولای شي چې د دوی زده ده او له دې کبله له مصنوعي ځيرکتيا څخه ګټه اخيستل بايد د هغوی په خپله لهجه هم ممکن وي.
۴. د نورو لهجو د ثبتونو ارزونه
کله چې ته د بل چا غږ اورې، ممکن هغه داسې تلفظ وکړي چې ستا له لهجې سره توپير لري.
مثلاً هغه وايي «مځکه»، ته «ځمکه» ته عادت يې.
که جملې مانا سمه وي او تلفظ طبيعي وي، نو دا غږ بايد ومنل او جمله تائيد شي. د رد دليل بايد د تلفظ يا مانا تېروتنه وي، نه د لهجې توپير.
لنډه قاعده:
که مانا سمه وي، «تائيد يې کړه»
که طبيعي تلفظ لري، «تائيد يې کړه»
که يوازې لهجه توپير لري، «تائيد کړه»
۵. د مېټاډېټا (Metadata) ارزښت
په کامن وايس کې کله کله د ګډون پر مهال له خلکو د اضافي معلوماتو غوښتنه کېږي، لکه عمر، جنس، لهجه، يا سيمه. دا هغه وخت چې تاسو د اکاونټ جوړولو پر وخت خپل مشخصات ورکوئ. دا معلومات «مېټا ډېټا» بلل کېږي.
پوښتنه: ايا دا ګټور ده چې خپله لهجه، جنسيت، قوم يا د ښار نوم وليکو؟
ځواب: هو، دا ډېره مهمه او علمي ګټه لري.
کله چې د هر غږ سره دا معلومات ثبت شي، د محاسبوي ژبپوهنې څېړونکي لاندنۍ آسانتياوې په لاس راوړي چې په مرسته يط هغوی کولای شي چې:
ـ د هر لهجه‌ ييز ډول ځانګړتياوې وڅېړي.
ـ د مصنوعي ځيرکتيا ماډلونه داسې وروزي چې د ټولو لهجو توپيرونه وپېژني.
ـ پوه شي چې کومې سيمې کمې بېلګې لري چې وروسته متوازن معلومات راټول شي.
نو که ته د خپل ښار، ولسوالۍ، يا لهجې نوم وليکې (لکه کندهار، پېښور، ننګرهار، وزيرستان، يوسفزی، مومند، سليما نخېل، نورزي...) دا د اې آی لپاره ډېره ګټوره مرسته ده.
البته، دا معلومات اختياري او رضاکارانه دي او د شخصي حريم يا په اصطلاح پرايوېسي اصول بايد مراعات شي، خو علمي لحاظه ډېر ارزښت لري.
 
۶. د جملو د لوستلو طرز ايا بايد د «کتابي لوستلو» او که د «طبيعي خبرو» په شان وي؟
د دغې پوښتنې جواب دا دی، چې د کامن وايس موخه دا نه ده چې د کتاب لوستل ثبت کړي، بلکې غواړي واقعي، ژوندۍ، ورځنۍ خبرې راټولې کړي. يعني داسې خبرې چې موږ تاسو يې په ورځني ژوند کې کوو، نه هغه چې د کتاب د لوست پر وخت جمله تلفظ کوو. نو غوره ده چې په غږ کې د جملو د ثبت پر وخت لاندې ټکې په پام کې ونيول شي:
ـ جملې بايد په خپله طبيعي/سوچه لهجه، سرعت، او اداء سره ثبت کړئ.
ـ جملې د ورځنيو خبرو په ډول ثبت کړئ، نه د رسمي لوستلو په انداز.
مثلاً که جمله ده: «زه نن کار ته ولاړم.»
ته کولای شې دا طبيعي ووایې: «زه نن کار ته لاړم»، نه د رسنۍ په آهنګ او طرز.
خو بايد جملې ته وفاداره پاتې شې، يعنې مانا بدله نه کړې، يوازې يې په خپله طبيعي لهجه تلفظ سره ووايې.
۷. د علمي ژبپوهنې له نظره
که تاسو اندېښنه لرئ چې که موږ په کامن وايس موڅیلا کې په ليکلو او ثبت کې بېلې لهجې وکاروو نو پښتو به زيانمنه شي يا به د سيسټمونو بنياد ناسم کښېښودل شي، نو دا اندېښنه بېځايه ده.
د لهجو د تنوع ساتل د Dialect-Aware Speech Modeling بنسټ جوړوي. په دې ماډلونو کې لهجې د تېروتنې په توګه نه ګڼل کېږي، بلکې د زده کړې برخه وي. هره لهجه د ژبې د يو اړخ استازيتوب کوي او که دا ټولې لهجې راټولې شي، مصنوعي ځيرکتيا کولای شي د پښتو د ټولو ډولونو غږونه وپېژني.
۸. د رضا کارانو لپاره عملي سپارښتنې
لطفا په کامن وايس کې د خپلو مرستو پر وخت لاندنۍ سپارښتنې په پام کې ونيسئ:
ـ په خپله لهجه خبرې وکړئ. هڅه مه کوئ چې «معياري» او د رسنيو بڼه وکاروئ.
ـ د نورو لهجو درناوی وکړئ. دا ټولې د پښتو د بډاينې برخه دي.
ـ د تلفظ او مانا پر بنسټ قضاوت وکړئ، نه د ليکدود پر بنسټ.
ـ که جمله مبهمه وي، تبصره وکړئ، نه دا چې د لهجې له امله يې رد کړئ.
ـ که ممکنه وي، خپله سيمه يا لهجه د مېټا ډېټا په برخه کې وليکئ. دا د راتلونکي AI ماډلونو لپاره ډېر مهم دی.
ـ جملې د طبيعي خبرو په ډول وايئ، نه د کتاب لوستلو په ډول.
پښتو يو ژوندی او بډای ژبنی نظام لري چې د لهجو، تلفظ او ګرامري توپيرونه يې د فرهنګي شتمنۍ برخه دي. د کامن وايس پروژه هغه وخت بريالۍ کېږي چې هر ګډونوال د خپل غږ، لهجې او سيمې په استازيتوب پکښې برخه واخلي. ستاسې غږ، که له کندهاره وي، که له پېښوره، که له ننګرهاره، که له وزيرستانه، د پښتو د راتلونکي مصنوعي ځيرکتيا يوه ارزښتناکه خښته به وي. تاسو به مړه ياست، خو ستاسو کار او زيار به ستاسو د راتلونکو نسلونو په خدمت کې وي او ژوندی به وي.
احمد ولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۲۵مه نېټه