په آلمان کې د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د عمر موضوع ډېره مهمه وي. خو ولې ځینې کسان هڅه کوي ځان تر ۱۸ کلونو کم وښيي او د دغې موضوع سره کوم حقونه او مسوولیتونه تړلي وي؟ دلته درسره پر دغه موضوع تړلي پوښتنې او لنډ جوابونه درسره شريکيږي.
دا مقاله په ځانګړې توګه د هغو پناه غوښتونکو لپاره ده چې د عمر د تثبیت او د «زېرسن(له ۱۸ کالو کم عمر)» (Minderjährigkeit) له قانوني موضوع سره مخ دي.
1. ولې ځینې پناه غوښتونکي هڅه کوي چې عمر خپل تر ۱۸ کلونو کم وښيي؟
ښايي وجوهات يې په آلمان کې د ماشومانو او ځوانانو لپاره لاندني حقونه وي:
ـ د قانوني محافظت لوړه کچه
ـ د ښوونځي حق او مکلفیت
ـ د ژوند او استوګنې بهتر شرایط
ـ په پناه غوښتنې پروسه کې ځانګړي حقوق
ـ د بیرته ستنولو يا اخراج په برخه کې سخت شرایط
معنا دا چې تر ۱۸ کالو کم عمر لرل په آلمان کې د پناه غوښتونکو لپاره د ډېر ملاتړ سبب کيږي. البته شرط دا دی چې معلومات به رښتيني وي. که د زيات عمر کس ځان ورته کم عمره وښيي نو په اغلب ګومان به ورسره دغه ادعا نه منله کيږي او اصلي عمر به يې معلومول کيږي.
2. توپیر: بېملاتړه/بېسرپرسته او ملاتړ لرونکي کوچنیان
الف. بېملاتړه يا بېسرپرسته کوچنیان (Unbegleitete Minderjährige – UMF)
هغه څوک دي چې:
ـ تر ۱۸ کلونو کم عمر ولري
ـ آلمان ته یوازې راشي
ـ مور، پلار یا قانوني سرپرست ورسره نه وي
د دوی وضعیت د ځوانانو د ملاتړ د قانون (SGB VIII) لاندې وي.
د UMF يعني بې سرپرسته کم سن لرونکو پناه غوښتونکو مهم حقوق:
ـ د ځوانانو د ملاتړ ادارې (Jugendamt) لخوا بشپړه سرپرستي
ـ خوندي استوګنځایونه (يعني د عامو مهاجرو کمپونو څخه بهر)
ـ قانوني سرپرست (Vormund) ټاکل کېږي
ـ د پناه غوښتنې په پروسه کې د ماشوم د ګټې اصل
ـ د بیرته ستنولو د محدودیتونو سخت قواعد
بېسرپرسته له اتلس کالو کم عمر لرونکي پناه غوښتونکي په آلمان کې تر ټولو قوي ملاتړ ترلاسه کوي. خو دا په دې معنی نه چې تر نورو آسانه يا ژر قبولي ترلاسه کوي. يعني آلمان ته د هجرت دلايل به يې بيا هم هغسې وي چې د قبولۍ لامل شي.
ب. ملاتړ/سرپرست لرونکي کوچنیان (Begleitete Minderjährige)
له اتلسو کالو کم عمر لرونکي پناه غوښتونکي ماشومان چې ورسره سرپرست مل وي هغه څوک دي چې:
ـ تر ۱۸ کلونو کم عمر ولري
ـ له مور، پلار یا قانوني سرپرست سره آلمان ته راشي
د دوی حالت د بې سرپرسته کم سن پناه غوښتونکو په کچه ځانګړی نه وي، ځکه د کورنۍ ملاتړ ورسره وي.
خو بیا هم:
ـ ښوونځي ته د تلو حق او مکلفیت لري
ـ د ماشومانو اړوند ټول حقوق يې ساتل کېږي
3. د تر ۱۸ کلونو کم عمر لرونکو ګټې
الف) ښوونه او روزنه
ـ په آلمان کې د ښوونځي حق او مکلفیت
ـ د آلماني ژبې زدهکړې ځانګړي ټولګي
ـ د سندونو او په راتلونکي کې د کار او زدهکړې فرصتونه
ب) د ځوانانو ملاتړ
ـ بېسرپرسته/يوازې ماشوم مهاجر ته بشپړه سرپرستي او پاملرنه ورکول کېږي
ـ مسلکي ملاتړ او د ژوند د تنظیم اسانتیاوې ترلاسه کوي
ج) په پناه غوښتنې پروسه کې ځانګړی حقوق
ـ د ماشوم د ګټې په اساس پروسه
ـ د قانوني وکیل/سرپرست شتون/موجوديت
د) د بیرته ستنولو ځانګړي شرایط
ـ بېسرپرسته عموماً نه ستنول/اخراجيږي تر څو په اصلي هېواد کې خوندي ساتونکي موجود نه وي
4. ایا عمر د پناه غوښتنې په پایله اغېز لري؟
عمر پخپله د پناه ورکولو دلیل نه دی، خو:
ـ د پروسې په خوندیتوب او ملاتړ لوی اغېز لري
ـ ماشومانو ته ډېر حقوق او خدمات ورکول کېږي
ـ د بیرته ستنولو مخه اکثره نیول کېږي
نو نتیجه:
کمسني د ساتنې کیفیت بدلوي، نه د پناه د ورکولو قانون.
5. د ښوونځي حق او مکلفیت
په آلمان کې د ماشومانو لپاره ښوونځی مکلفیت دی.
ګټې یې:
ـ د آلماني ژبې چټکه زدهکړه
ـ ادغام او ټولنیز ژوند
ـ په راتلونکي کې د کار او زدهکړې بهتر فرصتونه
بالغان له دې ټولو امکاناتو لږ برخمن وي.
6. که په خپل هېواد کې ښوونځي ته نه وې تللی؟
په آلمان کې دا حالت درک کېږي:
ـ د آمادګۍ او ابتدایي زده کړې ځانګړي ټولګي دي
ـ زده کړه له صفره پیل کېدای شي
ـ مسلکي مرسته او لارښود شته
نو زدهکړې کمښت د ښوونځي د نه تګ دلیل نه ګرځي. البته پر زده کوونکي فشار زيات وي.
7. د عمر تثبیت – که چارواکي شک وکړي چې څوک لوی دی؟
الف) اداري ارزونه
ـ د ژوند تاریخ او شخصي حالت ارزول
ـ مرکې او ټولنیز تحلیل
ـ که وضیعت روښانه نه وي، تر ډېره د ماشوم په ګټه پرېکړه کېږي
ب) د عمر د اثبات اسناد
پوره اسناد بايد موجود وي. ورڅخه لاندني ډېر مهم دي:
ـ تذکره، پاسپورټ، د زېږېدو سند
ـ د ښوونځي اسناد
ـ د کورنۍ رسمي ثبوتونه
که اسناد نه وي، بیا هم د نورو لارو ارزونه کېږي.
ج) طبي ارزونې
ـ د هډوکو او غاښونو معاینات یوازې د وروستۍ لارې په توګه
ـ د انساني کرامت رعایت باید وشي
د) د غلط عمر ورکولو خطرونه
ـ د دولت اعتماد له منځه تلل
ـ د ملاتړ کمېدل
ـ د پناه غوښتنې پروسه ستونزمنېدل
احمد ولي اڅکزی، د افغاني اسنادو او آلماني محکمو رسمي ژباړونکی