سلام،
که ته دا لیک لولې نو ته شاید لا هم د انسانیت د اصلي بڼې یو یاد لرې. زه له راتلونکې يوې داسې زمانې درته دا لیک ليکم چې #ښځه پکښې یوازې یوه تاریخي اصطلاح ده. دلته ماشومان نه زېږېږي، بلکې تولیدېږي... په شفافو ښيښو کې، په مصنوعي رحمونو کې، د کوډونو او قراردادونو په چوکاټ کې.
دلته مور نشته. مینه د پروګرام یوه برخه ده، نه د زړه يو احساس او نه د روح کېفيت. موږ ته ویلي شوي چې دا پرمختګ دی، احساساتو ته اړتیا نشته، نارینه او ښځینه توپیر بېځایه و. خو موږ له دې سره، ښځه هیره کړه. مور هیره شوه. زوی او لور اوس یوازې د جینیتیکي جوړښتونو په شکل پېژنو.
ما د پخوانیو کتابونو له پاڼو لوستي چې ښځه به مینه وه، ښکلا وه، آرام وه، هيله وه، تلوسه وه، شفقت وه، رحم وه، هنر او ژوند وه. دا ټول دلته ورک دي. موږ نور ژاړو نه. موږ شعر نه لرو. موږ د یو بل د سترګو ژبه نه سره پېژنو. دلته هر څه حساب او قانون دی... خو روح نشته.
که ښځه موجوده نه وي، نو موږ دا دی وينو چې انسان بيا هم پاتېږي، خو بېله ښځې #انسانیت پاته نه دی. موږ اوس هم یو بل ته ګورو، خو نه د محبت له مخې، بلکې د منظور شوي نقش او د متفقه شوو معناوو له مخې. موږ د ژوند تخنیکي بڼه لرو، خو د ژوند خوند نه پېژنو.
زه نه پوهېږم ته به دا لیک چیرته پیدا کړې. که دا تر تا رسېږي، نو دا زما د امید وروستی څرک دی. مه هېروه: ښځه یوازې انسانه نه ده بلکې د انسانیت روح او زړه ده. که تاسې هغه هیره کړئ، نو ځانونه به هېر کړئ او زما د عصر نوبت ته به ورسېږئ.
له تيارې څخه د انسانيت زګېروی، له مصنوعي رحم څخه زېږېدلي يو بې موره زوی تنبيه...
يو بې هويته انسان
د ۲۱۸۴ کال د جون لومړۍ نېټه