دغه لورکۍ چې په انځور کې يې وينئ، دا افشين نوميږي. افشین ګل د پاکستان د سند صوبې یوه اوسېدونکې ده چې د ماشومتوب له یوې پېښې وروسته یې غاړه په ۹۰ درجې کږه پاتې شوې وه. افشين جانه لس میاشتېنۍ وه چې د خور له لاسه ولوېده او له هماغه وخته یې ژوند ډېر سخت شو. د ناسمې درملنې او د پیسو د نشتون له امله د هغې حالت ورځ تر بلې خرابېده. افشین نه شوای کولای سم وګرځي، وخوري او یا خبرې وکړي او ډېر وخت به یې پر ځمکه تېراوه. سربېره پر دې، هغه د دماغي فلج ناروغۍ هم درلوده چې پرمختګ یې نور هم ورو کړ.
شاوخوا دولس کاله افشین له کوره نه وه وتلې او په دردناک حالت کې یې ژوند کاوه. په ۲۰۱۷ کال کې یې کیسه نړیوالو رسنیو ته ورسېده او خلکو د مرستې غږ پورته کړ. بالاخره یو هندي ډاکټر، راجګوپالن کرشنن، په نوي ډهلي کې وړیا د هغې د جراحۍ وړاندیز وکړ. افشین په ۲۰۱۹ کال کې هند ته ولاړه او هلته یې څو لوی عملیات ترسره شول. اصلي جراحي شپږ ساعته وخت ونیو او د هغې غاړه سیده شوه.
نن افشین کولی شي پخپله وګرځي، وخوري او خبرې وکړي، او ټپونه یې ښه شوي دي. که څه هم لا هم لږه کمزورې ده، خو ډاکټران هیله لري چې حالت به یې نور هم ښه شي. د افشین کورنۍ وايي چې دا درملنه د هغې ژوند وژغوره او اوس هغوی ډېر خوشحاله دي.
هند او پاکستان دوه يو د بل دښمن هيوادونه ګڼل کيږي. خو انسانيت، پوهه او ساينس خپل ځان ته جلا منطق لري او پکې کرکه نه ځاييږي.
دا چې انسانيت، مينه و شفقت و عاطفه، پوهه او ساينس مباح که فرض دي، د نوشين جانې په کيسه کې يې يو ځل بيا جواب تکرار شوی دی.