سلطان له ویدیو کيسټو دکان څخه دوه نوې راغلي لوڅ فلمونه په کرايه واخيستل. کيسټونه يې لا په دکان کې دننه د کميس تر لمن لاندې پټ کړل او په ګنډه يې ووهل، دوپټه/پټو/شال يې داسې پر مخ تاو کړی و چې يوازې سترګې يې ښکارېدې. له دکان څخه د وتلو مخکې يې ښې‌ او کیڼ خوا ته وکتل چې ګاونډ کې خو به کوم پیژندګلوي لرونکی کس نه وي ولاړ. کله چې ډاډه شو، پر خپل موټرسايکل کښېنست.

موټر سايکل يې لا نه و چالان کړی چې د کيسټو دکان څنګ ته د يوې بلې لوحې لیکنې ته يې پام شو. پر هغې لیکل شوي ول:
«څوک چې غواړي جنت خپل کړي، په خپل اولاد دې د قرآن حفظ وکړي.»
مدرسه‌الخير

سلطان په دا سبا ورځ خپل وراره هماغې مدرسې کې داخل کړ. له هغې وروسته، هر ځل چې به یې فلمونه کرایه کول یا بېرته ورکول، وراره به یې هم د ځان سره سپور کړی و، ځکه مدرسه د کيسټو له دکان څخه يوازې څو قدمه لرې وه.

احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۵ کال د جولای ۲۳مه