د تحصيل په زمانه کې به مې زيات وخت په رياضي کې د ښوونځي او کالج زده کوونکو او محصلينو ته ټيوشن/شخصي درس ورکاوه. د لومړۍ ورځې پيسې به مې نه ورڅخه اخيستلې، ځکه ورته هغه د هنديانو په وينا «باشڼ» يا وينا به مې ورته کوله.
لومړۍ پوښتنه به مې دا وه:
ستا د کومې ستونزې د هوارولو لپاره چې زه راغلی يم، تا يې پخپله د هوارولو لپاره تر اوسه کوم عملي ګامونه اخيستي دي؟
د اکثريت شاګردانو جوابونه به زما لپاره قانع کوونکي نه ول. دا ځکه چې داسې ناسم فکر به يې کاوه چې دوی به په خپل مخکني دريځ، په مخکني د ژوند په طور طريقه او چلن مخکې ځي خو زه به يې په يو شانته کوډګري او جادو ستونزې ور هوارې کړم. دوی به په اساساتو نه وي خبر او زه به په لږ وخت کې ورته د رياضي پرمختللي او مشکله موضوعات تشريح او د دوی په سر کې ورپيچکاري کړم.
اکثريت به يې دا بهانې کولې چې معلم/ټيچر/ښوونکی/پروفيسور يې سم درس نه ورته وايي، ورباندې کار زيات دی، مور او پلار يې ورته وخت/پيسې نه لري يا نور عذرونه به يې وړاندې کول.
ورته زما د باشڼ يوه برخه به دا وه چې دوی په دې پوه کړم چې دا مهمه نه ده چې دوی په کومو حقيقي يا لباسي عذرونو ځان ته قناعت ورکوي چې په هغه مقام کې نه دي چې دوی يې خواهش يا آرزو لري، بلکه مهمه او يوازينۍ مهمه خبره دا ده چې ايا دوی په هغه مقام کې چې دوی بايد وای، پر هغه مقام دي که نه دي. نورې ټولې خبرې بې سوده او بې فايدې دي.
ما به ورته ويل: «فرض کړه زه د يو لوی شرکت رئيس يم او په شرکت/فرم کې مې د يو مسلکي کمپيوتر پوه لپاره بست يا کارځای خالي دی. ته راشې او راته درخواست راکړې او بيا راسره په مرکه کې دا خبره روښانه کړې چې د فلاني فلاني او فلاني عذرونو له کبله تا نه وکولای شوای چې خپل تحصيل يا بشپړه نه کړې يا يې په ښو نمبرو بشپړه نه کړې، نو زما جواب به څه وي؟ معلومه خبره ده چې زما جواب به دا وي چې ستا درد او غمجن او دردوونکي حالات او وجوهات درک کولای شم، خو له بده مرغه درته کار نشم درکولای، ځکه چې دا کار د هغه چا لپاره دی چې په ښو نمرو يې پوهنتون پای ته رسولی وي. ښايي زړه مې درباندې وسوځيږي خو کوران دی که مې د کار دفتر ته پرېښودلې.»
زما مشوره به ورته دا وه چې زه درته هدايات درکولای شم، درته د زدکړې لاره او طريقې او د سوالونو جوابونه درکولای شم، ليکن پر دغو لارو به ته خپله ځې. که حتی ما درڅخه پيسې واخيستلی او درته سمه لاره مې نه وښودلای شوای، هم به دا ستا خپل پرابلم او هدف وي چې ځان ته غوره لاره پيدا او عملي کړلای شې.
هغه شاګردان چې په موضوع به يې سر خلاص شو، نو به يې له ټيوشن پر ځای له ځان څخه د عملي لارو او حلونو توقع زياته شوه او ژر به پر سمه لاره برابر شول. هغه چې صرف به يې په دغه سوال او هغه موضوع کې زما محدوده مشوره او مرسته په مات زړه اخيسته، هغسې به ناکامه پاته ول.
که تاسو د ولس په توګه، که تاسو د يوې ډلې په توګه، که تاسو د يوې کورنۍ په توګه او که تاسو د يو شخص په توګه په خپلو اهدافو کې بريالي نه ياست، نو دا مهمه نه ده چې ولې نه ياست، چا راګرځولي ياست، څنګه در په دره ياست، څنګه درته ټوله نړۍ په يوه خوا شوې ده... حتی دا لا هم دومره مهمه نه ده چې تاسو د دغه حالت د بدلون لپاره کومې سمې يا ناسمې، آسانه يا سختې سختې لارې پر ځان منلي او ورباندې تللي ياست او لا ورباندې روان ياست. دا ټولې خبرې ځآی نه نيسي. اصلي پوښتنه به بيا هم دا وي چې «بريالي ياست که نه؟!».
ځان ته د ولس، ډلې، کورنۍ او شخص په سطحه بهانې او عذرونه مه لټوئ، بلکه ځان ورسوئ.
احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۵ کال د اپريل ۱۶مه
Reply
Edited