د «تسينګ هووا» په نوم د تايوان ملي پوهنتون وايي چې د نړۍ تر ټولو کوچنی کوانټم کمپیوټر يې جوړ کړی دی چې په صرف يو فوټون چليږي. حال دا چې تر مخه د دا ډول کمپيوټرونو حجمونه ډېر زيات ول او سړولو لپاره يې ډېرو زياتو ماشينونو او لوی ځای ته اړتيا وه. خو ښايي د سايز، حجم او کېفيت او ورباندې د کنټرول بهتره کېدو سره به نوي کوانټم کمپيوټرونه د اوسنيو کمپيوټرونو ځای ونيسي. د دا ډول يو پر مختللي د راتلونکي وخت کمپيوټر چټکتيا، دقيقوالی او د محاسبې ځواک به تر ملياردونو اوسنيو کمپيوټرونو زيات وي. د دا ډول چټکو کمپيوټرونو امتزاج د مصنوعي ځيرکتيا سره د انسانيت او انسانانو لپاره د امکاناتو هغه دروازې خلاصولای شي، چې انسانان يې ابعاد او پراختيا تصور کولای لا نشي.
کوانټم کمپیوټر څه شی دی؟
کوانټم کمپیوټر د دودیزو کمپیوټرو برعکس د کوانټم بټونو (Qubits) پر بنسټ کار کوي، کوم چې کولای شي په یو وخت کې بېلابېلي محاسبې وکړي. دا کمپیوټرونه د معلوماتو پروسس کولو لپاره د کوانټم میخانیک اصول کاروي او په دې توګه د اوسني کمپیوټرو په پرتله په ملیاردونه ځلې ګرندي دي.
مصنوعي ذهانت (AI) څه شی دی؟
مصنوعي ځيرکتيا يا AI یو هوښیار سیسټم دی چې کولای شي د انسانانو په شان زده کړه، تحلیل او تصمیم نیونه وکړي. دا ټیکنالوژي د معلوماتو پر بنسټ کار کوي او ماشینونو ته وړتیا ورکوي چې اوتومات کارونه ترسره کړي، ستونزې حل کړي، او حتی نوې مفکورې رامنځته کړي.
د کوانټم AI سره نړۍ څنګه بدلېدای شي؟
تصور وکړئ چې یوه داسې نړۍ وي چیرې چې AI د کنټرول وړ کوانټم کمپیوټرو سره خپل لوړ حد ته ورسیږي. ساینس، طب، او ټیکنالوژي په بې ساري سرعت سره پرمختګ پکښې کوي. د سرطان، الزایمر او نورو پیچلو ناروغیو درملنه د کوانټم AI له لارې ممکنه کیږي. د اقلیم بدلون ستونزې د AI پر بنسټ د نوي انرژۍ داسې حلونه رامنځته کوي چې پایله یې تقریباً لامحدوده پاکه انرژي ده. ايا د کوانټم کمپيوټرونو او AI امتزاج به په مجموع کې د انسانانو د ناروغيو د علاج، مقدماتي او وقايوي اقداماتو امکانات انقلابي کړي؟ ايا د انسانانو ژوندونونه به اوس لا د تصور نه وړ اوږدوالي ته ورسيږي؟ ايا د انساني بدن د حجرو د زړېدو او په دې توګه د انسانانو د زړېدو مخنيوی او په دې توګه اوږد وخت ځوان پاته کېدل به ممکنه شي؟
مالي بازارونه متوازن کیږي، لوژستیکي سیستمونه خورا اغیزمن کیږي او د موادو ساینس نوي، خورا قوي او سپک مرکبات کشفوي. حتی د نړۍ لویې معماوې لکه تیاره ماده، پیچلي بیولوژیکي جوړښتونه او پخپله شعور هم افشا کېدای شي.
د راتلونکي کوانټم کمپیوټرو سرعت
کوانټم کمپیوټرونه به د نن ورځني سوپر کمپیوټرو په پرتله ملیاردونه ځلې ګړندي وي. د نن ورځې پرمختللي کمپیوټرونه کولی شي ځینې ستونزې په څو کلونو کې حل کړي، خو کوانټم کمپیوټرونه به دا ستونزې په څو ثانیو کې حل کوي. دا به د معلوماتو پروسس کولو او تحلیل لپاره داسې انقلاب رامنځته کړي چې هیڅکله یې تصور نه و شوی.
نوې ننګونې او پوښتنې
خو دا پرمختګ له چیلنجونو خالي نه دی. د سایبري امنیت نوی جنګ پیل کیږي، ځکه چې کوانټم AI کولی شي د نن ورځې پیچلي رمزونه/شفرونه/پاسورډونه په څو شیبو کې مات کړي. بل چیلنج دا دی چې څوک به دا ټیکنالوژي کنټرولوي؟ انسان به څنګه ډاډ ترلاسه کوي چې AI يې له ارزښتونو سره سم پرمختګ کوي؟
دا یوازې یو پرمختګ نه دی بلکې یو بشپړه انقلابي بدلون دی. کوانټم AI به هوښیارتیا له سره تعریف کړي، انساني ټولنه به بدله کړي او داسې امکانات به رامنځته کړي چې تصور یې هم ستونزمن دی.
ایا تاسو د يو ولس په توګه دې راتلونکي ته چمتو یاست؟
احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ ۹مه نېټه