جرمني کې مهاجرو ته د کوم قانون پر اساس کومه ويزه ورکوله کيږي؟ د کومې ويزې سره کوم شرايط/آسانتياوې مل وي؟ په مجموعي توګه څو ډوله اقامې شته؟

[§25 Abs.1 AufenthG, Art. 16a GG]
د سياسي پناه اقامه
• درې کلنه اقامه، شين پاسپورټ
• د کار، کاروبار او ځای د انتخاب آزادي
• د کورنۍ غړو راوستلو حق
• د تابعیت ترلاسه کولو امکان
• شرایط: مستقیم له خپل هېواده راتګ او د دولتي تعقیب ثبوت
[§60 Abs.1 AufenthG, §25 Abs.2 AufenthG]
د ژنيف کنوانسيون پر اساس اقامه
• درې کلنه اقامه، د کار اجازه
• کورنۍ یو ځای کېدل
• ‌ضروري نه ده چې پناه غوښتونکی مستقیم آلمان ته راغلی وي
• د غیردولتي ګواښ له امله هم ورکول کېږي
[§60 Abs.2–4 AufenthG]
د دویمې درجې قبولۍ اقامه (Subsidärer Schutz)
• یو کلنه اقامه، د کار اجازه
• د جنګ یا شکنجې له خطر سره مخ کسانو ته
• تمدید کېدونکی، کورنۍ یو ځای کېدو محدود شرایط
[§60 Abs.5 AufenthG, §25 Abs.3 AufenthG]
د بشري لاملونو له کبله د اخراج د ممانعت اقامه
• یو کلنه اقامه، د کار اجازه
• خطرونه لکه ناروغي، لوږه، بشري ناورین
• ممکن دایمي اقامه شي
[§55 AsylVerfG]
د پناه غوښتنې پر وخت اقامه (Aufenthaltsgestattung)
• درې میاشتې، بیا تمدیدېږي
• د کار اجازه اول محدود وي
• اوږدمهاله پاتې کېدل ممکن د کار اجازه پراخه کړي
[§23, §24 AufenthG]
د سهمیې او بیا مېشتېدونکو مهاجرو اقامه (آلمان دمګړی درولې ده)
• میعادي اقامه، د کار اجازه
• د UNHCR یا نورو سازمانونو له لارې راوستل شوي
• د فدرالي ایالتونو ترمنځ وېشل کېږي
[§23 Abs.1 AufenthG]
د ایالتي محافظت لاندې اقامه (Duldung)
• شپږ میاشتې اقامه، د کار اجازه نه لري
• مشخصو "زغم وړ" مهاجرو ته ورکول کېږي
• ټاکلي وخت، ځانګړې سیمه کې اوسېدل اړین دي
[§60a AufenthG]
د اخراج له خنډ سره مخ کسانو اقامه (Duldung)
• عبوري سند، نه‌حتمي اقامه
• د اخراج فني یا حقوقي خنډونه
• محدود کار اجازه، مشروط تمدید
[§25 Abs.5 AufenthG]
اوږدمهاله اخراج نه‌کېدونکي کسانو اقامه
• میعادي اقامه، که اخراج ۱۸ میاشتې ممکن نه ‌وي
• د صداقت او همکارۍ شرطونه ضروري دي
[§25a AufenthG]
د ښه مدغم شوو ځوانو مهاجرو اقامه
• ځوانان تر ۱۵ کلنۍ راغلي وي
• ښوونځی یا مسلکي زده کړې پای ته رسولي وي
• د کورنۍ غړي هم د اقامې مستحق کېدای شي
يادونه: دغه معلومات ښايي مکمل او کره نه وي او نه يې ليکوال د بشپړوالي يا صحيحوالي تضمين کولای شي.
احمد ولي اڅکزی، د افغانستان د اسنادو او آلماني محکمو رسمي او جواز/لايسنس لرونکی ژباړن