زيات دوستان په دې هکله راڅخه پوښتنه کوي چې څنګه کولای شي په آلمان کې خپل تحصيلي اسناد په رسميت پېژندنې ته وړاندې کړي او پروسه يې څنګه ده. بايد غاړې خلاصې کړم چې زه د دې کار تخصص نه لرم او له لاندنيو معلوماتو وړاندې کولو او د اسنادو د رسمي ژباړې علاوه د دوستانو سره په دې پروسه کې مرسته نشم کولای.
د بهرنیو تحصیلي او مسلکي اسنادو د په رسمیت پېژندلو موضوع په آلمان کې یو څه پېچلې ده، ځکه د هر کس حالت د هغه د رشتې، مسلک، تحصیلي سند او هدف له مخې توپیر لري. له همدې امله لاندې معلومات عمومي معلومات دي: د خپلې ځانګړې قضیې لپاره باید د اړوندې رسمي ادارې معلومات هم وکتل شي.
اول: د اسنادو د «په رسمیت پېژندنه» او «ارزونه» دوه بېل څيزونه دي
په آلمان کې باید د دوو موضوعاتو ترمنځ توپیر وشي:
Berufliche Anerkennung (مسلکي په رسمیت پېژندنه):
په دې پروسه کې کتل کېږي چې په بهر کې ترلاسه شوی مسلکي qualification د آلمان له اړوند مسلکي qualification سره تر کومه حده برابر دی.
Zeugnisbewertung (د پوهنتوني سند ارزونه):
د ZAB په نوم اداره د بهرني پوهنتوني سند په اړه یو رسمي سند ورکوي چې پکې د هغه سند د آلمان له تعلیمي سیستم سره مقایسه او درجه بیانېږي.
دلته بايد دې ته متوجه واوسو چې د ZAB Zeugnisbewertung د یوه reglementierter Beruf يعني د اصولو سره سم او د جواز په چوکاټ کې مسلک لپاره د مسلکي په رسمیت پېژندنې بدیل نه دی.
تاسو کولای شئ په دې تړاو د ZAB پر لاندنۍ پاڼه رسمي معلومات ترلاسه کړئ. که نه په پوهېږئ په مصنوعي ځيرکتيا يا بله وسيله يې ځان ته په هغه ژبه وژباړئ چې تاسو په پوهېږئ:
https://zab.kmk.org/de/zeugnisbewertung
دويم: د Reglementierte او nicht reglementierte Berufe تر منځ فرق
په آلمان کې ځینې مسلکونه reglementiert دي. یعنې د قانون له مخې د دغه مسلک د ترسره کولو یا د اړوندې مسلکي لقب د استعمال لپاره مشخص شرایط شته.
د بېلګې په توګه، ډاکټري او د روغتياپال مسلکونه په اصطلاح جوازطلبه دي. په داسې مسلکونو کې د بهرني کواليفيکېشن لرونکي کس لپاره مسلکي په رسمیت پېژندنه ضروري وي.
د انجینرۍ موضوع بیا لږ توپیر لري: د «Ingenieur/Ingenieurin» لقب په ځینو حالاتو کې د ایالتي قوانینو له مخې خوندي دی. نو دا سمه نه ده چې په عمومي ډول وویل شي هر انجینر حتماً د کار کولو لپاره خپل سند په رسمیت وپېژني. شرایط د کار، لقب او د آلمان د اړوند ايالت د ايالتي اصولو له مخې توپیر کولی شي.
د دې لپاره چې پوه شئ ستاسو د مسلک لپاره کومه اداره مسؤله ده او ايا ستاسو مسلک جوازطلبه دی که نه، پر لاندني لينک يې معلومات موندلای شئ:
https://www.anerkennung-in-deutschland.de/de/interest/finder/profession
دريم: هغه مسلکونه چې جواز طلبه نه وي
په ډېرو اکاډمیکو مسلکونو کې، لکه رياضي، کمپيوټرپوهنه او ځینو نورو برخو کې، د کار کولو لپاره مسلکي Anerkennung يعني په رسميت پېژندل کېدنه عموماً قانوني شرط نه وي.
په داسې حالت کې یو کس کولای شي مستقیم د کار لپاره درخواست وکړي. کارورکوونکی یا شرکت بیا خپله پرېکړه کوي چې د غوښتنلیک لپاره کوم اسناد غواړي.
خو باید پام وشي چې و آلمان ته د مسلکی په توګه راتګ او د ویزې یا Aufenthaltstitel لپاره بیا ممکن د بهرني پوهنتوني سند د اعتبار یا د آلماني سند سره د مقایسې ثبوت لازم وي. دا ثبوت په ځینو مواردو کې د anabin له مثبتې نتیجې او په ځینو مواردو کې د ZAB له Zeugnisbewertung يعني د نتيجې د ارزيابي څخه ترلاسه کېدای شي.
په دې تړاو نور معلومات پر لاندني لينک موندلای شئ:
https://www.make-it-in-germany.com/de/arbeiten-in-deutschland/anerkennung/wer-benoetigt
څلورم: که څوک غواړي په آلمان کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي
که یو کس مثلاً په بهر کې ليسانس/بېچلر کړی وي او غواړي په آلمان کې ماسټري وکړي، لازمه نه ده چې په هر حالت کې لومړی له ZAB څخه د خپل سند ارزونه اخلي.
د ماسټر لپاره شرایط د پوهنتون او اړونده رشتې له مخې توپیر لري. عموماً باید لومړنی تحصیلي سند د آلماني بېچلر له سند سره د مقایسې وړ وي، خو وروستۍ پرېکړه د اړوند پوهنتون ده.
ځینې پوهنتونونه درخواستونه پخپله ارزوي او ځینې یې د uni-assist له لارې ارزوي. د اسنادو، ژباړې او نورو شرایطو په اړه باید د هماغه پوهنتون رسمي معلومات وکتل شي.
د ماسټرۍ په هکله نور معلومات پر لاندني لينک موندلای شئ:
https://www.uni-assist.de/bewerben/vorab-informieren/master/
پنځم: د ZAB Zeugnisbewertung يعني تحصيلي سند د ارزونې لپاره کوم اسناد ضروري دي؟
د ټولو هېوادونو او ټولو اسنادو لپاره یو واحد ثابت لېست نشته.
ZAB د Vorab-Check يعني مقدماتي کتنې له لارې د شخص د سند او هېواد مطابق مشخصوي چې کوم اسناد باید وړاندې شي.
د ZAB په پروسه کې، د حالت له مخې، د لاندې ډول اسنادو غوښتنه کېدای شي:
ـ د هغه پوهنتوني سند/فراغت سند چې ارزونه یې غواړئ
ـ دپلوم، ترانسکرپت
ـ د مخکیني پوهنتوني سند معلومات او اسناد، مثلاً که ماسټري ارزوئ، د ليسانس/بېچلر اسناد
ـ که د پخوانیو زده کړو ځینې مضامین یا Credits درته حساب شوي وي، د هغو ثبوت
ـ د هويت سند لکه پاسپورټ يا تذکره/شناختي کارډ وغيره
ـ که نوم مو بدل شوی وي، د نوم د بدلون ثبوت، مثلاً نکاحنامه
ـ د اړتیا په صورت کې نور اسناد هم درڅخه غوښتل کېدلای شي
که تاسو د تحصيلي اسنادو ارزونه د اروپايي اتحاديې د شين کارډ لپاره غواړئ، نو ZAB د نوي کار لپاره لاسلیک شوی د کارقرارداد غوړي؛ که قرارداد لا نه وي، د کار ورکوونکي له خوا لاسلیک شوې اقرارنامه غواړي چې هغه تاسو ته د کار درکولو ضمانت کړی وي.
مهمه خبره دا ده چې د هر شخص لپاره دقیق لېست باید د ZAB له Vorab-Check څخه واخیستل شي:
https://zab.kmk.org/de/app/pre-check
شپږم: د اسنادو ژباړه
دا هم سمه نه ده چې وویل شي هر بهرنی سند باید حتماً آلماني ته وژباړل شي.
د ZAB په Vorab-Check او Online-Antrag کې مشخصوي چې د کوم سند لپاره ژباړه ضروري ده.ZAB ارزونه د اصلي ژبې د سند پر اساس کوي. که ژباړه غوښتل کېږي، ژباړه باید د اصلي سند ترڅنګ وړاندې شي او د اصلي سند ځای نه شي نیولی.
که درڅخه ژباړه وغواړي، نو صرف په آلمان کې د يو رسمي جواز لرونکي ژباړونکی لخوا ژباړه د اعتبار وړ وي. نورې ژباړې نه منل کيږي.
په دې اړه رسمي معلومات لاندې لوستلای شئ:
https://zab.kmk.org/de/zeugnisbewertung/antrag
اووم: آیا د افغانستان د درخواست وړاندې کوونکو اسناد د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټاپه ولري؟
د ZAB د اوسنیو رسمي معلوماتو له مخې، په عمومي ډول د اسنادو ساده سکن کافي وي او تائيد يا اپوسټيل عموماً ضروري نه ده.
نو دا عمومي مشوره سمه نه ده چې هر څوک باید د ZAB لپاره خپل د ۱۲م ټولګي، Bachelor، Master او Transcript اسناد حتماً د بهرنیو چارو وزارت ټاپه کړي.
که په ځانګړې قضیه کې ZAB اضافي تصدیق یا کوم بل شرط ولري، دا به په Vorab-Check یا د درخواست په پروسه کې مشخص شي.
د تکراري پوښتنو جوابونه پر لاندنۍ پاڼه کتلای شئ:
https://zab.kmk.org/de/zeugnisbewertung/faq
اتم: anabin کې د پوهنتون او سند کتل
په آلمان کې د نړۍ د پوهنتونونو د نومونو يوه آنلاين زېرمه شته. دغه زېرمه انابين نوميږي. په anabin کې کولای شئ وګورئ چې یو بهرنی پوهنتون د آلمان له نظره څه status لري. يعني د آلمان لخوا په رسميت پېژندل کيږي که نه.
د پوهنتونونو په برخه کې عموما په ياده زېرمه کې لاندني دريځونه يا مقامونه شته:
H+ = که کوم پوهنتون د ايچ پلس ولري نو دا په دې معنا دی چې پوهنتون د خپل هېواد له مخې د پوهنتون په توګه پېژندل شوی او په آلمان کې هم د اړوندې ارزونې لپاره منل شوی status لري.
H- = وضعیت منفي دی.
H+/- = باید اضافي شرایط او معلومات وکتل شي.
د افغانستان د پوهنتون د لټون لپاره د هېواد په برخه کې Afghanistan انتخاب کړئ او بیا د پوهنتون نوم ولټوئ. که پوهنتون په anabin کې پیدا نه شي، دا په خپله د دې معنی نه لري چې پوهنتون حتماً نه منل کېږي، ځکه anabin خپله هم وایي چې زېرمه یې بشپړه نه دی.
د پوهنتونونو لټون پر لاندني لينک کولای شئ:
https://anabin.kmk.org/db/institutionen
د پوهنتوني سند د ارزونې/مقایسې معلومات:
https://anabin.kmk.org/rechercheanleitung-hochschulabschluss
نهم: که anabin کافي معلومات ورنه کړي
که د پوهنتون یا تحصیلي سند په اړه anabin کې لازم او واضح معلومات موجود نه وي، یا د یوې ادارې لپاره رسمي انفرادي ارزونې ته اړتیا وي، د ZAB Zeugnisbewertung ممکن مناسب انتخاب وي.
د ZAB Vorab-Check له لارې لومړی معلومولای شئ چې ستاسو د سند لپاره Zeugnisbewertung يعني ارزونه ممکنه ده او کوم اسناد غواړي:
https://zab.kmk.org/de/app/pre-check
هيله ده چې درسره دغو معلوماتو مرسته کړې وي.
احمد ولي اڅکزی، رسمي او مجوز ژباړونکی