په آلمان کې د پناه غوښتنه څو ډوله جوابونه لرلای شي؟ په دې تړاو زيات افغانان راڅخه پوښتنې کوي، کله چې راسره د خپلو اسنادو د ژباړې په هکله رابطه کوي. زه په آلمان کې د محکمو او رسمي ادارو لپاره د افغانستان د اسنادو لکه تذکرو، نکاحنامو، پاسپورټونو، تعليمي بريليکونو او نورو اسنادو د ترجمې جواز لرم، خو وکيل نه يم. نو ځکه هغه معلومات چې زه يې خپلو مراجعينو ته ورکوم او په دغه لنډه ليکنه کې يې ستاسو سره هم شريکوم، د ډبرې کرښه نه دي او نه د يو وکيل د مشورې ځای نيولای شي. که تاسو آلمان ته مهاجر شوي ياست نو ښايي بيا هم دغه معلومات په پوهاوي کې درسره يو څه کومک وکړي.
په آلمان کې د پناهغوښتنې د قانون له مخې ممکنه جوابونه، شرايط يې، په ترڅ کې يې د ترلاسه کېدونکو اقامو ميعادونه، د کورنيو د الحاق امکانات، د کار اجازه او د ژبې د کورس د حق په تړاو درسره لاندني معلومات شريک کولای شم.
۱ ـــــــ د (Art. 16a GG) پر اساس د سياسي پناه قبولي
شرایط:
هغه کس چې د خپل هیواد څخه د سیاسي تعقیب له امله تښتېدلی وي، دغه تعقيب يا ورته پېښ خطر (د ډلې، ډلګۍ، په جغرافيوي توګه محدودې ډلې يا ادارې لخوا نه وي ورته پېښ بلکه د دولت يا و دولت ته له ورته مرجع لخوا ورته پېښ وي) ثابت کړلای شي، کوم چې دغه کس په انفرادي (نه په اجتماعي) ډول ورسره مخ وي او دی د بل خوندي ځای په لټه کې وي، نو هغه کس کولای شي دغه قبولي ترلاسه کړي.
اقامه: (له اقامې څخه زما مقصد د ويزو يا د اوسېدو د اجازې بېل ډولونه دي)
ورته په لومړي سر کې لا د قبولۍ پاسپورټ او درې کلنه اقامه ورکوله کيږي چې د شرايطو (د ژبې زدکړه، کار او د اوسېدو لپاره کافي اندازه ځای لرل) د پوره کېدلو په صورت کې د تمديد پر وخت په اوتوماتيکه توګه دايمي کړل کيږي.
د کورنۍ یوځای کېدل يا د کورنیالحاق:
کله چې دا پناه ومنله شي نو د قبول شوي کس کورنۍ (صرف د ژوند شريک/شريکه او تر اتلسو کالو کم او مجرد ماشومان په کورنۍ کې راځي او نه نور خپلوان)کولای شي چې قبول شوي کس ته جرمني ته راشي، هغه هم پرته له دې چې قبول شوی کس يا راتلونکي د کورنۍ کسان يې خپل مالي وضعيت روښان او ثابت کړي.
البته قبول شوی کس بايد د قبولۍ د پيغام ترلاسه کولو وروسته د ۳ مياشتو دننه د کورنۍ سره د يوځای کېدو رسمي غوښتنه وکړي، که نه نو دغه حق يې سوځي.
د کار اجازه:
دغه قبولي ترلاسه کوونکو ته د قبولۍ سره سم د کار کولو اجازه هم ورکوله کیږي او پکښې هیڅ خنډ نشته.
د ژبې د کورس حق:
دغه کس ته د انسجام کورس (چې پکښې ژبه او کلتور زده کېږي) کې ګډون کولو حق ورکول کیږي.
۲ ـــــــ د (§ 3 AsylG) قانون پر اساس د «پناهندګۍ د خونديتوب» قبولي
شرایط:
هغه کسان چې له نسلي، مذهبي، ملي، یا خپل سیاسي لیدلورې له کبله تعقیب کیږي، کولای شي د پناهندګۍ د خونديتوب دغه قبولي ترلاسه کړي. دغه کس ته پېښ خطر بايد شخصي (نه اجتماعي) او واضح وي.
اقامه:
ورته درې کلنه اقامه ورکوله کيږي چې د شرايطو (د ژبې زدکړه، کار او د اوسېدو لپاره کافي اندازه ځای لرل) د پوره کېدلو په صورت کې د تمديد پر وخت په اوتوماتيکه توګه دايمي کړل کيږي.
د کورنۍ یوځای کېدل يا د کورنیالحاق:
دغه قبولي لرونکی کس هم کولای شي چې خپله کورنۍ راوغواړي او د قبولي ترلاسه کولو په لومړيو درو مياشتو کې د دغه الحاق غوښتنلک وړاندي کړي.
د کار اجازه:
د دغې قبولۍ تر لاسه کوونکي ته له لومړۍ ورځې څخه د کار کولو اجازه ورکوله کیږي.
د ژبې د کورس حق:
دغه کس ته د انسجام په کورسونو کې د ګډون حق ورکول کیږي چې په کلتوري او ژبني اړخونو کې ښه پوهه ترلاسه کړي.
۳ ـــــــ د (§ 4 AsylG) قانون پر اساس د فرعي خونديتوب قبولي
شرایط:
دا هغه کسان دي چې په شخصي يا انفرادي توګه تر تعقيب لاندې نه وي، خو له خپل هیواد څخه د جګړې، شکنجې، یا نورو وحشتونو له امله تر خطر لاندې وي.
اقامه:
لومړی يو کلنه اقامه ورکوله کيږي چې وروسته ورته د يو يو يا دوو دوو کالونو لپاره تمديديږي. د شرايطو (د ژبې زدکړه، کار او د اوسېدو لپاره کافي اندازه ځای لرل) د پوره کېدلو په صورت کې له پنځو کالو وروسته په دايمي ويزه اړول کېدلای شي.
د کورنۍ یوځای کېدل يا د کورنیالحاق:
دلته د کورنۍ یوځای کېدل تر یو حده محدود دي. خو د دې لپاره ځانګړې اجازې ته اړتیا شته او د هرې میاشتې لپاره یوه معینه اندازه د کورنیو غړو راتګ ته اجازه ورکول کیږي.
د کار اجازه:
د قبولۍ د ورکړې له لومړۍ ورځې څخه ورته د کار اجازه ورکوله کیږي.
د ژبې زده کړه:
د انسجام په کورسونو کې ورته د ګډون کولو حق ورکول کیږي.
۴ ـــــــ د (§ 60 Abs. 5 oder 7 AufenthG) قانون پر اساس د اخراج/ايستنې ممانعت
شرایط:
که پناه غوښتونکی له مخکې یادو درو واړو قبوليو څخه يوه هم ترلاسه نه کړلای شي يعي پر شرايطو يې نه وي برابر، خو بېرته خپل هيواد ته لېږد يې د ځانګړو شرايطو له کبله منع شوی وي، لکه د جدي ناروغي له کبله يا په خپل هيواد کې د شکنجې يا وحشتناک حالاتو سره د مخامخ کېدنې د امکاناتو له کبله، نو بيا ورته دغه ډول جواب او موقف ورکول کيږی.
اقامه:
لومړی يو کلنه اقامه ورکوله کيږي چې وروسته ورته د يو يو کال لپاره تمديديږي. دغه کسان د نورو مخکنيو يادو قبوليو په څير په اوتوماتيکه توګه يو وخت د دايمي ويزې مستحق نه وي بلکه باید نور اضافي ميعادونه او شرايط هم ورته پوره کړي.
د کورنۍ یوځای کېدل يا د کورنیالحاق:
دغه دريځ لرونکو ته عموما د کورنۍ د رابللو حق نه ورکول کيږي، خو د سختو شرایطو پر اساس کیدای شي بیا هم اجازه ورکړله شي.
د کار اجازه:
د کار کولو اجازه ممکنه ده، که د اوسیدنې اجازه يا اقامه ورکړله شي. خو دا باید د چارواکو لخوا تایید شي.
د ژبې د زدکړې کورسونه:
د ژبې کورسونو ته هیڅ قانوني حق نشته، مګر د ځانګړو شرایطو پر اساس کولای شي اجازه بيا هم ترلاسه کړي.
۵ ـــــــ د اخراج یا ايستل کېدنې په انتظار د ځنډ د اوسېدو اجازه يا د زغمل کېدنې دريځ (Duldung)
شرایط:
د دولدونګ (زغمل کېدنې دريځ) د اوسېدو اجازه هغه مهال ورکوله کیږي کله چې د اخراج پروسه نه شي ترسره کیدی، که دا د قانوني یا عملي دلایلو له امله وي. مثال يو کس په آلمان کې د اوسېدو لپاره هيڅ ډول حق نه لري او بايد چې دغه هيواد پرېږدي (په وتلو مکلف وي) يا بايد اخراج کړل شي، خو د پاسپورټ د نشته والي، د لېږد لپاره د ترانسپورت د نشته والي يا بلې وجې څخه يې اخراج يا بېرته تلل ممکن نه وي، نو ورته دولدونګ ورکول کيږي. دغه کسان عموما دې ته په انتظار ناست وي چې کله به يې خپل هيواد ته د بېرته لېږد امکانات برابر او دوی اخراج کيږي.
اقامه:
دغه کسان محفوظه اقامه نه لري. د زيات وخت تېرېدو او يا هم د حرفوي زدکړو د بشپړه کولو په صورت کې بيا هم د اقامې ترلاسه کولو امکانات شته.
د کورنۍ یوځای کېدل يا د کورنیالحاق:
په دغه جواب کې د کورنۍ یوځای کېدل نشته.
د کار اجازه:
د کار کولو اجازه یوازې وروسته له ۳ میاشتو ورکول کیږي، او دا باید د چارواکو لخوا تایید شي.
زبان زده کړه:
دا چې دا عموما هغه کسان وي چې په آلمان کې د پاته کېدو لپاره لرليد نه لري، نو هیڅ قانوني حق ورته نه دی ورکول شوی چې د ژبې په کورسونو کې حق ولري. ابلته بيا هم ممکنه ده چې د ځانګړو شرایطو پر اساس ورته اجازه ورکړل شي.
۶ ـــــــ د (§ 25 AufenthG) قانون او د بشري شرايطو (د ژنيف کنوانسيون) پر اساس د اوسېدو اجازه
شرایط:
که څوک د ځانګړو بشري شرایطو له امله، لکه د اوږدې مودې لپاره د ټولنیز ادغام له امله یا نورو بشري ستونزو له امله په آلمان کې پاتې شي، دا اجازه ورکول کیدی شي.
اقامه:
عموما محدوده اقامه ورکوله کيږي چې بيا بيا تمديديږي. خو د مدغم کېدنې په صورت کې د دايمي ويزې ترلاسه کول هم ممکن کېدلای شي.
د کورنۍ یوځای کېدل:
د کورنۍ یوځای کېدل د ځینو شرایطو سره ممکن دي، لکه د خپل ژوند د مصارفو د پخپله بشپړه کولو د ثابتولو پر اساس.
د کار اجازه:
د کار اجازه په عموم کې له لومړۍ ورځې څخه ورکول کیږي.
د ژبې زده کړه:
د انسجام په کورسونو کې ورته د ګډون حق ورکول کیدی شي، که يې چیرې د اوسیدو اجازه اوږده وي.
د ژبې د کورسونو د ميعاد په تړاو عمومي معلومات:
- د انسجام کورس د ۶۰۰ ساعتونو (۴۵ دقيقې يو ساعت ګڼل کيږي) څخه جوړ دی، چې د ۱۰۰ ساعتونو لارښود کورس هم لري.
ـــــ که څوک د دې ۶۰۰ ساعتونو په ترڅ کې د B1 درجې بريليک ترلاسه نه کړلای شي، نو ممکنه ده چې د ۳۰۰ نورو او اضافي ساعتونو لپاره درخواست وکړي.
- د مسلکي ژبې کورسونه شته چې له ۳۰۰ تر ۶۰۰ ساعتونو پورې اوږدېدای شي، کوم چې د مسلکي انضمام لپاره ورکول کیږي.
احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۴ کال د دسمبر ۹مه نېټه