لطفا د پښتو متني جملو او په خپلو ږغونو کې د هغوی ثبت شوو بڼو په راغونډولو کې مرسته وکړئ. هدف مو يو مليون جملې دی او تر اوسه تقريبا 8100 جملې ثبت شوي دي. پر بسم الله کړئ، صرف نهه لکه، يو نيوي زره او نهه سوه جملې لا راته پاتې دي...
لطفا د ږغ ثبتولو يا په متن کې د جملو اضافه کولو تر څنګ د شته جملو او ږغونو/غږونو ارزونه هم وکړئ. يعني د امکان تر حده په ږغ ثبتولو، متن کې جمله اضافه کولو او شته جملو په ارزولو کې تناسب وساتئ. مثلا لس جملې ثبت کړئ، لس نوې جملې په متن کې پکښې اضافه کړې او لس شته جملې او د هغوی ږغونه وارزوئ، يعني يا يې تائيد يا يې رد کړئ.

#aipashto
#د_پښتو_لهجو_ږغيز_آرشيف
#کامن_وايس_موڅيلا_پښتو