«سلام،
دغه پيغام چې تاسو يې لولئ، له نن څخه ۲۵ کاله وروسته يعني په ۲۰۵۰ عيسوي کال يا په ۱۴۲۹ شمسي کال کې ليکل کيدونکی دی. دا چې تاسو يې له ليکل کېدنې څخه دوې نيمې لسيزې مخکې لا لوستلای شئ، وجه يې په راتلونکو کلونو کې د مصنوعي ځيرکتيا (AI) او ورسره د انساني پوهې او ټيکنالوژۍ هغه پرمختګ دی، چې ستاسو په وخت کې يې لا څوک اټکل نشي کولای. د دغه پرمختګ په ترڅ کې ممکنه کيږي چې انسانان و ماضي او مستقبل ته سفر وکړي او له بعيد يا ليرې مستقبل څخه و نژدې مستقبل ته نوي علمونه او ټکنالوژۍ راانتقال او نقل کړي.

دا چې تاسو دغه پيغام په دغه ژبه په ۲۰۲۵ کال کې لولئ، نو بايد پوه شئ چې تاسو له هغو انسانانو څخه ياست چې په نژدې مستقبل او ليرې مستقبل کې به په ليرې ماضي کې ژوند کوئ. تاسو به له هغو ولسونو څخه نه ياست چې له ۲۰۵۰ کال څخه به ۳۰۵۰ کال ته لاره جوړوي، بلکه تاسو به هغه ولس ياست چې دوه زره کاله مخکې ماضي ته به ځانونه ورسوئ. وجه يې له علم سره ستاسو عدم دلچسپي او ستاسو ماضي پرستي ده.
پر ليرې ماضي زما سلامونه واياست.»

احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۲۶مه نېټه