راڅخه د افغانستان يو کس چې اوس په اروپا کې دی پوښتنه وکړه: «په آلمان کې څنګه ژر ډېرې پيسې ګټلای شم؟»
ما ورته وويل: زما په ژوند کې هيڅکله زما هدف دا نه دی اوسېدلی چې زه ډېرې پيسې وګټم. بلکه زه ملنګ صفته، خانه نشينه او ګوشه نشينه يم او تمرکز مې تل پر درس او نورو څيزونو اوسېدلی دی. درته څنګه ستا پوښتنه سمه جوابولای شم؟
هغه ويل: خو تا دلته زيات ژوند تېر کړی دی، ښايي ډېر خلک دې پېژندلي وي چې پکې پيسه داره هم اوسېدلي وي. ستا تجربه او مشوره څه ده؟
هغه جواب چې ما ورته تقريبي ورکړ، دلته يې ستاسو سره هم شريکوم:
دا چې څنګه کولای شو په آلمان یا اروپا کې ډېرې پیسې وګټو، دا یوه ډېره عامه پوښتنه ده. ته لومړی کس نه يې چې دغه پوښتنه دې ذهن ته درځي او نه به وروستی يې.
نو جواب يې څه شی دی؟ څنګه کولای شو په آلمان یا په اروپا کې په لنډ وخت کې ډېرې پیسې وګټو؟
حقیقت دا دی، چې په هېڅ هېواد کې د قانوني لارو له مخې ژر شتمنېدل اسانه نه دي.
په افغانستان، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو کې ښايي تاسو داسې کسان لیدلي وي چې په لږ وخت کې شتمن شوي وي، خو ډېری یې دا شتمني په قانوني او انساني لارو نه ده ترلاسه کړې.
هغه کسان چې رښتیا په مشروعه او حلاله لاره شتمن شوي وي، له اروپایي شتمنو خلکو سره لاندي ګډ اصل لري:
- هغوی یوازې پر معاش تکیه نه کوي، بلکې خپل کاروبار پيلوي، نوې مفکورې لري، له خپلو تېروتنو زدکړه کوي او خپله پانګه پرېږدي چې د دوی لپاره کار او ګټه وکړي.
که یو څوک غواړي په آلمان یا اروپا کې د قانوني لارو له مخې شتمن شي، باید پوه وي چې دا کار د بخت خبره نه ده، بلکې د پوهې، صبر، دوام، او د قوانینو د درک خبره ده.
که څوک مهاجر وي، نو د بریا لومړي شرطونه يې دا دي:
ـ بايد قانوني اسناد او استوګنه ولري.
ـ بايد آلماني ژبه زده کړي.
ـ د اقامې حالت یې ثابت او ډاډمن وي.
بې له يادو دریو اساساتو هېڅ پایدار مالي پرمختګ نه شي کېدلای.
هغه کسان چې د لنډې لارې په لټه کې وي، لکه درغلي، قاچاق یا غیرقانوني کاروبار، ډېری یې یا زندان ته ځي، یا که قانوني استوګنه ونه لري، بېرته خپلو هېوادونو ته شړل کېږي.
په آلمان کې د شتمنېدو تر ټولو واقعي لاره دا ده چې:
ـ خپل کاروبار پيل کړې.
ـ د بازار اړتیا وپېژنې.
ـ قانوني لاره خپله کړې.
ـ له خپلو تېروتنو زده کړه وکړې.
که د کاروبار لپاره پانګه لرې، غوره ده چې له سودي پورونو ځان وساتې، ځکه د آلمان د کاروبار قوانين نسبتاً پېچلي دي، خو که حوصله، پلان او دوام ولرې، بریا ممکنه ده.
که په آلمان کې کوم مسلک يا هنر زده کوئ، نو هم بايد يو داسې مسلک پکې انتخاب کړئ چې يو وخت د تجربه ترلاسه کولو وروسته خپل ځان ته پکې خپل کاروبار/تشبث جوړ کړلای شئ.
که د بل چا لپاره کار کوې، يا د بل چا شاګردي کوې، نو دغه کار صرف د معاش/تنخوا اخيستلو په نيت مه کوه. بلکه ورڅخه دغه بزنس زده کړه چې يو وخت پخپله همدغه بزنس وکولای شې.
که لنډ ووايم: په آلمان او اروپا کې د ډېرې پیسې د لاسته راوړلو قاعده دا ده چې خپل کاروبار وکړه، د قانون درناوی وکړه، مهربان او زحمتکش اوسه او یوازې په معاش بسنه مه کوه. ښايي همدغه قاعده د نړۍ په اکثرو هيوادونو کې صدق کوي.