یو وخت یو لوی کتابتون و چې په مليونونو کتابونه پکښې پراته وو. یو عادي ځوان سړی راغی او غوښتل یې یو ځانګړی کتاب پیدا کړي.
هغه هر کتاب را اخيست او کتی يې چې ايا هغه کتاب دی چې دی پسې ګرځي که نه. سړی سپينږری شو، خو لا يې اصلي کتاب نه و موندلی او لا زيات کتابونه پاتي ول چې بايد ده کتلي وای.
خو هلته یو بل سړی راغی، چې خلکو ورته د "جادوګر" خطاب کاوه. هغه داسې وړتیا لرله چې په یو وخت کې يې په ټولو کتابونو کې دننه کتلای شوای. هغه په یوه شېبه کې پوه شو چې هغه ځانګړی کتاب چيرې دی او په شېبه کې يې پيدا کړ.
عادي کمپیوټر همداسې دی لکه لومړی سړی. هغه یوازې په يو وخت کې صرف يو ځای کې کتلای شي او صرف يو ځای کې حضور لرلای شي. يا به دلته وي يا به هلته، يا به دغه کتاب کې ګوري يا به هغه. په ماشيني اصطلاح ويلای شو چې هغه یوازې "صفر" وي یا یوازې "یو" وي.
خو کوانټم کمپیوټر د مخکې لنډې کيسې د جادوګر په شان دی. هغه په یو وخت کې په څو ځایونو کې حضور لرلای شي. یعني هغه کولی شي هم "صفر" وي او هم "یو"، هم دلته واوسي او هم په لکونو نورو ځايونو کې حضور ولري. له همدې کبله کوانټم کمپیوټر تل ډېر چټک ځواب پیدا کوي.
که موږ دا د ریښتوني ژوند په مثالونو کې وګورو نو فرق يې لا روښانه کېږي:
مثلا که يو قلف وي او په ټريليونونو کيلۍ ورسره وي، خو ورڅخه په صرف يوې واحدې کيلۍ قلف خلاصيږي، نو عام کمپيوټر به يوه يوه کيلۍ په قلف کې اچوي او ګوري به چې په خلاصيږي که نه. دا کار به تر هغه وخته کوي تر څو چې قلف خلاصيږي. دا کار ښايي کالونه وخت ونيسي. خو کوانټم کمپيوټر په يو وخت کې ټولې کيلۍ پر قلف کتلای او بېله ځنډه په سمدلاسه توګه اصلي کيلۍ پيدا کولای شي.
حتی د درمل جوړونې په برخه کې عادي کمپیوټر باید د هر مالیکيول اغېز جلا جلا وګوري چې دا کار کلونه وخت نیسي. خو کوانټم کمپیوټر کولای شي په یوه شېبه کې په ملیاردونو مالیکيولونه وازمويي او ډېر ژر مطلوب درمل جوړ کړي.
که په لنډه توګه ووايو، نو يو عادي کمپیوټر هر کار یو په یو کوي، خو کوانټم کمپیوټر په یو وار او يو وخت کې ډېر کارونه هممهاله ترسره کولای شي. همدا وجه ده چې کوانټم کمپیوټر د نړۍ له تر ټولو تېز کمپیوټر څخه لا هم په سلونو زره چنده تېز دی.
کوانټم کمپيوټر څه خوب او خيال نه بلکه يو حقيقت دی. ورباندې کار روان دی او لومړي ماډلونه يې جوړ شوي او ازمويل کيږي. دغه کمپيوټرونه به د بشريت لپاره د ګټورو کارونو لکه درمل جوړونه، چاپيريال ساتنه او نورو کې ډېر لوی او مثبت پرمختګونه رامنځته کړي. البته د مصنوعي ځيرکتيا سره د دغه وسيلې يوځای کېدل به بشريت ضد هغه کارونه هم ممکنه کړي چې اوس يې اټکل هم نشي کېدلای. په زياته د وسلو جوړولو په برخه کې ښايي هغه خطرناکه وسايل رامنځته شي چې اوس لا د انسان تر تصور او اټکل ليري دي.
دا خو مې لنډ درته د نورې نړۍ لږ احوال درکړ. ستاسو په کلي او وطن کې پر کومو موضوعاتو بحث او کار روان دی؟
احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر ۲۰مه
يادونه: په دغه ليکنه کې له ساده تشبيهاتو څخه کار اخيستل شوی چې موضوع آسانه تشريح شي، خو موضوع په اصل کې تر هغه ډېره پېچلې ده. مثلا کوانټم کمپيوټر په ټولو ستونزو کې تر عام کمپیوټر چټک نه دی لکه دغه ليکنه کې چې راغلي، بلکه کوانټم کمپيوټر لا دمګړی صرف په ځانګړو مواردو کې تر عام کمپيوټر چټک دی. همدا شان پر يو وخت د زياتو کيليو ازمويل په حقيقت کې په ليکنه کې تر راغلې مثال مغلق تره موضوع ده او د کوانټم الګوريتم سره تړلی يو بحث دی.