خيبره خېر دي وي راپېښه شوه څه نوې مينه...

هغه مينه او مېلمه پالنه چې ماته د پېښور پوهنتون او اسلاميه کالج د پښتو پوهنځيو محصلينو، تحقيق کوونکو/سکالرانو او استادانو راکړه، هغه ښکلا چې ما د پېښور پوهنتون په پراخه ساحه او د پېښور ښار او د خيبر پښتونخوا د خلکو په زړونو کې وليدله، زما د ژوند له تر ټولو خوږو تجربو او خاطرو څخه ده.

له ټولو خوږو ملګرو، محقيقينو او استادانو څخه د دوی له مېلمه پالنې، مينې، خوندورو خوراکونو او ګتورو علمي مجلسونو يوه نړۍ مننه.

هغه دوستان او استادان چې يا له پېښور څخه دباندې ول او يا د نورو لاملونو له کبله دا ځل احترام ته په ورتلو بريالی نشوم، هيله ده چې زما عذر ومني.

ګرانو او خوږو ډاکټر صاحبانو،
ما د ورځو شپو او شېبو شمېرل پېل کړي دي چې بيا به کله ستاسو سره يوځای کېږم.

دې پشتانې او د پشتو سره چې مينه نېره هه ډېره شوه ، چې کله نه مې اې توسې ولمستيا او مينه وکتله