د ژبپوهنې او متن څېړنې په ساحه کې زيات وختونه دا موضوع مطرح کېدلای شي چې د يو لغت قدامت او څرنګوالی په تاريخي توګه وڅېړل شي.
دا چې يو لغت په يوه ژبه کې له کوم وخت راهيسې کارول کيږي، د معلومولو يوه لاره يې په زړو متونو، کتبو/تختو يا نورو ليکل شوو موادو کې د هغه تلاښ دی. د مثال په توګه که زه غواړم معلوم کړم چې «لټون» لغت له کوم وخت راهيسې په پښتو ژبه کې کارول کيږي، نو بايد د پښتو په شته تر ټولو زړو متونو کې پسې تلاښ وکړم. که د مثال په توګه زه د خوشال خان خټک په اشعارو کې دغه لغت پيدا کړم نو بيا ويلای شم چې لټون لغت حد اقل دومره زوړ دی چې د خوشال خان لخوا کارول شوی دی. که د خوشال خان خټک څخه مخکې متونو کې لټون پيدا نکړم، نو بيا ويلای شم چې له خوشال خان مخکې وخت کې متونو کې د «لټون» لغت د موجوديت ثبوت مې پيدا نکړ خو د خوشال خان په وخت کې يې په متونو کې د موجوديت او استعمال ثبوتونه شته دي.
د «لټون» لغت د موجوديت تر څنګ په بيلو دورو کې د هغه د معنی، تصريف او د نورو لغتونو سره استعمال په هکله يې هم معلومات له دې لارې ترلاسه کولای شو چې په زړو متونو کې يې پيدا کړو او بيا يې په اړونده متونو کې معنی او ورسره د نورو لغتونو او مفاهيمو استعمال هم وارزوو.
د دا ډول څېړنې لپاره دا ډېره زياته مرسته کوي چې اول خو د امکان تر حده زاړه متون موجود وي او لا بهتره په داسې ډيجيټل بڼه موجود وي چې پکښې تلاښ/سرچ ممکن وي. که په ډيجيتل بڼه موجود وي نو دغه تلاښ او کار ډېر آسانه او چټک کيږي. بله ګټه يې دا ده چې که آنلاين پراته وي نو هر څوک ورڅخه ګټه اخيستلای شي.
د پښتو اشعارو په برخه کې په ډيجيټل بڼه د دا ډول تلاښ لپاره موږ پر قاموسونه ټکی کام يوه وړه اسانتيا لرو. پر ياده پاڼه تاسو تقريباْ دوه لکه پښتو مسرعې اشعار په ډيجيتل بڼه موندلای او پکښې تلاښ کولای شئ. کله چې د لټون په باکس کې يو لغت ورکړئ نو پر پاڼه په موجودو شعري کتابونو کې په دغه لغت پسې لټون کيږي او هغه بيتونه درته ښودل کيږي چې دغه لغت پکښې راغلی وي. څنګ ته يې يوه زرغونه تڼۍ «copy ref» ده چې کله يې کليک کړئ نو د کتاب نوم، د چاپ کال او نور د اقتباس معلومات ستاسو د وسيلې عبوري حافظې ته کاپي کوي. کله چې بيا بل چيرې د «paste» تڼۍ ووهئ نو دغه معلومات هلته درته پېسټ يا نقل کوي. دا چې د قاموسونه ټکی کام دغه برخه چيرې موندلای شئ، لينک يې د ليکنې په پای کې موندلای شئ.
ياد مثال يو له ډيرو مثالونو څخه دی چې پر دې دلالت کوي چې موږ ولې د پښتو نوو او زوړ متونو ته په داسې ډيجيټل بڼه اړتيا لرو چې پکښې لټون ممکن وي او د هر چا لپاره عام د لاسرسي وړ وي.
احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۵ کال د اپريل ۱۶مه نېټه